د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له هندوستان څخه د افغان محصلينو په شړلو افغان محصلين اندېښمن دي

عبدالله کريمي 11.10.2010 23:31

رياض سادات د افغان دښمنه کړيو نوی قرباني دی. نوموړی تېر کال له پوني پوهنتون څخه په لومړۍ نمره فارغ شوی. انځور په فيس بوک د رياض سادات له پاڼې.

هندوستان چارواکو د يو شمېر هغه محصلينو د شيطانۍ له کبله چې د افغانستان په برسونو هندوستان ته تللي خو د افغانستان او افغان د نوم سره دښمني لري ډېر پښتانه محصلين تر اوسه له هندوستان څخه ويستي دي او په دې ورځو کې یې يو بااستعداده افغان محصل چې تېر کال د پوني له پوهنتون څخه په لومړۍ نمره فارغ شو او اوس د بيزنس په برخه کې ماستري وايي د وتلو امر کړی دی.

په دې اړه په هندوستان کې پښتان محصلين ډېر اندېښمن دي او نه پوهېږي چې چاته شکايت وکړي. په پوني کې يو افغان محصل حبيب خان وردګ وايي چې دا ډېر غمونکی خبر ی ځکه چې زه هم په پوني کې زده کړې کوم او يو افغان محصل يم. نوموړی په افغانستان کې افغان سفارت او په بمبيي کې افغان کونسلګري تورنوي چې تر اوسه یې په دې اړه هيڅ مرسته نه ده کړې.

د ټول افغان د معلوماتو له مخې افغان محصل محمد رياض سادات ولسمشر حامد کرزي ته د خپلې قضيې په اړه برېښليک لېږلی دی چې ولسمشر کرزي خپل مشاور زلمي هېوادمل ته ورسپارلی او ورڅخه یې غوښتي دي چې د رياض سادات د شړلو په اړه دې د هندوستان د مقاماتو سره اړيکي ونيسي تر څو دا کار ترسره نه شي.

ډاکتر اشرف غني احمدزی هم په دې پېښه خبر دی او په هندوستان کې یې د افغان سفير سره اړيکي نيولي دي. افغان سفير ورته ويلي دي چې دی او په بمبيي کې افغان کونسل مرادعلي په دې ستونزه خبر دي. خو پوښتنه دا ده چې که چېرته خبر وو نو ولې د دې ستونزو په حل کې مرسته نه کوي او د دې غيرتي زده کړيالانو پر ځای هغه بې غيرته او بې شهامته افغان دښمنه محصلين له هندوستان څخه نه شړي او بورسونه ترې بېرته نه اخلي!

په هندوستان کې يو بل افغان محصل عمر ملکزی وايي چې باور نه لري چې په هندوستان کې ((کمزوری سفارت دې د کمزورو زده کړيالانو مرسته وکړي)).

د پوني په پوهنتون کې افغان زده کړيال حبيب وردګ وايي چې د خورا خپګان خبره دا ده چې نه پوهېږي د پوني پوليس په کوم اساس دا ډول پرېکړې کوي.

حبيب وايي چې افغان دولت ته مې دا مشوره ده چې په هندوستان کې دې سفارت او په بمبييي کې دې کونسلګري وتړي ځکه چې د دې وړتيا نه لري چې د افغان محصلينو اساسي حقوقو څخه دفاع وکړي او ساتنه یې وکړي.

حبيب وايي چې په لنډ مهال کې به ((ریاض ورور او د ده په شان نور زده کونکي دا لوړه بيه ورکوي خو په اوږد مهال کې یې بیه افغانستان ورکوي.))

يو بل محصل بيا وايي چې د هند د پونې په ښار کې څو میاشتې مخکې یوه چاودنه وشوه. له هغې وروسته د افغان محصلینو ژوند تریخ شوی دی. بېځایه پوښتنې او ځورونې یې پیل شوی دي. ترټولو د اندېښنې وړ ټکی دادی چې اوس یې له هنده وتلو ته اړ باسې. مخکې یې هم څوځله افغان محصلین له هنده وشړل او دا دی دا ځل یې بیا د شپږ نورو نوملړ اعلان کړی دی. هیڅوک نه پوهېږي چې لامل څه دی او د شړل کېدونکو محصلينو ګناه څه ده. ان پخپله همدا محصلین چې پولیسو ورڅخه پوښتنې کړې دي او اوس یې له هنده اړوې هم په خپله ګنا نه دې خبر. د دیرشو نورو افغان محصلینو د اړولو ګونګسی هم خپرې دي. نوموړی وايي ((ټول وارخطا دي.))

که تاسو په هندوستان کې افغان محصل ياست، خپل غږ دلته د ولس سره شريک کړئ. ټول افغان هڅه کوي چې ستاسو غږ افغان چارواکو ته ورسوي.