د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې د واکمنې مافيا خلاف مظاهره وشوه

عبدالله کريمي 02.08.2010 09:52

په تېرو نهو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په کابل کې سوونو وګړو د دې هېواد په چارو واکمنې مافيا خلاف مظاهره وکړه او د ولسي وګړو او فساد ضد شعارونه یې ورکړل او د دې ناورين د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه.

په لاريون کې د جګړې د درې واړه خواوو (بهرنيان، په کابل کې واکمنه مافيا، او طالبانو) خلاف شعارونه ورکړل شول.

لاريون کونکو د بهرنيو ځواکونو له خوا د بې ګناه ولسي وګړو وژل وغندل شول او د داسې جنايتونو د ودرېدو غوښتنه یې وکړه.

په لاريون کې د ډيمواکراسۍ، قانون پلي کېدلو، خپلواکۍ او د ټولنيز عدالت غوښتنې وشوې. لاريون کونکو د طالبانو ظلمونه او د دوی له خوا د بې ګناه خلکو وژنه هم وغندل شوه.

د لاريون په ډېرو بورډونو د حزب همبستګي نوم ليکل شوی و.

د لاريون یو شمېر شعارونو د بهرنيو ځواکونو له خوا د وژل شوو ماشومانو او بې ګناه وګړو انځورونه وو چې پرې ولسمشر حامد کرزي او ورسره واکمنې ډلې ته په کې له ننګونو ډکې خبرې ليکل شوې وې. په يو شعار کې ليکل شوي و چې ((آه. که د کرزي زوی او د امريکا د ټولو نوکرانو بچي هم په دې برخليک اخته شوي وو...)).

 په يوه بله لوحه ليکل شوي وو چې ((په خپلو وينو د افغانستان يووالی ساتو!))

د لومړي ځل لپاره په یو عام منظر کې د پام وړ شعار دا و چې ((مړه دې وي امريکا او د حاکمې مافيا بادار په افغانستان کې!)). دا لومړی ځل دی چې په یو لاريون کې په کابل کې د حاکمې مافيا ضد شعارونه ورکول کېږي.

د يادونې وړ ده چې د طالبانو له پرزولو وروسته په کابل کې د کورنۍ جګړې هغه مجرمان چې له یو لکه ډېر بې ګناه وګړي یې وژلي وو بهرنيو ځواکونو په زور بېرته په افغانستان کې واکمن کړل. د افغانستان ملي شورا او پرله پسې حکومتونه یې دوی ته وسپارل چې په پايله کې د دې مجرمينو او ورسره راغلي بهرني ځواکونو سره د ولس نفرت زيات شو او اوس یې په لاريونونو کې په ښکاره غندي او د مافيايي سيستم د ورکولو شعارونه ورکوي.