د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بشر ناصر شعري ټولګه چاپ شوه

محمدالله ارین احمدزی 23.05.2010 11:20

د خوږ ژبي شاعر بشرمل ناصر لومړۍ شعري ټولګه په کاڼي زړه کې تنده چې ۲۱۷ مخه لري د چاپ څخه را ووته د ښاغلي بشر مل په دې ټولګه کې د ده د غزلو تر څنګ د ده ازاد شعرونه، او نظمونه هم ځای شوي دي، هیره دې نه وي چې یاد شوی کتاب د پام مجلې د ادارې په مالي لګښت چاپ شوی دی. کولای شی یاد شوی کتاب په لاندې پتو لاس ته راوړی:

مکتبه قاسمیه، کاسي روډ کوټه
عزیز بوک ډیپو، تحصیل روډ ږوب
د حاجي محد اکرم قرطاسیه او د کتابونو پلورنځی کلات افغانستان.

په درنښت
محمدالله ارین احمدزی
د اړیکو شمیره:۰۷۰۰۱۵۰۰۵۴او ۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳