د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمود کرزی د ګوند جوړولو او راتلونکو ولسمشريو ته کانديدو پلان لري

عبدالحفيظ سمندر 27.09.2010 23:39

محمود کرزی د افغانستان د واکمنۍ خوبونه ويني.

د ولسمشر حامد کرزي ورور محمود کرزی هوډ لري چې د خپل کشر ورور حامد کرزي د دويمې دورې له پای ته رسېدو څخه وروسته په ۲۰۱۴م ز کال کې ولسمشرۍ ته کانديد او تر لاسه یې کړي.

دا خبره ټول افغان ته باوري سرچينو او نن په يو رپوټ کې وال سټريټ جورنال هم کړې ده. محمود کرزي هوډ کړی چې په دې موخه يو ګوند هم جوړ کړي چې کار یې پرې پيل کړی دی.

د شنونکو په باور د مارشال فهيم او د هغه د ورور حسېن فهيم سره د محمود کرزي ملګرتيا او ايتلاف په همدې موخه دی. د تېرو ولسمشريزو ټاکنو په مهال اوازه وه چې په ۲۰۱۴م کال ټاکنو کې د کرزي کورنۍ غواړي چې حشمت کرزی ولسمشرۍ ته کانديد کړي.

د وال سټريټ جورنال وايي چې په ټاکنو کې به د محمود کرزي هدف دا وي چې سوداګري ازاده کړي. ((زه غواړم خلک ازاد کړم. افغانان به د مفکورو له نړۍ، د حکومت له کنتروله، او له دين څخه ازاد کړم. زه د ازاد بازار او ازادو خلکو په اړه غږېږم.))

امکان لري چې د کابل بانک د څښتنانو، مارشال فهيم، او د هغه د ورور سره د پيسو او سياست ايتلاف په همدې موخه شوی وي چې دا خلک د ټول افغانستان کنترول په خپلو لاسونو کې واخلي. خو ښکاري چې  دا پلان مخکې له دې چې هګۍ وکړي د کابل بانک رسوايۍ خنثی کړ.

فقهي قاعده ده چې (ما بنی علی باطل فهو باطل)) يو څه چې په باطل باندې بنا شي هغه باطل وي.