د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډاکتر فاروق وژنه په سيمه کې د رڼا وژنه

عبدالله کريمي 09.10.2010 15:17

زما په نوم باندې چې هر څومره سياهي ومږې
د شب پرستو په افسون به رڼا توره نه شي
يه په حال مسته ، درخشانه مستقبل زما دی
سپوږمۍ که تندر کې راګيره شي څه نوره نه شي

قلندر مومند

تېره اونۍ نامعلوم وسلوال په مردان کې د ډاکتر محمد فاروق خان کلينيک ته ورننوتل او په ډزو یې شهيد کړ. د ده يو بل ملګري چې د ده د ساتنې هڅه وکړه هم ورسره شهيد کړای شو. د علماو د وژنې په سلسله کې دا يوه بله هڅه ده چې د افغان په خاوره د عقل او پوهې د رڼا د ډېوې د مړې کولو هڅه کوي. په لرو بر وطن کې نن بس يو څوک ژوند کولای شي: څوک چې استخباراتي کړيو کار کوي او تياره یې خوښېږي. که د دوی خلاف هر څوک څه ووايي نو هغه وژل کېږي. ډاکتر فاروق هم افغان ته د رڼا د راوستلو او سباوون ته د رسولو لوړه بيه ورکړه او سر یې نذرانه کړ.

ډاکتر فاروق د افغان د خاورې دښمنانو ځکه ژوندی نه پرېښودو چې ډاکتر فاروق نه يواځې ستر مذهبي عالم و بلکه ورسره د روحي رنځونو ډاکتر هم و. همدا لامل و چې نوموړی د ځانمرګو بريدونو مخالف و او په خپلو ليکنو او ويناو کې به یې تل روښانه اندونه ورکول او ټولې هغه هڅې به یې غندلې چې ټولنه ورانوي او يا د تيارو خواوو ته وړي. همدا لامل و چې نوموړی د پاکستان د جماعت اسلامي څخه هغه وخت وويستل شو چې يو کتاب یې وليکه.

ډاکتر فاروق په سوات کې د نوې جوړيدونکي اسلامي پوهنتون مرستيال مشر هم و او ډېر هيله مند و چې په سوات کې د رڼا دا مرکز فعاله کړي. خو داسې ښکاري چې په تيارو کې اموخته مخ پټي دښمنان د رڼا له دې مرکزه ويرېدل. بې منطقو خلکو سره د شهيد ډاکتر فاروق د ځواب لپاره څه نه و. استخباراتي کړۍ ويرېدلې چې که ډاکتر فاروق ژوندی وي نو بيا به سباوون راشي او دوی به نور تياره ونه لري چې د افغان شمتنۍ په کې لوټ او افغان د افغان خلاف وجنګوي.

په پښتونخوا کې یې له ډاکتر فاروق څخه مخکې مولوي حسن جان شهيد کړ. حسن جان چې د استخباراتي کړيو د تمې خلاف ځانمرګي بريدونه حرام وبلل، په چل یې له کوره راوويست او شهيد یې کړ. دا غدر د مولانا سرفراز نعيمي سره هم وشو. په افغانستان کې هم په دوامداره توګه هغه علما چې استخباراتي کړيو ته غاړه نه ږدي او د وطن په غم غمژن دي وژل کېږي.

ډاکتر فاروق که دښمنانو له موږ واخيست، فکر يې پاتې دی او دښمن دې پوه شي چې د وطن نور بچي هم چمتو دي چې سر تر نذرانه کړي. ډاکتر فاروق کتابونه پرېښي دي نسلونه نسلونه افغانان به یې لولي، د ډاکتر شهيد به قدرداني کوي او په وژونکو به یې توکاڼې تو کوي.

په صوابې کې زېږدېلي ډاکتر فاروق ډېر مقالې ليکلي او تلويزيوني پروګرامونو کې یې برخه اخيستې ده. پرې دې برسېره یې دا کتابونه هم ليکلي دي:

جهاد، قتال اور اسلام (اردو)
اسلام کيا هی (اردو)
اسلام او ښځه (اردو او انګليسي)
غرب سره ډيالوګ (انګلیسي)
د کشمير مساله (انګليسي)
يوويشتمه پېړۍ او پاکستان (اردو)
د نوي فکر پوښتنې او د اسلام ځوابونه (اردو)
حدود او قصاص او د دين ارډيننس تنقيدي جايزه (اردو)

د شهيد ډاکتر په باور اسلامي هېوادونه بايد د پرمختګ لپاره د ډيموکراسۍ کولتور عام کړي چې ستونزې او لانجې په سولييزه توګه حل کړي او د ساينس او ټيکنالوجۍ په برخو کې مهم پرمختګونه رامنځ ته کړي. ډاکتر په دې باور و چې ټولنه بايد د انسانانو ترمنځ په برابرۍ، انصاف، صداقت، اهل کار ته د کار سپارل، د قانوني پلي کول، پرمختللو زده کړو، او ولس ته په روغتيايي او نورو مهمو خدماتو وړاندې کولو ولاړه وي.

د دا ډول پرمختللې افغاني ټولنې تصور خو دښمنان نه شي زغملی. دا رڼا خو دښمنان زموږ په سيمه کې نه شي لیدلای.


ډاکتر فاروق له شهادت څخه وروسته.