د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر پخپله په بمبيي کې د کونسل د لرې کولو او ورسره د تحقيق کولو امر کړی دی

عبدالله کريمي 30.10.2010 14:02

مردان علي د ناکامه چارواکو او د اړيکو ښه کولو پر ځای د اوبو خړولو يوه ښه نمونه ده چې کلونه یې په بهرنيو چارو وزارت کې  هېواد سرچينې ضايع کړي دي.

په دولت کې لوړپوړو چارواکو ټول افغان د دې خبرې پخلی کړی دی چې ولسمشر په بمبيي کې د افغان کونسل مردان علي قاسمي د ګوښه کولو امر کړی دی او په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت په رسمي توګه مردان علي له دندې لرې کړی دی. چارواکي دا هم وايي چې ولسمشر مردان علي قاسمي سره د تحقیق کولو امر کړی ځکه چې په دنده ترسره کولو کې پاتې راغلی دی او د افغان محصلينو سره یې زياتی کړی دی.

مردان علي قاسمي د محصلينو له خوا تورن شوی و چې هندوستاني پوليسو او استخباراتو ته د لايقه افغان محصلينو په اړه د درواغو دسيسې جوړوي او د هغوی پرځای د خپل توکم هزاره محصلينو ته امتيازات اخلي.

ټول افغان ويبپاڼې په محصلينو د ناروا او ظلم په اړه غږ پورته کړ چې په پايله کې افغان چارواکو په عاجله توګه مثبت ګامونه واخيستل او په ۴۸ ساعتونو کې یې هنىوستان پوه کړ چې د محصلينو د شړلو لړۍ بايد ودروي. هندوستان په عاجله توګه اقدام وکړ او اوس د محصلينو د شړلو او زورولو لړۍ ودرېدلې ده.

خو افغان دولت د محصلينو د ستونزې په حلولو بسيا ونکړه او په دې ناورين کې یې د څېړنې او ملامته چارواکو ته د سزا ورکولو هوډ وکړ. په دې موخه یې هندوستان ته يو پلاوی لېږلی دی چې د افغانستان د استازو سره تحقيق وکړي چې په دې لړ کې به مردان علي قاسمي سره هم تحقيق کېږي.

اوس نو رسما د دې پخلی شوی دی چې مردان علي قاسمي له دندې ګوښه شوی او کابل ته غوښتل شوی دی. کابل ته په رسېدو به هم ورسره تحقيق کېږي چې ولې یې د خپل هېواد د محصلينو په حق کې تقصير او ناروا کړې ده.

چارواکي ټول افغان ته وايي چې ولسمشر د محصلينو په زورولو سخت خواشينی شوی دی او ويلي یې دي چې هر چېرته د محصلينو سره ديپلوماتان تقصير کوي بايد له دندو ګوښه او محاکمه کړای شي. چارواکي وايي چې ولسمشر په هندوستان، ترکيه، مصر، پاکستان او نورو هېوادونو کې زده کړيآلانو ته ډېر هيله مند دی چې د افغانستان په راتلونکې کې مهم رول ولوبوي او د افغانستان د کانونو د راويستلو او اقتصاد په پياوړي کولو د هغه لسګونه زره کسانو تشه ډکه کړي چې ورته په راتلونکو څو کالو کې اړتيا ده.

ټول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په هېوادوالو غږ کوي چې که چېرته له افغاني نمايندګيو (سفارتونو، کونسلګريو، سوداګريزو نمايندګيو) شکايت لري او له کاره یې خوښ نه وي د ثبوتونو سره ټول افغان سره اړيکي ټينګي کړي او د افغانستان په نمايندګيو کې د ظلم، تبعيض، او غير مسلکي کارونو او فساد په مخنيوۍ کې د ګران هېواد سره مرسته وکړي.