د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګالبريټ: امريکا د پښتون مقاومت سره مخامخ ده

عبدالحفيظ سمندر 23.04.2011 14:47

د بلومبرګ تلويزيون په يو څېړنيز پروګرام کې د امريکا پخواني سفير پيټر ګالبريټ ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې د پښتنو د مقاومت سره مخامخ ده.

ګالبريټ دا خبره پخوا هم کړې ده او تر هغه دمخه افغانستان او پاکستان ته د امريکا پخواني استازي چې مرګ اخيستی هم ويلي و چې طالبان د ډيورنډ کرښې دواړو خواوو په پښتنو کې اوبدل شوي دي.

ګالبريټ او هولبروک دواړه په نويمه لسيزه کې د یوګوسلاويا د ويشتلو انجنران بلل کېږي. ګالبريټ تېر کال هغه مهال په کابل کې د يوناما د مشر له مرستيالۍ ګوښه کړای شو چې د کرزي په مخالفت او د عبدالله عبدالله په پلوۍ یې د ولسمشرۍ ټاکنې جعلي وبللې.

ګالبريټ د ولسمشر کرزي په اړه دا هم ويلي و چې کرزی نشه کوي. د کرزي دفتر تر اوسه د نوموړي د نشې خبره نه ده رد کړې.

ګالبريټ په افغانستان کې جګړې ته له پيله قومي بڼه ورکوي او د ډېرو شنونکو په باور دوی کوښښ کوي چې په روان جګړه کې لږ تر لږه د افغانستان لږکي قامونه له ځانه سره يو ځای وساتي.

د شنونکي کمال الدين رنځور په باور ((امريکا لکه بله هر ښکېلګر کوښښ کوي افغانان وويشي او خپل راج ته دوام ورکړي او له همدې کبله جګړې ته د پښتنو سره د جګړې رنګ ورکوي او په افغان ملي پوځ کې د شورای نظار او نورو جنګسالارو ډلو لاس بر ساتي.)) د نوموړي په باور د طالبانو خلاف جګړه کې د امريکايانو او ملي اردو د ماتې لامل هم دا دی چې افغان اردو ملي نه بلکه له هغه مليشو جوړه اردو ده چې پخوا هم افغان ملت ورڅخه کرکه کوله.

د رنځور په باور د امريکا دا هڅې چې روانې جګړې ته د پښتنو سره د جګړې بڼه ورکوي د امريکا په ګټه نه ده ځکه پښتانه د افغانستان ۷۰٪ وګړي دي او که په سيمه کې د نورو پښتنو شمېر ورسره يو ځای کړو نو د سيمې تر ټول ستر قام تشکيلوی چې تر اوسه پرې یو ښکېلګر هم نه دی بريالی شوی.

د رنځور په باور امریکا په دې خبرو شورای نظار، حزب وحدت، او نور ستمي ډلې خوښې ساتي او د طالبانو خلاف جګړه کې ترې استفاده کوي او استعمالوي یې.