د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ماشوم ځورونه او د هغه ډولونه

محمدالله ارین احمدزی 06.06.2010 09:00


د ماشوم ځورونې پیژند:(د نړیوال صحی سازمان پیژند): د هغه ضرر څخه عبارت ده چې د ده ځان او سلامتي ته د مور او پلا ر لخوا یا د هغو کسانو لخوا چې د دوی به وړاندې مسولتی لري زیان رسول کیږي..ماشوم ځورونه کومه نوې پدیده نه ده ډیره مخکینی شالید لري.په پخواني روم کې د اولاد وژنه د مور او پار قانوني حق وو.اعرابو له اسلام څخه وړاندې خپلې لوڼې ژوندی خښولې همدارنګه په قرآن کریم کې د فرعون لخوا د ماشومانو وژلو ته نغوته شوې.
د ماشوم ځورونې ډولونه:
۱- به جسمي ډول د ماشوم ځورونه:
یو ماشوم په څو څو ځله د ښکنځلو او یا وهلو لاندې راځي چې دا عبارت له فزیکي برخورد څخه چې کولای شي ماشوم ته د دردونو، پریکېدونو، د هډوکو ما تیدل او نورو ټپونو حتی د مرګ لامل شي.
په جسمي ځورونه کې: په دورو وهل، د ماشوم تړل، له دیوال سره ویل او یا په ګرمو شیانو د هغه سوځولو څخه عبارت ده.
۲- د ماشوم جنسي ازاره ونه: د ماشوم څخه د جنسي اړتیا لپاره ګټه اخیستنه او یا هم جنسي اړتیا ته د هغه اړویستل چې ځینې کسان غواړي د دې لارې جنسي خوند ته لاس رسی ومومي. او ماشوم دې ته اړباسي تر څو له ده سره دا غیر انساني او غیر اسلامي عمل تر سره کړي تر څو د ده نامشروع جنسي غریزه مشبوع شي.
۳- په عاطفي ډول د ماشوم ځورونه: دا هغه کړنې دي چې ماشوم ته ځورونکې وي او د ده په جمسي کړنو باندې بدې لګیږي لکه بد رفتاري، کلامي او غیر کلامي ځورول،سپکاوی او شور کول، نا سمه وینا کول، ریشخند وهل، ماشوم تل په دې ډارول چې داسې به دې ووهم،د ماشوم له سن سره سم له ده سره ناسم چلند په داسې کارونو کې د ماشوم ښکیلول چې مور او پلار ته د منلو وړ نه وي.چې دا کولای شي د ماشوم پخ جسمي او رواني حالت باندې ډيرې بدې اغیزې ولري.د ماشوم د ډارولو ډیرې پیښې زمونږ په ټولنه کې شتون لري د بیلګې په ډول کله چې ماشوم ژاړي نو روته ویل کیږي: مه ژاړه د باندې دې سپي ته اچوم، لالا یا کاکا ته دې وایم چې وو دې وهي، والله که بیا ژاولې درکړم.............. چې زمونږ ټولنه ورسره ښکیله ده او د دې ټولنې راتلونکی نسل یعنی ماشومان وروسره لاس او ګریوان دي.
۴- د غفلت له امله د ماشوم ځورونه: د ماشوم څخه نا سمه ساتنه او د ده سره نه مینه چې عبارت دي له : د اساسي اړتیاوو څخه د ده محرومول لکه غذا، پوښاک او له هغه څه څخه کوم چې د ماشوم د طبیعي رشد لپاره یې اړتیا ده د یو ماشوم بې برخې کول او یا هم ماشوم په خطر کې پریښودل لکه بې له دې چې د ماشوم ساتنه وکړي هغه پریږدي.جدي نه نیول او غفلت کول لکه د ده جسماني او صحي وضعې ته نه پاملرنه او د ده د روحي اړتیا وو نه پوره کول،په هیجان باندې ده ته د زدکړې ور کول، په خپل حال پریښودل، پوره مینه نه کول، د ماشوم سره خبرې نه کول، د ده تحصیلي وضعیت ته نه پاملرنه او کله چې ماشوم مدرسه او یا ښونځي پریږدي ده ته پاملرنه وکول چې ولې یې ښونځی پریښی دی او په خطر کې له یخ او ګرمي کې د ده پریښودل.د ماشوم عاطفي غوښتنو ته د مور او پلار نه پاملرنه د ده عاطفي غوښتنو ته نه پاملرنه غفلت او مسامحه بلل کیږي.
د ده صحي وضعې ته نه پاملرنه د بیلګې په ډول د ده په پوست کې ځينې تغیرات راځي او یا کومه خواشیني ور سره مله کیږي چې دا هم یو ډول غفلت او مسامحه بلل کیږي.ډیری وخت ماشوم خپل ۴۰ سلنه خپل وزن له لاسه ورکوي چې دا یو ډول پروتیني ناروغي ده. په دې برخه کې باید ماشوم ته پاملرنه ووشي دا سې نه شي کیدی چې دی په کور کې وهل کیږي نه او تر کوم ازار لاندې نه دی باید دی خپل وزن پوره کړي کیدی شي دی د یو ډول ستونزو سره مخامخ وي چې په خپله ماشوم هم پرې نه شي پوهیدی باید چې پاملرنه ورته وو شي دا هم یو ډول غفلت او ماشوم ته نه پاملرنه ده.
د ماشوم ځورونې لاملونه: ماشوم ځورونه یوه ټولنیزه، طبي او فرهنګي مسله ده او معمولا څو ګډ لاملونه د دې په رامنځ ته کیدو کې رول لري.
د ماشوم ځورونې لاملونه کولای شو په دریو برخو و ویشو:
الف: په ماشوم پورې اړوند لاملونه.
ب: په مور او پلار پورې اړوند لاملونه.
ج: محیطي لاملونه.
په ماشوم پورې اړوند لاملونه: د ماشوم نارس والی، ډیر فعال ماشومان، سازش نه منونکي ماشومان، تړلی او نه خوځیدونکی، جسمي معلولیت او یا ذهني پس مانده ګي، او هغه ماشومان چې ځینې ظاهري نیمګړیتاوې لکه ډنګر والی، او بدرنګي ولري. دا لاملونه کولای شي ماشوم ته ځینې ذهني خفګانونه ور په برخه کړي او دی د یو ډول اغیزې لاندې راشي او څه ناڅه یې ذهني ارامتیا ګډه وډه شي.
په مور پورې اړوند لاملونه:
۱- د مور او پلار په توګه د ناکافي مهارتونو لرل.
۲- له ماشوم څخه غیر واقعي توقع لرل، چې دا ډول کړنې د ده په عمر پورې تړاو لري، د بیلګې په ډول یو ماشوم د خپلې اړتیا لپاره خپله ژړا نه دروي، او یا ماشوم چې درې کلن وي او نه شي کولای ډوډۍ وخوري مور او پلار پرې په قهر شي.چې دا هم کیدی شي د ده د ځوریدو لامل شي.
۳- هغه کورنی چې اړیکې یې سره ډیرې کمې وي.
۴- هغه مور او پلار چې د خپل ماشومتوب په وخت کې یې د ځینو نه پاملرنې او یا ځورونې لاندې راغلي وي او یا یې هم د خپل مور او پلار سره ضعیفې عاطفي اړیکې لرلي وي. نو دوی د دې څخه متاثیر وي او یا هم ځانونه متاثر بولي باید د ژوند په هره برخه کې ځینې تغیرات راشي هر څه چې ده ته د ماشومتوب په وخت کې ځورونکي وو باید چې له خپل اولاد سره هغه کړنه تکراره نکړي ځکه دی هم د ده په څير یو ماشوم دی او ناسمې کړنې یې ذهن او روانی حالت نا ارامه کولای شي.
۵- د مور او پلار ذهني شاته پاتې والی.
۶- د مور او پلار تر منځ د ځینو ستونزو شتون اوی یا شخصي افسرده ګي.
۷- د مور او پلار اخلاقي انحطاط او یا په الکلو باندې د دوی اعتیاد. د دې ډیرې بیلګې لیدل شوي چې ماشوم هم څو ځله دا کار تکرار کړی دی. مور او یا هم پلار که چیرې په کوم عمل یا نشه اخته وي کوښښ دې وکړي چې د ماشوم په وړاندې دا کار ونکړي او یا هم د دې کار څخه خوند وانخلی، ځکه د ماشوم ذهن د سپینې کتابچې په څیرې دی ستا خوښه ده چې کرکه پکې لیکي که مینه، اعتیاد پکې لیکي او که له ناسمو کړنو څخه کرکه.........
۸- ژر او بې له کومې برنامې واده کونه.یو ځوان چې بې له کومې برنامې څخه واده کوي هغه د اولاد پالنې ته نه وي تیار چې اړیتا وې یې پوره کړي دی مجبور دی یو قسم ناسم چلند وکړي. زما خپله تجربه کله مې چې د ښونځی په دوران کې واده وکړ لورې مې پيدا شوه را غټکی شوه تل به یې له مانه ځینې غوښتنې لرلې خو ما نه شو کولای هغه پوره کړم نو دې ته اړ وم چې دې ته فریب ورکړم کیدی شي دا فریب د دې په ذهن باندې بده اغیزه کړي وي او یا بده اغیزه وکړي او له ځانه سره یې ویلي وي چې ولې مې پلار راته ځینې شیان نه راوړي حال داچې زما برنامه بیله وه زه د قلم او کتابچې اخیستلو ته اړوم که چیرې مې د دې کړنې ته ځواب ویلای وی کیدی شو د خپل درس څخه محرومه شوی وی، خو وروسته تر دې چې له ښونځي څخه فارغ شوم او پوهنتون مې وو وایه خدای (ج) راته بله لور راکړه خو د دې لور ډیرې غوښتنې پوره کوم خو اوس زه په خپلو سترګو ګورم چې د تیرې هغې په پرتله مې دا وړه لور ډيره ذهینه ارامه او خوش اروا ده.او وړکی زوی مې اوس دا غوښتنه لري چې سیکل غواړم زه یې بیا هم په نن او سبا نه غلطوم بلکه ورته وایم چې زویه کله په خیر ښونځي ته لاړ شي خامخا درته سیکل اخلم دی هم ډیر ارامه دی او تل یې کتابونه او کتابچه را اخیستي وي او ما ته وايي چې پلاره کله به زه ښونځي ته ځم چې دا هم د خپل زوی په ځان کې زه یو سم تغیر بولم.چې باید واده ته یو ځوان او پیغله له هر پلو څخه تیاره وي نه داچې د نیمګړیتاوو سره سره واده وکړي او یوه نا سالمه کورنۍ رامنځ ته شي.
۹- د ګڼې کورنۍ شتون.دا هم کولای شي په ماشوم باندې بدې اغیزې ولري ځکه دلته هرڅه په طبقاتي ډول وي د بیلګې په ډول د مشر لالا زوی ډیر نازولی وي او د کشر لالا هیڅ شی هم نه وي او یا هغه څوک چې کار کوي پیسې ګتي ماشومانو او ښځې ته یې ټول قدر ورکوي او د بل هغه بیا هسې او د هیڅ یوه هم ښه نه ایسي.
۱۰- د مور لخوا د پرله پسې زیږون نه غوښتنه. دا هم یوه لویه ستونزه ده ځکه مور دې ته نه وي تیاره چې بل ماشوم وزیږوي خو د خاوند غوښتنه وي دلته دا شته ماشوم هم له مینې څخه بې برخې شو او هغه بل هم ځکه مور په ذهني توګه نا ارامه وي او پالنه سخته شي، د دې پوښتنه نه وي چې ماشوم مې چیری دی او څه شی کوي بلکه په دې خوښه وي چې ښه ده د باندې وتلی دی او ورک دی.
محیطي او ټولنیز لاملونه: هغه مور او پلار چې د ماشوم سره بده رویه کوي د یوې خاصې طبقې او یا خاص نژاد او هذهب پیروان نه دي او نه هم د کوم ځانګړي جغرافیه وي سیمې اوسیدونکي دي او له د بیلابیلو زدکړو، مذهبونو او سیمو اوسیدونکي دي نو د ماشوم دا ډول ځورونه هم په هر ځای کې لیدل کیدی شي خو ډیره په متوسطو او هغو کورنیو کې لیدل کیږي چې د ټیټې اقتصادي وضعې څخه برخه من وي.د اروپايي څیړونکو څیړنې ښيي هغه کورنۍ چې په فقر کې ژوند کوي د خپلو ماشومانو سره ډيره بده رویه کوي.
د ماشوم د محیطي ځورنې په برخه کې چې د ماشوم د ځورنې لامل کیږي کولای شو لاندې ټکو ته نغوته وکړو:
الف: د ټولنیزو ملاتړونو نه شتون.یعنې یو څوک د پلار او یا مور مخې ته نه دریږي چې ته ولې د خپل ماشوم سره بد چلندکوې.
ب: اقتصادي او سیاسي فشارونه، بیکاري او د بحران را منځ ته کیدل. د دې لپاره زما خپل ځاني بیلګه چې مخکې مې وکړه ښه به وي چې ویې ګوری او نورې بیلګې یې تاسو ومومی.
ج: هغه کورنۍ چې د ټولنیز محرومیت له امله طرد شوي دي او له ټولنو څخه بیلې شوي دي. دا هم کیدی شي ځکه یو ماشوم د یوې خاصې ټولنې څخه متاثیر وي نو نوې ټولنې له راتګ سره باید ځینې نوي شیان هم زده کړي.چې ذهن یې له ځینو ګډوډیو سره مخامخ کیږي.
د ماشوم په ځورنه کې د ناسمې ګټنې اخیستنې اغیز: د ماشوم ځورونه په دوه ډوله اوږدمهال او لنډ مهاله توګه رامنځ ته کیږي چې له دې امله ماشوم ته ډیرې ستونږې رامنځ ته کیدی شي چې په برخو کې رواني غوارض او عاطفي برخه کې څيړل کیږي، د دوی څخه د اوږد مهال لپاره ګټه اخیستنه کیدی شي د ماشوم د رشد او نمو مخنیوی وکړي. د دې له امله کیدی شي په ماشوم کې لاندې نمګړتیاوې ولیدل شي: د کم سودا لرل، کلامي مشکلات، ټولنیز بلوغ ته په نیمګړې توګه لاس رسی، او په خپل نفس باندې کم متکي کیدل.
یو کس د خپل زوی څخه حصرت علي کرم الله وجهه ته شکایت وکړ: حضرت علي ورته وویل: زوی د مه وهه خو د ادب زده کولو لپاره ورته شور کوه،خو پام دې وي چې غوصه دې اوږده نه شي ژر بیرته ور سره پخلا کیږه.