د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ولسمشر کرزی د احدي له خوا وړانديز شوي پښتانه رد کړل

عبدالله کريمي 24.10.2010 22:48

مشهوره ده چې د ولسمشر حامد کرزي په رژيم کې واک لکه د کېک ويشل شوی دی. هرې ډلې ته چې کومه برخه رسېدلې پخپله یې خوري او د ولس غم له چا سره نشته دی. خو د ولسمشر چلند بيا ښيي چې دا کيک هر سړی خوړی شي خو پښتانه یې نه شي خوړلی.

په هر وزارت کې معينان وي. که کوم وزارت نسبتا مخلص کس ته ورکړل شوی وي نو معينتونه بيا په جنګسالارانو ويشل شوي وي. معين بيا هېواد او نظام ته مخلص نه وي بلکه خپل جنګسالار، ډاکه مار، او هغه بهرنی هېواد چې دی په کرزي تپلی (په دقيق عبارت کرزي ورسره منلی) هغوی ته مخلص وي.

په دې لړ کې تېره اونۍ انورالحق احدي - چې اوس د سوداګرۍ وزير دی - ولسمشر کرزي ته د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې شپږ کسان د مقررۍ لپاره معرفي کړل. د ولسمشر د اقتصادي چارو د کميسيون له خوا شپږه واړه اداره امور ته وروپېژندل شول.

له دې مخکې ولسمشر کرزي د احدي سره د شپږو واړو کسانو مقررېدل ومنل، خو ولسمشر کله لوظ لري! په اداره امور کې صادق مدبر چې يو متعصب هزاره دی شپږ واړه نومونه ولسمشر کرزي ته يووړل، بېرته چې راووت دوه کسان منل شوي وو، او څلور کسان رد شوي وو.

منل شوي دوه کسان هزاره ګان او رد شوي څلور واړه پښتانه وو. صادق مدبر چې ويل کېږي د ايران جاسوس دی وتوانېد چې په ولسمشر کرزي خپل شيعه هزاره ګان ومني او پښتانه پرې رد کړي.

د تعصب له موضوع پرته ولسمشر کرزی خپل يو پښتون وزير ته دومره واک نه ورکوي چې خپل مامور مقرر کړي خو د متعصبو کړيو، جنګسالارانو او جاسوسانو مامورين یې چې مقرر کړي دي هغوی ته یې بيا له وزيرانو ډېر واک ورکړی دی.

همدې ولسمشر تېر ځل هم انورالحق احدي مجبوره کړ چې د يو معين (شهراني) له کبله د ماليې له وزارته استعفا ورکړي.

ولسمشر سره چې څوک کار کوي بايد د هغه په شان بې غيرته شي، ځکه زمري ورسره ګوذاره نه شي کولای.

د ولسمشر کرزي او د ورسره متعصب چارواکي پښتانه مجبوروي چې د مخالفو وسلوالو سره يو ځای شي او خپل حق د ټوپک په شپېلۍ وغواړي. کېدای شي همدا لامل وي چې د دولت مخالف وسلوال ورځ په ورځ پياوړې کېږي او د دولت واک کمزوری کېږي او د واک ساحه یې کمزورې کېږي.

سړی چې پښتنو سره د ولسمشر حامد کرزي دښمنۍ ته وګوري نو ورسره پوښتنه پيدا کېږي چې د پښتنو په ځپلو کې د کرزي ګټه څه ده!