د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خواجه شوی رسان ولي (رح)!!!

ډاکټر محسن هوتک 17.09.2011 23:22

کيسه رښتيا ده!!
د هغه زيارت په اړه مو خبروم چې نږدې ډيرۍ لوستي او نالوستي زيارت کوونکي به مشرک کاندي!!
دا هم د درې لسيزو د جګړو برکت دی! يوه ورځ د کوڅې بر سر کې راکټ ولګيد د کوڅې څو تنه ماشومان ټپيان او يو ځوان شهيد شو!!! د شهيد جسد خپلې پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو او کوڅه کې د دغه ځوان د شهادت پر ځای يعنې پر پاتې شوو وينو يې د افغاني ناسم خو منل شوي دود پر بنسټ يو ياد ګاري څلی چې وروسته ترې اوسپنيزه کټاره چاپيره او د زيارت بڼه يې خپله کړه جوړ شو!! څه موده وروسته يو څڼه ور مينجاور کچکول په غاړه پيدا شو او ځان يې ښه صوفي معرفي کړ! نه به له چا سره غږيده او نه يې چاته تمه لرله!! ډير وخت لا تير نه و چې کوڅه کې آوازه شوه او د کوڅې خلکو دغه نوم (خواجه شوی رسان ولي!!!) واورېد، نوم نه و په مجردو ځوانانو او پيغلو سم زيرۍ و!!! دغې کوڅه کې به هره چارشنبه سم اختر جوړ و د پښې ايښودو ځای به نه و! يوې مور به خپل مجرد ځوی ته ښځه غوښته او ويل به يې؛ خوجه صيب که ستا په برکت مې د ځوی بخت خلاص شو نو غټ نذر مې په غاړه اخيستۍ او په زاريو به يې ژړل چې يا خوجه صيب زه به نذر ورکوم، دا به کوم او هاغه به کوم .....بلې بې وزلې او له دينه نا خبرې مور به د زيارت چنډې ښکلولې او په پټو سترګو به يې دعاګانې کولې؛ يا خواجه صيب بزرګ بخت دخترمه خلاص کو!!! ما تره واسطه کديم!! اګه بخت دخترم خلاص شد نذر ميتم!!! دا لړۍ روانه وه او د ښځو خو عادت وي چې له يوې بلې سره که په موټر کې وي او که په بازار کې په لنډ وخت کې پيژندګلوي کوي، دوه ميندې به سره جلا کيناستې او مجلس به تر يوه، دوه ساته اوږ د شو په خندا خندا به هرې مور خپله کيسه پيل کړه يوې به ځوی يادوه بلې به لور!!! بيا به سره د کورونو نښې او ادرسونه ورکړل شول، معمولاْ هغې مور چې د لور د بخت خلاصيدو پسې راوتې وه لور به يې هم ورسره وه او د هلک مور به دغه پيغله تر سترګو لاندې کړه! رابطه به سره جوړه شوه، په دويمه چارشنبه به دغه دوه ميندې په خپلو کې خورلڼې شوې په دريمې او څلورمې چارشنبې به د يوې بل کورونو ته لاړې او تګ راتګ ته به د ريبارۍ رنګ واخيست!!! د دغو دوو بختونه به د ميندو د ښه کميونيکشن له وجې خلاص شول!!! خو نوم به د خوجه شوی رسان ولي شو!!! او د هغه ټګ خو د خلکو په نبض پوه مينجاور هم سات تير و ډير څه يې ګټل! او د خلکو عقيده به پر خوجه صيب!! لا غښتلې شوه کيسې له هغې ناحيې ټول ښار ته ورسيدې....
درنو لوستونکو!! هيله کوم چې په دغې اړه د خلکو پوهاوی لوړ کړی د هر مسلمان مسوليت دی چې بل ته ولو يوه د لار خبره وي، نو لوی څښتن به ورته اجر ورکړي او ده به خپل مسوليت ادا کړی وي او د زيارتونو او قبرونو په اړه زيارت کوونکي بايد مسنونه دعاګانې زده کړي او د دغه زيارت په اړه هم بايد خلکو ته وويل شي چې د خوجه شوی رسان ولي زيارت د اړيکې نقطه او يا په ساده ژبه د دوو ميندو د مخامخ کيدو ځای دی چې هلته د دواړو درد سره شريک دی او خپلو کې سره جوړيږي خو بيا يې خدای هير وي هر څه له خوجه ګڼي، حال دا چې هلته نه خواجه شته او نه بل کوم مړۍ يواځې پر وينو جوړ شوی څلی پاتې دی.
دغه ميندې بيا هر ځای د دغه زيارت په اړه سخت تبليغات کوي او هغو ته چې لور او يا ځوی يې يو ، دوه کاله مجرد پاتې شوي وي مشوره ورکوي او ورته وايي چې تر اوسه خوجه صيب ته نه يې تللې!؟ ورشه خوجه صيب (خدای مې د ترې ځار کړي) ډير رسيدلۍ شخص دی! دريمې چارشنبې ته اړتيا نشته بس په دويمې چارشنبه هر ځوان ته ښځه او هرې پيغلې ته ميړه ورکوي... استغفر الله استغفرالله