د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپونې په ښار، هندوستان کې دافغان محیلنو مشکلات

Ahmad zubair Mahak 10.10.2010 13:21

له څه مودې راهیسې د هندوستان د پونې په ښار کې له مېشتو افغان محصلینو سره ډیر ظلم او زیاتی شروع شویدی. پولیس بې له کومې ستونزې محصلین ورغواړي، تحقیروي یې، پوښتنې ګروېږنې ځنې کوي او آن له هندوستانه یې وتلو ته اړ کوي.
غیر له دې چې کوم ثبوت ورباندې ولري، خو بس یو څوک شیطاني وکړي او پولیس بیا یې زور له افغان محصلینو باسي.
په تیرو دوو کلونو کې په لسګونو محصلین له هندوستانه وتلو ته اړ کړل شوي دي. د پونا په ښار کې یې ښه نمونه یې محمد ریاض سادات دی، له تیرو څو کلونو راهیسې یې خپلې زده کړې کولې، په هر کال کې یې په نړیوالو محصلینو کې تر ټولو لوړې نمرې اخیستې او د همدې لیاقت په اساس ورته د کال د غوره بهرني محصل جایزه ورکړل شوه او ددې په څنګ کې ورته د ماسترۍ بورس هم ډالۍ شو. دی د خپلې ماسترۍ د لومړي سمستر په ازموینو بوخت و چې د هند پولیسو له خوا ورته د (ډیپورټ) خبر ورکړل شو. دا په داسې حال کې ده چې د جرم ثبوت خو لا پریږده، هغه جرم هم ورته نه وایی. دلیل نشته، بس په همدې اونۍ کې د هند خاوره پریږده.
زه تاسو د رسنیو خاوندانو څخه هیله کوم چې لطفاً دا موضوع په خپلو خبرونو کې راواخلئ او د افغان او هندي چارواکو سره په دې هکله مرکې وکړئ. د ستونزې جرړه راوباسئ تر څو نور محصلین ددغسې پېښو ښکار ونه ګرځي. د یادونې وړ ده چې ریاض سادات په هیڅ کوم سازمان پورې اړه نه لري، او په خپل ولس، ژبې او خاورې مین شخص دی. د نوموړې په دغې ورپېښې ستونزې باندې په پونا کې نږدی 1500 افغان محصلین د ازموینو په شپو کې د مظاهرې ګواښونه کوي او د دولت څخه جدي غوښتنه کوي چې د ستونزی حل راوباسي. تر څو په راتلونکي کې دغسې پیښې تکرار نه شي.
د لا زیاتو مالوماتو له لپاره په پونا کې د افغان محصل محمد آصف هاشمي سره په دې شمېره (00919762501408) اړیکه نیولای شئ.