د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه ګوذارونه چې وژل نه کوي پياوړتيا بښي

عبدالله کريمي 27.09.2010 11:47

په افغانستان کې درې موضوعات حساس دي چې هر څوک ګوتې وروړي نو هغه يا وژل کېږي او يا هم په يوه نه يوه لاره چپول کېږي:

۱. په افغان حکومت کې د شورای نظار او نورو جنايتکارو ډلو اغېز او د دوی ګټې.

۲. د امريکانو له بريد سره راغلې سياسي، امنيتي او اقتصادي مافيا ګټې.

۳. په افغانستان کې د ايران، يو شمېر کړۍ چې د لوی ايران او افغانستان د نړولو خوبونه ويني، او د افغان دښمنه هېوادونو پلانونه.

ملي ويبپاڼې بيا څوک په ډېره او څوک په لږه کچه د مارانو په دې درې سوړو کې ګوتې وهي او د افغان ولس له حقوقو د دفاع په موخه یې د رسوا کولو کوښښ کوي نو طبيعي خبره ده چې د ولس د دښمنانو له سخت دريځ او دردونکي غبرګون سره به مخ کېږي.

شورای نظار چې تر ډېره یوه اجرامي ډله ده او د امريکايي بريدګرو سره د مرستې او د طالبانو د کمزوري سياست او د افغان ولس په حقوقو کې د تفريط له کبله بېرته د تاجکستان له کولابه لکه ګوډاګيان په کابل واکمن شول، په پوځ یې قبضه ولګوله، ملي امنيت (استخبارات) یې خپل کړل تر دې چې ۹۰٪ رياستونه د شورای نظار د غړو په لاس کې دي، وازات داخله یې په لاس کې واخيسته، د سرشمېرنې په اداره یې قبضه ولګوله، د بهرني چارو په وزارت کې یې خپل اشپزان او بې سوادان ديپلوماتان مقرر کړل، په ميډيا یې منګولې خښې کړې، دا چې د بريدګر په خدمت کې مخلص وو ټول قرادادونه یې ترلاس کړل، لنډه دا چې د ښاغلي اسماعيل يون خبره امنيتي قوت یې په اقتصادي او ميډيايي قوت بدل شو.

فکر یې کاوه چې ټول قرادادونه او پروژې بايد دوی واخلي، که چا به کومه بريالۍ پروژه پيل کړه نو دوی به يا په مرګ وګواښه او که به ونه شول نو بيا به یې وواژه او پروژه به یې ترې واخيسته (کابل بانک او ګاز ګروپ يې ښې بيلګې دي چې پيل بل چا کړل او شريک په کې د شورای نظار مافيا شوه)، په کابل او نورو ښارونو کې د هغو افغانانو په مځکو او جايدادونو چې په خارج کې اوسېدل دوی قابض شول، ولسمشر کرزي په ډېر اخلاص دولتي ځمکې دوی ته ډالۍ کړې، ښارګوټې جوړول پيل شول، هوايي شرکتونه شول، د تيلو د تصفيې سترې ذخېرې جوړول شول، لنډه دا چې خامار دومره غټ شو چې وچ او لامده خوړل یې پيل کړل. ميډيا یې په لاس کې وه چا غږ نه شول پورته کولای، خو په دې ټوله کې ملي ويبپاڼو او رسنيو د دوی د جنايتونو په خلاف غږ پورته کړ. ملي ويبپاڼې دومره با اعتباره شوې چې مهمو نړيوالو رسنيو ته د معلوماتو مهمې سرچينې شوې. 

په دې لړ کې د کابل بانک په رسوايۍ کې د دې خلکو رسوا کول یې ښه بيلګه ده چې نه يواځې شورای نظار او مافيا یې رسوا شوه بلکه د د امريکانو له بريد سره راغلې سياسي، امنيتي او اقتصادي مافيا ګټې هم په خطر کې ولويدې. په واکمن رژيم کې مافيايي کړۍ وويرېدې چې که چېرته ويبپاڼې په دې بڼه معلوماتو خپرولو ته دوام ورکړي نو بيا به افغانستان د کباړ په دوکان کې دوی ته پلورل ستونزمن او د دوی واکمني به په خطر کې شي.

دا کړۍ چې په لوټ مار اموخته دي په دې فکر کې شوې چې څنګه د ملي رسنيو مخه ونيسي. همدې مافيايي کړيو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير مخدوم رهين چې د ملي رسنيو او اشخاصو په هڅو پخوا له وزارته لرې شوای و او په دويم ځل د دې کړيو د هڅو په نتيجه کې بېرته وزير شو د دوی لپاره بهترين کس و چې له لارې یې دا رسنۍ چپ کړي.

نور یې وسه نه رسېده نو مخدوم رهين چې ايران سبق ورکړی دی او د افغانستان په پرتله د ايران خواخوږی کس بلل کېږي او له دې رسنيو غچ اخيستو ته ليواله و ته یې امر وکړ چې دا رسنۍ په افغانستان کې د ليدونکو پرمخ وتړي.

خو دا چې افغانستان او افغانان لا ژوندي دي، نو مخلصو بچو یې دا کار وغندلو او مافيا، افغانستان دښمنانو او جنايتکارانو د دې کار ضد راپاڅېدل او لا هڅې کوي چې په بوره باور سره ويلای شو دا خود غرضه خلک به پرېنږدي چې د حق اوازونه وتړي.

ملي ويبپاڼې به له خيره له دې جګړې لا پياوړې راووځي ځکه هغه ګوذارونه چې وژل نه کوي پياوړتيا بښي. زه ملي ويبپاڼې هڅوم چې د فساد خلاف خپلو هڅو او مبارزې ته دوام ورکړي. او په دې لاره کې یې موږ ملګري يو.