د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا ډيپلوماسې نده!!

ډاکټر محسن هوتک 27.09.2010 15:31

مرګ د هر انسان کور ور ټکوي، کچيرې يې نيټه پوره وو نو بيا خو هيڅ داسې قوت نشته چې هغه ترې خلاص کړي. دا سمه ده چې مرګ تريخ ده او کله، کله چې يو کس بل ته په ټوکه کې ووايې، ياره رنګ دې زيړ ده نه چې شهيديږې!! دغه خبره هم په ډيرو ښه نه لګيږې او په دې ټول ايمان لرو چې شهادت او د شهيد مرتبه ډيره لوړه ده!! خو دا ځکه چې مرګ تريخ ده، او هر يوه ته خپل کور، کلی ګران وي.

خير اوس به اصلې خبرې ته راوګرځو هغه هم د بينوا ويپ پاڼې بندول دي!!! دا ولې؟ د چا لخوا؟ ګټه يې چاته رسيږې؟ او ځينې نورې پوښتنې دي چې د هر افغان او هر اکاډميک شخص په ذهن کې تاويږې!!

ګومان کوم، چې د افغان دولت د لومړې مرستيال د مړينې او يا ناروغی په اړه يې کوم خبر خپور کړی وو!! او هغه د لوی څښتن په مرحمت او کرم سره دروغ وخوت او محترم مرستيال صيب له ورته پيښې شوې ناروغی روغ، رمټ بيرته خپل هيواد او کورته راوګرځيد.

همدغه خبره وو چې د اطلاعاتو او فرهنګ قدرمن وزير وويل چې د بينوا د بنديدو امر يې د دولت له لومړې مرستيال څخه اخيستی او هغه هم ورته هدايت ورکړی چې دا ويب پاڼه بايد وتړل شي ځکه چې د هغه د مرګ او يا ناروغی خبر يې په دروغو خپور کړی وو!! نو اوس چې هغه ژوندی ده، خپل انتقام خو به خامخا له بينوا څخه اخلې، بينوا ولې هغه خبرونه چې تاييد شوې ندي خپروي! دا خو يې وکړل خو ګټه يې چاته رسيږې؟؟!!

ګټه يې خامخا هغه چاته رسيږې چې تاسره په مخالفت کې ده، هغه ته ګوته نيول کيږې چې ډيکټاټور ده!! ظالم ده! د بيان آزادی او د ښځو حقوقو ته په درنښت نګورې!! نو بيا ته او ستا دوستان څه کوي د دغه ملت پر وړاندې مو مسوليت څه ده؟؟ ګوره دا ډيپلوماسې نده، لږ سوچ وکړه اشتباه د کړې... رهين صيب به ورسره څه ستونزه لرې نو ته خو وزير نه يې تا ته خو د خلکو ډيره تمه ده!! زمونږ تمه له تا څخه دا ده چې د تلسې او پرينا غير اخلاقې ډرامې بندې کړې نژدې ده چې هندوان شو، کالې او کانې خو مو ټولې د سکانو او هندوانو څخه بدتر شوې دا څه ترقې او مدرنيزم نده، دلته خو ورته فيشن ويل کيږې مګر دولت او کوم داسې وزارت شته چې د دغسو ستونزو مخه ونيسې!!! هغه راډيويې او تلويزونې چينلونه چې په زغرده د ګاونډيو ګټو ته ژمن دې او د هغو له آدرسه غږيږې هاغه بند کړې!! هغه مرکزونه چې د عيسويت او يهوديت دعوت کوې د هغو په اړه څه ووايې!! هغه بانکونه چې د دې بې وزله هيواد نر، ښځه، زوړ او ماشوم يې د سود په ناسور اخته کړی څه اقدام وکړې!! هغه رسنې چې سودې اعلانونه کوي په اړه يې راپورته شې!! ته د خپلې عقيدې پر بنسټ الله ته مسول يې هره ورځ رنګارنګ ظلمونه کيږې، ناخوالې روانې دي او د هيواد لومړې شخص په حيث ستاسو دنده څه ده؟؟ پام چې دا ډيپلوماسې نده!! تاسو نه زمونږ تمه ډيره لوړه ده هغه خو به ... په بل حالت کې وو!! تاسو خو يو مجاهد او بيا مارشال ياست د يوې ژبې او يوې سيمې مارشال خو نه ياستی نو بيا مو ولې داسې وکړل؟ کارونه ځښت ډير دي له خپلو نورو وزيرانو او واليانو وپوښتی خپله نورو ولايتونو ته سفر وکړی دا خو هغه کار وو چې هيواد کې نوره هيڅ ستونزه نه وې پاتې بيا نو چارواکې په دغو کارونو راباندې کړي.

بينوا خپلو خپرونو ته دوام ورکړی خو ګوره له مرګه هم څوګ نه خلاصيږې نن يو تن ناروغ شې بيا ګوره څه وخت وروسته يې د مرګ آواز پورته شې بيا خو نيکبخته انسان هم هاغه وي چې له ناروغی نه ورسته ښه کارونه، صدقې، روژې او لمونځه وکړې دا څکه چې مرض نه وروسته مرګ وي او هر څوک بايد د خپلو ناوړه کارونو څڅه توبه وباسې خو رهين صيب له تاسره دوستې نلرې دا يې درته وويل چې ډيپلوماسې ده او تا هم پرې سوچ ونکړ امر دې ورکړ!! له څان نه خلک خوشاله کړه، دوستان ولټوه، نور خو هر څه لرې که دوستان دې وي نو ډير يې کړه داسې څه وکړه چې تاريخ د نوم ښه ياد کړي! د بينوا دښمنې پريږده موږ به هم درته دعا وکړو او که نه نو ښيرا خو کولی شو او مرګ هم لنډ ده!!! په پای کې يو ځل بيا خپله خبره تکراروم چې دا ډيپلوماسې نده!!

د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې:

ليکنه ليکوال ليکنه ليکوال
 سرور احمدزی: د ملي ويبپاڼو بندول په کلکه غندم خبري څانګه  افغانانو ته د پرديتوب احساس مه ورکوئ سرنوشت ورځپاڼې سرليکنه
 د پکتيا پريس کلب د ټول افغان او بېنوا د بندولو پلان وغندلو اسدالله  د بيان ازادي دى پر معيار ولاړه وي پوهنمل ر. ځواکمن
 دټول افغان اوبينوا ويب پاڼو بندول که دپښتنوخوله تړل محمدالدين -همدرد  دا ډيپلوماسې نده!! ډاکټر محسن هوتک
يا به يو كېږو، ګنې وركېږو هجرت الله اختيار  هغه ګوذارونه چې وژل نه کوي پياوړتيا بښي عبدالله کريمي
 رهين ولې ملي ضد ويبپاڼې نه بندوي؟! عبدالحفيظ سمندر  نوې ټولپوښتنه: ولې په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا د تړلو هڅې کېږي؟ ټول افغان
نن د وزيرانو په شورا کې د ټول افغان د تړلو په رسوايۍ بحث کېږي کمال الدين رنځور  قانع: مخدوم رهين د تعصب په رنځ اخته دی  (له ششماد تلويزيون څخه)
د افغاني رسنیو ازادي رژیږي  (د وال سټريټ ژورنال د مقالې پښتو ژباړه، حبيب توتاخېل)  د پښتنو په ستوني د یوې بلې پښې اېښودل! (نجیب الله پیمان)
دبېنوا او ټول افغان ويبپاڼو بندول دډيمو کراسۍ پر مخ څپېړه ده  (حميد راز) ولې رهین او نور غواړي د وطن دوستو رسنیو پر ستونې پښه ورکیږدي  (محمدالله ارین احمدزی)
 کاغذی دیموکراسی که اوسپنیزی زورکراسی  (ا٠ف٠صافی)  د بینوا او ټول افغان ویبپاڼو بندول د آزادی زیندۍ کول دي  (عبدالباري جهاني)
وبچه سرت بوی قورمه میته!  (عبدالرووف لیوال حسین خیل)

افغان حکومت په تدريجي توګه د رسنيو ازادي کمزوري کوي يا یې له منځه وړي 

(وال سټريټ جورنال)

د افغانستان ضد یوه بله توطیه 

(احمدجان اریوزی)

د ملي ويبپاڼو د بندولو د پلان په اړه سر خلا صه لیک او وړاندیز

(ولی محمد نورزی)

موږ د ( بېنوا ) او ( ټول افغان ) د سایټونو بندول په کلکه غندو 

(د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز) له پښتو ويبپاڼو ملاتړ  (حاجي امين باوري)
ملي سایټو ته د توره بان دیوانو ګواښونه  (سرلوڅ مرادزی) په افغانستان کې د ټول افغان او بېنوا پښتو ویبپاڼو د بندیز حکم  (د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز غندنه)

 دټول افغان او بینوا بنديدل ښيي چې رژيم د حق د اوریدو توان نه لري 

هيښ د ټول افغان بندېدل، د نه باور خبر! حاذق نرنګی
 دټول افغان او بينوا ويب پاڼوتړل غندو٠٠٠  (حکمت الله حکمت)  د پوره دیموکراسی دعویدار ...  (سمیع الله ایلم)
د فهیم او مخدوم رحیم اقدامات په کلکه سره غندو! (عبدالله افغان)  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ټول افغان او بېنوا د بندولو امر کړی دی ټول افغان