د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پوليس: له هندوستان څخه د افغان محصلينو شړل ودرول شول

خبري څانګه 13.10.2010 20:50

د رياض سادات لخوا د فيس بوک په پاڼه د مننې خپور شوی ليک

د هندوستان په پوني ښار کې پوليسو افغان محصلينو ته ويلي دي چې د دوی د شړلو لړۍ یې نوره ودرولې ده. د هندوستان پوليسو اعتراف کړی دی چې د محصلينو په اړه ورته د دوی سرچينو غلط معلومات ورکړي دي خو نه وايي چې د دوی سرچينې څوک دي چې د افغان محصلينو په اړه ورته له تعصب او کينې په اساس لايقه محصلين ښودل کېږي او له هندوستان څخه شړل کېږي.

د هندوستان حکومت او په کابل کې د هندوستان سفارت افغان حکومت ته ژمنه کړې وه چې تر نن ماښامه پورې به ورته د خپل رد عمل پوره راپور ورکړي.

افغان محصلين ننه خورا خوښ وو چې د رسنيو او په افغانستان کې د چارواکو او ملي شخصيتونو فشارونه او هڅو مثبته نتيجه ورکړه او په پايله کې د هندوستان مقاماتو د عقل غږ ته غوږ ونيوه او د محصلينو د شړلو لړۍ یې ودروله.

نن پوليسو افغان محصل محد رياض سادات ورغوښتی و او ورته یې ويلي دي چې پاسپورت او نور اړين اسناد یې به ورته زر وروسپاري. هندوستاني پوليسو له محصلينو بښنه غوښتې ده چې د ناسمو معلوماتو په اساس یې دوی وزورول او ورته یې له هندوستان څخه د شړلو وويل.

رياض سادات وايي چې په ده شپږ تورونه و چې مهم یې پاکستان ته ټيلي فون کول، د ((چينه مجله)) چاپول او په کې د هندوستان خلاف ليکنې کول، او سږه کال د افغانستان د سفر په مهال د پاسپورت بدلول شامل وو.

دا ټول ډېر خندونکي تورونه په دې دي چې د ډېرو محصلينو کورنۍ يا په پاکستان کې اوسېږي او يا هلته خپلوان لري، افغان محصلينو په ((چينه)) مجله کې د هندوستان په اړه مثبتې ليکنې کړي دي او دومره څېړنه یې هم نه ده کړې چې رياض سادات په تېرو څلورو کلونو کې پاسپورت نه دی بدل کړی. د يادونې ده چې د رياض سادات پاسپورت پنځلس ورځې کېږي چې د هندوستاني پوليسو سره بند دی خو دومره یې هم نه دی کتلی چې ايا دا پاسپورت بدل شوی او که پخوانی دی.

رياض سادات ټول افغان ته وويل چې ټول شپږ تورونه یې ورته په کم وخت کې ناسم ثابت کړل. رياض زياتوي چې خوښ دی چې سبقونو ته به دوام ورکړي. نوموړی وايي چې ((اوس به دوی هم پوه شوي وي چې لا افغانان دومره ړانده او کاڼه نه دي، یو  څوک پکې د کار شته چی ددوی غم وخوري))

رياض سادات ټول افغان ته وويل چې دی د افغان چارواکو، ملي شخصيتونو، ملګرو زده کړيالانو او رسنيو ځانګړې مننه کوي چې د دوی په ستونزو یې رڼا واچوله. نوموړي د ټول افغان او شمشاد تلويزيون او نورو ملي رسنيو څخه څانګړې مننه وکړه. د يادونې ده چې شمشاد تلويزيون څو ورځې سر په سر په هندوستان کې د افغان محصلينو په ستونزو پروګرامونه وکړل او د افغانستان ګوټ ګوټ کې چارواکي له دې ستونزو خبر کړل.

زده کړيال محمد رياض سادات وايي چې نن سهار ورته افغان ليکوال اسماعيل يون هم ټيلي فون کړی او ورته یې ډاډ ورکړی و چې افغان چارواکو د هندوستاني مقاماتو سره خبرې کړي دي او له هندوستان څخه یې څوک نه شي ويستلای. نوموړی وايي چې په تېرو څو ورځو کې ورته د ولسمشر کرزي مشاور زلمي هېوادمل او په هندوستان کې افغان سفير هم ټيلي فونونه کړي و چې په ستونزه یې ځانونه پوه کړي.

د رياض سادات کورنۍ هم د يو برېښليک په ترڅ کې چې ټول افغان ته یې کاپي رسېدلې ويلي دي چې نوموړی ((به له هندوستان څخه نه شړل کېږي او د ماسترۍ زده کړو ته به دوام ورکوي.)) د ريا ض کورنۍ وايي چې ((ستاسو د کوښښونو او مهربانيو مننه کوو چې  ستاسو پيغامونه د دې لامل شو چې يو انقلاب یې راووست او نه يواځې د رياض سادات د شړلو د مخينوي هڅې یې پياوړې کړې، بلکه په هندوستان کې یې د نورو افغان زده کونکو د شړلو مخه هم ونيوله.))

په کابل کې يو شمېر ملي شخصيتونو هم په بېړه په کابل کې د هندوستان سفارت او په هندوستان کې دافغان سفارت سره اړيکې ونيولې او د ستونزو په حل کې یې خورا زحمت وګاله، د دې شخصيتونو په جمله کې ټول افغان لږ تر لږه د ليکوال اسماعيل يون او ډاکتر اشرف غني احمدزي له هڅو خبر دی.

د يادونې ده چې تر دې مهاله يو شمېر افغان محصلين شړل شوي هم دي او معلومات نشته چې د دوی د برخليک په اړه به څه کېږي. دا لا روښانه نه ده چې دوی ته به بېرته حق ورکړل شي چې خپلو زده کړو لپاره هندوستان ته ستانه شي او که څنګه.

د زده کړيالانو د شړلو لړۍ که له يوې خوا زده کړيالانو ته ستر زېری دی، له بله پلوه د ډېرو په باور د ملي رسنيو زياتېدونکی اغېزه په ګوته کوي.

د يادونې ده چې نن په پوني کې پوليسو افغان محصلينو ته ويلي دي چې د ((چينه)) په نامه مجلې چاپولو ته دې دوام ورکړي. دا مجله هندوستاني پوليسو د افغان محصلينو په ضد د دليل په توګه د دوی په دوسيه کې ايښې وه. پوليس وايي چې دوی ته د دې مجلې محتويات چې په کې د هندوستان او افغانسستان ترمنځ په کې په ښو اړيکو ټينګار شوی و او د هندوستان په اړه په کې ښه مطالب راغلي وو  سرچپه ژباړل شوي و. د تورنو محصلينو د سمې ژباړې وروسته پوليس په خپله غلطۍ پوه شوي دي.

معلومه نه ده چې پوليسو ته ناسم معلومات چا ورکړي دي او دا غلطې ژباړې ورته چا کړي دي. د هندوستان پوليس خپلې سرچينې نه ښايي خو داسې ښکاري چې ورسره د سخت چلند کولو هوډ لري.

د يادونې ده چې يو شمېر متعصبه او ستمي حلقو سره تړلو او د افغانستان په مصرف او بورسونو تللو کسانو په پوني ښار کې مخکې هم د ((چينه)) مجلې د بندولو هڅې کړې وې.

ټول افغان به په راتلونکو ورځو کې د دې څېړنه کوي چې دا کسان ومومي چې د افغان محصلينو شيطاني ګانې کوي او زده کړو کولو ته یې نه پرېږدي.

ازاد ژورناليست ايمل يوسفزی چې په هندوستان کې زده کړې کړي دي او موده مخکې هېواد ته راستون شوی دی نن د شمشاد تلويزيون په ((تاوده بحثونه)) پروګرام کې وويل چې په هندوستان کې سفارت او په بمبيي کې کونسلګري د افغان محصلينو ترمنځ اختلافاتو حل کولو هڅه نه ده کړې. نوموړی وايي چې په هندوستان کې د افغانستان په استازو کې دوه ډوله ستونزې دي: يو یې تخنيکي او بل یې سياسي دي. د تخنيکي ستونزو په اړه نوموړي وويل چې افغان حکومت هلته داسې خلک ګمارلي دي چې په انګليسي هم نه پوهېږي او د هندوستان له وضعيته خبر نه دي. چې د محصلينو د ستونزو په حل کې هم مرسته نه شي کولای.