د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په بمبيي کې د کونسل مردان علي د ګوښه کېدو مکتوب صادر شوی دی

عبدالله کريمي 25.10.2010 23:24

ټول افغان ته باوري سرچينو ويلي دي چې په بمبيي کې متعصب کونسل مردان علي قاسمي له دندې ګوښه کړای شوی دی او په دې اړه له بهرنيو چارو وزارت څخه يو مکتوب هم صادر شوی او نوموړي ته رسېدلی دی.

سرچينه وايي چې مردان علي په دې ورځو کې وارخطا دی او هغه متعصب کسان چې نوموړي له ځانه سره په بمبيي کې مقرر کړي دي هم وارخطا دي.

تر اوسه کومې رسمي سرچينې د مردان علي ګوښه کېدل نه دي تاييد کړي خو باوري سرچينې ټول افغان ته د دې خبرې پخلی کړی دی. سرچينه وايي چې مردان علي ځکه د ګوښه کېدو خبر پټوي چې اوس هم کوښښ کوي په ولسمشر کرزي له بېلا بېلو خواوو څخه فشار وارد کړي او ځان پرې په دنده کې پاتې کړي.

د مردان علي قاسمي د کړو وړو په اړه تازه معلومات وايي چې نوموړی د هندوستان پښتنو سره هم ډېر بد چلند کوي. سرچينه وايي چې  هغه پښتانه چې په هند کې زېږېدلي دي او پښتو وایي، په اسانۍ ترې ویزه نشي اخستلای، ((هغوی ورته وایی چې دادې مونږ درسره په پښتو ژبه خبری کوو، دی ورته وایی چې نه تاسې هندوان یاستئ)).

په مردان علي تور و چې د محصلينو شیطاني یې کوله، له خپل توکم (هزاره ګانو) پرته نورو افغانانو سره یې تبعیض او ظلم کاوه، د شړل شوو افغان محصلينو پر ځای به یې د هندوستان تعليمي ادارو ته هزاره ګان معرفي کول، د ولسمشر کرزي پسې د هندوستان او افغانستان د روابطو د خرابولو په موخه تبليغات کول، او هندوستاني پښتنو سره یې بدل چلند کاوه.

د مردان علي د بد اخلاقۍ په اړه هم ټول افغان ته رپوټونوه رارسېدلي دي چې له کره کېدو وروسته به خپاره شي.

د يادونې ده چې دا مهال په نوي ډيلي کې د بهرنيو چارو د وزارت يو پلاوی شتون لري چې د محصلينو سره د ظلم او ناروا د رسوايۍ په اړه تحقيقات کوي او په دې لړ کې به د سفارت د چارواکو، مردان علي او محصلينو سره ګوري او څېړه به کوي چې د افغانستان او هندوستان د اړيکو خرابولو او لايقه محصلينو د مستقبل د تباه کولو کوښښ چا کاوه.