د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي

عبدالباري جهاني 26.09.2010 18:57

ډیموکراسي، د قلم او بیان ازادي، انصاف او اجتماعي عدالت داسی مفاهیم دي چی سړی د اطلاعاتو او کلتوروزیر ته په هغه باره کی ځکه څه نه سی ورښودلای چی هغه یو عمر په امریکا کی ژوند کړی دی او د همدغو ارزښتنونو د ساتونکو رژیمونو په ملاتړ او برکت د وزارت پر چوکی ناست دی. مارشال!! قسیم فهیم ته ځکه څه نه سو ویلای چی هغه ته دغه ارزښتونه له لویه سره ارزښت او مفهوم نه لري.

بینوا او ټول افغان ویب پاڼو د خپلو خپرونو په کلونو کی تازه خبرونه، اطلاعات، علمی مضامین ، ادبي او دینی مطالب خپاره کړي او د خپلو لوستونکو تر غوږونو یی هغه څه رسولي دي چی باید رسولي یی وای او په دې لاره کی یی وس نه دی سپمولی.

     اوس یی اورو چی دا دواړي ویب پاڼی د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په امر او د مارشال !! په توصیه بندیږي. نور به په افغانستان کی د دې دواړو ویب پاڼو علاقه مندان او لوستونکي هغوی ته لاس رسی نه لری. دا د ډیموکراسی د اصولو، د قلم اوبیان د ازادی د ارښتونو او انصاف او عدالت څخه لیری کار دی.

    که دا دواړي ویب پاڼی په دې ګناه له خپرونو څخه بندیږی چی هغوی یا انتقاونه کړي او یا یی د خاینو او فاسدو عناصرو مراعات نه دی کړی. نو لمر خو په دوو ګوتو نه پټیږی. د افغانستان د اداري فساد، فاسدي ادارې، د مخدره موادو د قاچاقبرانو، جنګ سالارانو او مقترو بدماشانو او قاتلانو په باب خو تر هر چا د لویدیځی نړی مطبوعات، چی وزیر صاحب او مارشال صاحب یی په ملاتړ نازیږي، زیاتی خپروني کوي. دا ټولي ، یا اکثری، لیکني او خپروني په داخلی مطبوعاتو کی وخت په وخت انعکاس کوي. نوري ورځپاڼی ، مجلې ، ویب پاڼی او راډیوګاني تر دې دواړو ویب پاڼو زیاتی او توندي خپروني کوي. سړی نه پوهیږی چی ولي دا  دوې ویب پاڼی په مشخصه توګه په نښه کیږی. په دې کی هیڅ شک نسته چی ددواړو ویب پاڼو په بندولو کی له څرګند تبعیض څخه کار اخیستل سوی دی. زه د یوه بې وسه او پردیس افغان په حیث بل څه نه سم کولای. هغه کسان او مقامات چی ددي ویب پاڼی د بندولو امر یی ورکړی دی محکوموم .  د جلالتمآب جمهوریس حامدکزي څخه می د یوه دوست او خواخوږي په حیث دا هیله ده چی په خپل هیواد کی پر دومره څرګندو بی عدالتیو باندي سترګي پټي نه کړي او ددی دواړو ویب پاڼو، چی د خپل کلتور او فرهنګ د خپرولو او د خپلو لوستونکو د خبرولو او روښانه کولو په لاره کی یی نه ستړي کیدونکي هلی ځلي کړي دي، ستونزو ته ژر تر ژره توجه وکړي .

د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې:

ليکنه ليکوال ليکنه ليکوال
نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي کمال الدين رنځور  قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی  (له ششماد تلويزيون څخه)
د افغاني رسنیو ازادي رژیږي  (د وال سټريټ ژورنال د مقالې پښتو ژباړه، حبيب توتاخېل)  د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل! (نجیب الله پیمان)
دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده  (حميد راز) ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي  (محمدالله ارین احمدزی)
 کاغذی دیموکراسی که اوسپنیزی زورکراسی  (ا٠ف٠صافی)  د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي  (عبدالباري جهاني)
وبچه سرت بوی قورمه میته!  (عبدالرووف لیوال حسین خیل)

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي 

(وال سټريټ جورنال)

د افغانستان ضد یوه بله توطیه 

(احمدجان اریوزی)

د ملي ويبپاڼو د بندولو د پلان په اړه سر خلا صه لیک او وړاندیز

(ولی محمد نورزی)

موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو 

(د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز) له پښتو ويبپاڼو ملاتړ  (حاجي امين باوري)
ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه  (سرلوڅ مرادزی) په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم  (د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز غندنه)

 دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري 

هيښ د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر! حاذق نرنګی
 دټول افغان او بينوا ويب پاڼوتړل غندو٠٠٠  (حکمت الله حکمت)  د پوره دیموکراسی دعویدار ...  (سمیع الله ایلم)
د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو! (عبدالله افغان)  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی ټول افغان