د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بمبيي کې پر افغان کونسلر شک کېږي چې د افغان محصلينو شيطاني کوي

عبدالله کريمي 15.10.2010 01:16

په سور کميس کې مردان علي په بمبيي کې د خپلو قوميانو په منځ کې

په هندوستان کې ځينې افغان محصلين وايي چې دوی په بمبيي کې په افغان کونسل مردان علي قاسمي شک کوي چې هندوستاني پوليسو او استخباراتو ته د محصلينو شيطاني کوي او دسيسې ورته جوړوي. ځينې محصلين چې له هندوستان څخه یې ټول افغان ته ليکونه رالېږلي دي وايي چې محصلين دا شک ځکه کوي چې د کونسل سره د دوی له خصوصي مجلس له خبرو پوليس خبر شوي دي او بېرته دوی پوليسو د تحقيقاتو په مهال کړي دي.

په مردان علي په دې هم تورن دی چې د محصلينو تر منځ توکميزو تعصبونو ته لمن وهي او د خپل هزاره توکم محصلينو ته پر نورو برتري ورکوي. مردان علي قاسمي باندې دا تور هم دی چې د محصلينو ترمنځ د يووالي پرځای یې تفرقې ته لمن وهلې ده. د نوموړي په ملاتړ یو شمېر محصلينو په پونی کې د ملي اتڼ پر ځای د قرصک نڅا د افغانانو د ملي دود په توګه د محصلينو په جشنونو کې معرفي کړی دی.

ټول افغان خبر شوی دی چې زده کړيالانو تېره جمعه په بمبيي کې د کونسل مردان علي قاسمي سره په ډلييزه توګه وکتل. له هندوستان څخه یې د ويستلو ستونزه ورسره شريکه کړه خو هغه هيڅ جدي وانخيسته. په پايله کې يو زده کونکي د دې لپاره چې د کونسل پام د موضوع جديتوب ته واړوي وويل چې که چېرته کونسلګري جدي ګام وانخلي نو امکان لري زده کونکي مظاهره وکړي.

د دې پر ځای چې نامرده مردان علي زده کړيالان د مظاهرې منفي پايلې ته متوجه کړي دوی یې وهڅول چې دا کار هم وازمايي. زده کړيالان دوه ورځې وروسته د پوليسو له خوا وغوښتل شول او ورته وويل شول چې دوی خبر شوي دي چې زده کړيالان مظاهره کوي. پوليسو زده کړيالانو ته وويل چې که مظاهر کوي نو پوليس ورته له مخې په مرميو د زده کړيالانو د ويشتلو امر ترلاسه کړی دی. دا خبره محصلينو د شمشاد تلويزيون ته هم په څو مرکو کې کړې ده.

محصلين حيران دي چې د کونسل سره د دوی د خاص او پټ مجلس خبرې څنګه پوليسو ته ورسول شوې. ډېر محصلين چې له کونسل څخه ويرېږي او نومونه نه ښيي په دې اند دي چې کونسل پخپله د هندوستان چارواکو ته شیطاني کوي او يا هم ورسره هغه دوه هزاره محصلين چې ده په کونسلګرۍ کې ګمارلي دي دا کار کوي.

 کونسل محصلينو ته توصيه هم کوي چې په جومات کې لمونځ کول، ږيره پرېښودل، جامې اغوستل ورته تاوان کوي او بايد کم یې کړي.

کونسل محصلينو ته وايي چې د دوی د شړلو خبرې د دوی له سويې پورته دي. کونسل په دې باور دی چې که چېرته افغانستان او پاکستان سره نږدې کېږي نو د محصلينو شړل به زياتېږي او که څومره له پاکستانه افغانستان لرې کېږي نو بيا به هيڅ خبره نه وي. داسې ښکاري چې کونسل د محصلينو شړل د افغان دولت او مخالفينو ترمنځ د سولې د پروسې سره تړي.

کونسل تېره جمعه محصلينو ته وويل چې پوني ته ورځي خو تر دې دمه لا نوموړي د محصلينو پوښتنه نه ده کړې او کله چې ټول افغان او شمشاد تلويزيون د زده کړيالانو د ستونزو د حل کېدو خبر خپور کړ، کونسل لا خبر نه و.

کونسل مردان علي قاسمي په کونسلګرۍ کې د محصلينو څخه دوه محصلين په کونسلګرۍ کې له ځانه سره مامورين ټاکلي دي چې دواړه د ده خپل هم قوميان (هزاره) دی.

ټول افغان ته لږ تر لږه يو محصل چې د ډيپورټ کېدونکو محصلينو له جملې څخه دی وايي چې کونسلګرۍ ته له ايران څخه د شيعه مذهب کتابونه هم وراستول کېږي چې يې په شيعه زده کونکو ويشي. دا محصل چې بشپړ ليک به یې زر خپور شي وايي چې کونسل او ورسره يو شمېر نور ستمي زده کړيالان چې د افغانستان په بورسونو په هندوستان کې زده کړه کوي د لايقه پښتنو شتون او لياقت نه شي زغملی او هندوستاني مقاماتو ته یې شیطاني کوي او ناسم رپوټونه ورکوي.

د شنونکو په باور دا چې هندوستان د افغان دولت پر ځای د شمالي ټلوالې ځينې متعصبو او ستمي حلقو سره نږدې اړيکې لري نو ځکه یې د پښتنو په ځپلو کې هم مرسته کوي.


مردان علي تېره جمعه زده کړيالانو ته ژمنه ورکړې وه چې په پونی کې به یې ويني خو لا وخت یې نه دی موندلی، امکان لري مصروف وي. انځور يې له انترنت څخه اخيستل شوی چې د ويدا په نامه يوې جينۍ سره یې اخيستی چې د افغانستان د ښځو په استازيتوب په بېلابېلو هېوادونو کې برخه اخلي او افغانستان شرموي.

په هندوستان کې زده کړيالانو د ناورين په اړه نورې خپرې شوې ليکنې:

ليکنه ليکوال
په بمبيي کې په افغان کونسل شک کېږي چې د افغان محصلينو شيطاني کوي عبدالله کريمي
پوليس: له هندوستان څخه د افغان محصلينو شړل ودرول شول خبري څانګه
 دا خپل لیاقت راته سور اور شو سیدخالد سادات
 دهند دپونې په پو هنتون کې دپښتنوزده کوونکو په وړاندې دسيسو کې دچا لاس دی؟ حميد راز
 له هندوستان څخه د ځينو ويستل شوو افغان زده کونکو ليست خبري څانګه
له هندوستان څخه د افغان محصلينو په شړلو افغان محصلين اندېښمن دي عبدالله کريمي
 له هندوستان څخه پښتانه محصلين ولې شړل کېږي! ټول افغان
دپونې په ښار، هندوستان کې دافغان محیلنو مشکلات احمد زبير محک