د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له هندوستان څخه د ځينو ويستل شوو افغان زده کونکو ليست

خبري څانګه 12.10.2010 22:09

ټول افغان ته په هندوستان کې باوري سرچينو دا لاندې کسان ښودلي دي چې د هندوستان پوليسو او استخباراتو د شيطانۍ او بې له کومې دقيقې څېړنې څخه په ډېره بې انصافۍ افغان محصلين يا ويستلي دي او يا یې هم د ويستلو خبر ورکړی دی. البته دا ليست يواځې د پوني ښار څخه د ويستل شوو افغان محصلينو دی او ټول افغان د نورو ښارونو څخه د ويستل شوو افغان محصلين په اړه معلومات نه لري. که له نورو ښارونو ورته معلومات ورسېږي نو خپاره به یې کړي.

د هغه کسانو لیست چې ددې کال په جریان کې د پوني څخه ډیپورټ شوي دي:

1.       عمرالدین پونا کې په سینهګاډ کالج کې د (BBA) پوهنځي د  اخري کال او اخري سمستر محصل و. له هندوستان څخه یې د ويستلو لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.

2.       عبیدالله. په پونا کې په اعظم کمپس کې د (BCA) پوهنځي د اخري کال د پنڅم سمستر محصل . له هندوستان څخه یې د ويستلو لامل لا تر اوسه روښانه نه دی.

3.       شفیع الله په پونا کې په واډیا کالج کې د (B.A) پوهنځي د اخري کال محصل و. ده ته هم ویل شوي وو چی د موضوع په اړه به ورته په الوتکه کې وويل شي، خو هلته هم ورته و نه ویل شول او په راتلونکې ورځ یې په ورځپاڼه کې خبر راغی چې د پاکستان او القاعده سره یې اړیکې لرلې.

4.        مصطفی . په پونا کې په واډیا کالج کې د (B.COM) محصل ؤ، د فراغت نه څو ورځې وروسته ‌ډیپورټ شو، بله ورځ یې په ورځپاڼه کې خبر راغی چې د شفیع الله سره یی نږدې اړیکې لرلې، په داسی حال کې چې دوی دواړه یو بل نه پیژندل او نه یې یو بل سره لیدلي وو.

د هغه کسانو ليست چې دا مهال ورته له هندوستان څخه  وتلو ويل شوي دي:

۱. محمد رياض سادات: د ماسترۍ د لومړی سمستر ازموینې یې روانې دي. د ويستلو لامل یې معلوم نه دی خو بايد د اکتوبر تر ۱۵مه پورې بايد له هندوستان څخه ووځي. 

۲. قیس شینورای،

۳. عبدالرحیم

۴. عبدالعظیم

پورته دې واړو ته له هنوستان څخه د وتلو ويل شوي و. پنځه میاشتې یې پاسپورتونه د پولیسو سره وو خو محصلين وايي چې د افغان لوړپوړو چارواکو له خوا د فشار په پايله کې د هغوی د ډیپورټ موضوع کنسل شوه. 

۵. فهیم سادات

۶. فیض افغان

پورته دواړو ته له هندوستان څخه د وتلو ويل شوي دي او د پوني پوليسو ترې پوښتنې ګروينې کړي دي.

د محصلينو په منځ کې اوازې دي چې په پونا کې دېرشو نورو افغان محصلينو ته له هندوستان څخه د وتلو ويل شوي دي.

که لوستونکو ته نور محصلين معلوم وي نو ټول افغان سره دې نومونه شريک کړو چې چارواکي ترې خبر شي.

اخرني خبرونه وايي چې په هندوستان کې افغان سفارت د فشارونو په پايله کې لږ تر لږه د محمد رياض سادات سره اړيکي نيولي دي. محمد رياض سادات ټول افغان ته وويل چې د ازموينو په منځ کې دی او خورا اندېښمن دی. تېر څو ورځې یې په دې کې تېرې کړې چې کله به پوليسو ته ورتللو او کله به د پوهنتون ادارې ته، نوموړی وايي چې نه پوهېږي چې څه وکړي.