د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له نيمروز څخه ولسي جرګې ته ايرانۍ غړيتوب ترلاسه کړی دی (د اسنادو سره)

عبدالله کريمي 23.10.2010 14:04

له نيمروز ولايت څخه ولسي جرګې ته يوه ايرانۍ مېرمن لاره موندلې ده. د ولسي جرګې دا غړې فرشته اميني ده چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د لومړيو پايلو له مخې په نيمروز کې په دويم نمبر راغلې ده او ۳۳۶۹ رايې یې اخيستي دي.

ټول افغان د فرشته اميني د ايراني تابعيت اسناد ترلاسه کړي دي چې پورته یې انځور خپور شوی دی. د نوموړې ايرانۍ د تابعيت په تذکره کې راغلي دي چې فرشته سجايي نومېږي او د حسين علي لور ده.

د فرشته سجايي (چې ولسي جرګې ته د فرشته اميني په نوم کانديده وه او لاره یې موندلې ده) په ايرانۍ تذکره کې راغلي دي چې نوموړې په ۱۳۵۳ کال کې زېږېدلې ده او په ايران کې یې د ثبت نمره (۶۱۱-۹۶۳۴۰۹-۲) ده.

د فرشته سجايي (اميني) د تذکرې کاپي لپاره دلته ټک ورکړئ

په دې اړه د حنان حبيبزي ليکنه دلته ولولئ.

دا معلومات نشته چې ولسي جرګې ته نورو څومره ايراني تبعه کانديدانو لاره موندلې ده خو د افغانستان غوندې هېواد کې چې د ټاکنو کميسيون یې بې کفايته او د متعصبو کړيو په لاس کې وي دا شونې ده چې له درغليو سره سره په ولسي جرګه کې بهرني تبعه غړي او جاسوسان خورا زيات وي.

ايران په افغانستان کې خورا دخيل هېواد دی او د طالبانو د پرزولو په پايله کې یې له بله هر هېواد ډېره ګټه اخيستونکی هېواد دی. ايران په افغانستان کې له کولتوري يرغل برسېره دا مهال څو ګوندونه هم ملاتړي کوي او د شنونکو په باور یې په تېرو ټاکنو کې په لسګونو نوماندانو ته د کمپاين لپاره پيسې ورکړې وې.

ايران ته ډېر شمېر دولتي چارواکي په دوامداره توګه کار کوي او له کبله یې څوک په افغانستان کې په ايران د نيوکو فرصت هم نه شي ترلاسه کولای او که څوک پرې نيوکې وکړي نو بيا په يو نه يو ډول د هغه د چپولو کوښښ کېږي.

په دې لړ کې د نيمروز په نامه تلويزيون هم په کابل کې د وزيرانو د شورا په پرېکړه بند کړای شو ځکه چې په افغانستان کې یې د ايران ورانکاري او لاسوهنې رسوا کولې.

ايران د کابل په شمول د هېواد په بېلابېلو هېوادونو کې ښوونيز مرکزونه او پوهنتونونه جوړ کړي دي او فرهنګي او فکري يرغل یې د سياسي او پوځي يرغل سره اوږه په اوږه روان دی.

اوس پوښتنه دا ده چې د دې اسنادو له خپرېدو وروسته به په افغان دولت کې داسې په هېواد ميين څوک غيرتي وي چې په دې موضوع کې څېړنه پرانېزي او که دا موضوع به هم د ايران اجنټان پټه او غلې کړي او پرې به نږدي چې د ايران دا روښانه افغان دښمنه او افغانستان ورانونکي پروژه ودرېږي.

د دې ډېر کم امکان دی چې په افغانستان کې څوک د ايران په مقابل کې ودرېږي ځکه ايران په افغانستان کې دومره نفوذ کړی دی او دومره جاسوسان لري چې څوک یې په مخ کې د ودرېدو توان نه لري.

امريکايانو هم د روم په غونډه کې د دې مياشتې په سره کې ومنله چې ايران په افغانستان کې ګټې لري او دوی پرې اعتراف کوي.