رهين ولې ملي ضد ويبپاڼې نه بندوي؟!
27.09.2010 12:37تېره اونۍ په ټول افغان خبر خپور شو چې د رسنیو د څارنې کميسيون چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکاټ کې د وزير مخدوم رهين په مشرۍ رسنۍ ((څاري)) پرېکړه کړې ده چې ټول افغان او بېنوا ويبپاڼې دې بندي شي. خبر تر ډېره حيرانونکی ځکه و چې پخپله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څنګ ته داسې ورځپاڼې، اونيزې او مجلې خپرېږي چې د خلکو ناموسونو برسېره په کې د هېواد ملي وحدت او ځمکنيز يووالي ضد او د قامونو ضد له سپکاوي ډکې ليکنې خپرېږي.
خو دا چې سيد مخدوم رهين د ملی ويبپاڼو سره پخوانۍ عقده لري، او د شورای نظار قوماندان قسيم فهيم - چې د ټوپک په زور یې مارشالي اخيستې ده او مخدوم رهين یې له دې وروسته چې ملت رد کړ نوموړي په خپل زور او فشار په ولسي جرګه کې دويم ځلي د وزارت لپاره بريالی کړ - د ټول افغان او بېنوا په اړه شکايت کړی و، نو د رسنيو کميسيون چې هره شپه د هېواد په ضد په کابل کې د رسنيو خپرونې ګوري ( او بيا وايي چې د رسنيو د څارنې کميسيون دی) بيا بې وسې و چې لويې څارنوالۍ ته د دې ويبپاڼو د بندولو مکتوب ونه لېږي.
که مخدوم رهين او د رسنيو د څارنې کميسيون رښتيا په افغانستان مين وي نو بيا دې مهرباني وکړي لږ غوندې دې ستمي رسنيو ته سر ورښکاره کړي چې دوی د افغانستان په اړه څه ليکي.
د رسنيو د کميسيون یو پښتون غړی عزيزالرحمان ممنون چې د خپلې پرېکړې د سپيناوي کوښښ کوي شمشاد تلويزيون ته بېګا د ويبپاڼو د تړلو په اړه په يو رپوټ کې وويل چې دا کار یې پښتنو سره د تبعيض له مخې نه دی کړی. زه ممنون صيب رابولم چې خپل مسوليت ادا کړي او هغه ستمي ويببپاڼې چې د نوموړي او نيکونو په اړه یې لاندې ټکي ليکي وتړي:
يوه ستمي ويبپاڼه د ممنون صيب د نيکونو او د نوموړي په اړه داسې ليکي: (( واقعیت تلخ اینست که با ظهور قبایل وحشی در صحنه خراسان در سده هژدهم نه تنها هندوستان بدست احمد شاه تاراج، قتل عام و ویران شد، بل جان، مال و ناموس مردم خراسان نیز در امن باقی نه ماند.))
په همدې ليکنه کې ورپسې ليکي: ((واقعیت اینست که ما سه صد سال است به اشکال مختلف توسط قبایل وحشی، تمدن ستیز و جنگ سالار توهین میشویم. اما با این هم طعم تلخ توهین را به این امید تحمل کرده ایم که یک روزی سر انجام پشتونها بجای برتری طلبی روبطرف برادری و برابری خواهند نمود.))
په همدې ليکنه کې ورپسې ليکي چې: ((پشتونها ... برخلاف بیش از هر وقت دیگر آنها در عمق لجنزار تروریسم،قاچاق مواد مخدر، تخریب زیربنای های اقتصادی، فرهنگی و روابط میان اقوام افغانستان ووابستگی به استعمار شرق و غرب غرق شده می روند.))
يوه بله ويبپاڼه په يوه ليکنه کې داسې کاږي: ((سنگ بنای دولت معاصر افغانستان بر اساس نژاد پرستی قبیلوی، خشونت طلبی، وحشت گرایی ، لشکر کشی، تاراج، غارت، نسل کشی، کوچاندن اجباری، فرهنگ ستیزی ، تمدن ستیزی، ناموس ستیزی و لوطیگری بدست جنگسالار کبیر احمد شاه درانی- ملتانی در دو صد و شصت سال قبل گذاشته شد.))
که د ممنون صيب او ورسره د نورو ملګرو یې په دې تسل نه وي شوی نو دا دې هم ولولي چې (۰واقعیت اینست که فرهنگ جنگسالاری، قطاع الطریقی و غارت گری یکی از خصلت های ذاتی و تاریخی قبایل پشتون و حتا تفکر حاکم در میان تحصیل کرده گان آن در زمان کنونی است.))
که ممنون صيب او ورسره نور ښاغلي دا وکړي چې په ټول افغان.کام د افغانستان د هر درانه او ښاغلي قام پسې لږ سپکاوی ومومي، زه به ترې په همدې پاڼه بښنه وغواړم او ټول افغان.کام سره به په خپلې هر ډول اړيکې پرې کړم. خو دی او ملګري دې نران شي او هغه ستمي پاڼې دې وتړي چې زما او د ده نيکونو ته ((وحشي قبايل))، ((تمدن ستيز))، ((جنګ سالار))، ((لوطیگر)) وايي.
د ټول افغان په شان په ملي ويبپاڼو کې هيڅکله هم د يو قام په نامه بحث نه کېږي او تل په ورورولۍ ټيڼګار کېږي بلکه تل د مفسدينو او افغان دښمنه ډلګيو، ټلوالو، او اشخاصو په اړه ليکنې کېږي او غندل کېږي، که هغه د هر توکم پورې اړه ولري. نو ځکه د رسنيو د څارنې د کميسيون يو بل غړی دادرس وايي چې ګنې په دې ويبپاڼو کې ملي شخصيتونو ته سپکاوی شوی دی. دوی ته فهيم ملي شخصيت ښکاري او ملي رسنيو ته فهيم د کورنۍ جګړې - چې په کې له شپيته زره زيات بې ګناه افغانان ووژل شول - يو لوبغاړی ښکاري. ملي رسنيو ته احمدشاه بابا ملي اتل دی خو ته به بيا نه ښکاري ځکه خو ستمي پاڼې چې ورته نژاد پرست قبیلوی، خشونت طلب، وحشت گرای ، لشکر کش، تاراج، غارت، نسل کش،فرهنگ ستیزی ، تمدن ستیز، ناموس ستیزی و لوطیگر وايي نه بندوي.
رهين او ورسره ملګرې یې چې د افغانستان د ملي وحدت او ځمکني بشپړتيا او په هېواد کې د قام په نامه سپکاوی کونکي رسنۍ نه بندوي او پر ځای یې ملي ويبپاڼې بندوي نو دا د دې دليل دی چې په افغانستان کې ملی رژيم نه دی رامنځ ته شوی بلکه متعصبې ډلې چې هېواد په يو او بل نامه ورانول غواړي واکمنې دي چې په مقابل کې به یې د ملي رسنيو مبارزه تر هغې جاري وي چې افغانستان يو ځل بيا د رڼا ناوې وويني. نصر من الله و فتح قريب. صدق الله العظيم
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: