د بيان ازادي دى پر معيار ولاړه وي
28.09.2010 00:50داسي ښکاري چې د افغانستان په ځوانه دموکراسۍ کې د نورو ډيرو سترو اشتباهګانو او غلطيو په څير د بيان ازادي هم
له سترو ننګونو سره مخ ده او وخت په وخت د سياسي موخو، شخصي ذوقونو او سليقو قرباني کيږي او پر مخ څپېړې خوري.
په دي لړ کې زياتره هغه رسنئ تر ګواښ لاندى راځي چې حقيقتونه راسپړي او ملي ګټو ته ژمنى وي. زورواکي، بى عدالتي،
او ستم نه تايدوي.
چې ښه بېلګه يي دادى دوو څه نا څه پخوانيو، مشهورو، ملي او ارزښتمنو ويبپاڼو ټول افغان او بينوا ته د بنديدلو ګواښونه دي.
که چېرى په هيواد کې پر رسنيو د څار رښتينې او نا پييلې کميسيون شتون لرلى نو ټول افغان او بينوا به يي د خپلو ښو او وطنپالونکو
خدتونو له امله ستايلې وې او د ځنو نورو هيواد دښمنو،نفاق اچوونکو،او زموږ د ملي او اسلامي کلتورخلاف رسنيو او خپرونو مخه به يي نيولې وى.
هيله لرو ټول افغان او بينوا همداسى د ټول افغان او ملي ګټو په دريځ کى پاته شي، د حق او عدالت اواز،ديووالي او ورورولۍچيغه او داصلاح او سمون ليکنې
د نړۍ په ګوټ ګوټ او ټول افغانستان کې خلکو ته ورسوي.
د بيان ازادي دى پر هغه معيار ولاړه وي چې زموږ د هيواد ملي او اسلامي ارزښتونه خوندي کړي، ملي ګټو، يووالي، د هيواد متوازنى پرمختيا، سولى ، رښتينې دموکراسۍ
د ژورنالېزم اصولو ، انصاف او عدالت ته ژمنه وي ،رسنۍ دى له قومي او ژبني تعصب څخه پاکې او د فرد او زورواک پر ځاى دي دملت او هيوادپه خدمت کې شي.
بينوا ، ټول افغان او نوري ملي او د ستاينې وړ رسنۍ دى د بنديدلو پر ځاى وستايل شي،و دي هڅول شي او د دومره زيات غوره او د درناوي وړ کار او زيار
درناوې دى يي وشي.
په درنښت
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: