د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شهيد ماشوم، لس وچې ډوډۍ

ډاکټر محسن هوتک 16.01.2013 20:45

سهار وختي يې له خوبه راويښ کړ، جومات ته يې ولېږه، هلته ملا صیب ورته سبق ورکړ او ده ګردان کاو، له نورو همزولو سره ناست و، د ملا صیب له لښتې هم وېرېده، هرې خوا یی نه کتل خپله سيپاره يې په وړو لاسونو نېولې وه، له ځان سره ورو ورو لګيا و، ملا صیب چې د ټولو ماشومانو سبقونه خلاص کړل نو غږ يې کړ، شاگردا امروز رخصت استن، فردا از همۀ تان پرسان میکنم، پنجشنبه است! ملا صیب به هره پنجشنبې له ماشومانو ازموینه اخیسته، حارث په وړه خوله ور غږ کړ ملا صیب اگه فردا نیایم؟ ملا صیب ور غبرګه کړه برو کلتان بیاین!
حارث کور ته راغی مور يې وچه ډوډی له چای سره ورکړه، له چای څښلو وروسته يې مور ته مخ وړاو او وېويل" مادر ملا صیب گفت که فردا از کلتان پرسان میکنم، مه خو تا ناوخت اونجه میمانم! مور يې ورته وويل ځويه نن تر ناوخته کار وکړه، دغه ده بوره دې هم دوه ځله وخوړه! بیا سبا سهار اته بجې کار ته لاړ شه. حارث همدا ومنله، خپلې پلاستيکي موزې يې پښو کړې، پشمي خولی يې په سر کړه، غوږونه يې ښه تاو کړل... حارث ښار خو روان شو، موټرو به هم نه پورته کاو ويل به يې کرایه نه میته چی میکنه که شار میره خورد بچه است!؟ تر ښاره به روان و، کله به يې منډه کړه کله به ورو ورو له سړکه يو خوا روان و... د مور خبره يې په غوږ وه چې هر سهار به يې ورته ويل؛ حارث جان فکرت باشه که موتر اوگارت نه کنه، گوشه گوشه بری که نه لخچی، بغیر از خودت خو دیگه کس و کوی ندارم!!!
خو!
 حارث د ښار زړه ته ځان ورساوه او هلته يې خپلې پخوانۍ غريبى ته چې د ښار موټرو ته به يې سورلى پيدا كولې په نارو پيل وكړ... چهار راهی شهید... قلعه فتح الله... یوه موټر ته به یې چې سورلی پوره کړې نو بل ته به یې منډې کړې، د هغه مسیر به بلخوا و، ده به له موټروانه وپوښتل، استاد کجا میري؟ هغه به ادرس وکړ او حارث خوارکي به یو ځل خپل واړه لاسونه خولې ته کړل هغه به يې ګرم کړل بیا به یې نارې کړې ... شاری نو(شهر نو)، کلوله پشته، مارکیت ... بیا به یې بل موټر را ګير کړ، او د حارث نازک غږ به په سړه هوا کې پورته شو... همدا نارې يې وهلې چې نا څاپه درز شو د وړوکي حارث د مور هيلې له خاورو سره خاورې شوې... د حارث واړه واړه اندامونه یو خوا بلخوا پراته وو... نه چا پيژاند او نه دې پيژندلو و...
هو!
حارث نارې وهلې خلک يې چهار راهي شهيد ته خپلو کورنو ته لېږل، هر پلار او مور يې خپلو بچيو ته لېږل... ځکه مور يې ترې لس وچې ډوډی غوښتې وې، ډېرې نه يواځې لس وچې ډوډی!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
او خپله  يې خوب ليدلی و، ملا ته یې هم ويل: اگه فردا نیایم... فردا تر قیامته اوږد شو، نن ماښام چهار راهي شهید خوا لاړ نه شو... ټوټې ټوټې وړوکی جسد يې په روغتون کې پروت ده... خپله شهيد شو!
نور به د حارث وړوکی او معصوم غږ د کابل په آسمان کې انګازې ونه کړي، او له دې وروسته به يې مور خیر ټولوي، ځکه پلار يې تر ده پخوا شهيد کړل شوی و...