افغانانو ته د پرديتوب احساس مه ورکوئ
28.09.2010 12:35که سړى په کابل او يو شمېر ولايتونو کې ځېنې تلويزيونه، ورځپاڼې، وېبپاڼې او نورې رسنۍ وګوري او ددې رسنيو خپرونې د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، اسلامي مقدساتو او د ژورنالېزم له اصولو له مخې و څيړي، او بيا دا خبر واوري چې مشهوره پښتو ويبپاڼه ( بېنوا ) د يوې ژورناليستې تېروتنې له امله تړل شوې، نو داسې فکر به وکړي، چې ښايي دا هېواد د ټولو افغانانو لپاره نه دى.
همدا اوس ګڼ رسنۍ هره ورځ اسلامي مقدساتو او ملي ارزښتونو ته سپکاوى کوي، د ملي ګټو ضد خپرونې کوي، پر ملي شخصيتونو ملنډې وهي او داسې مسايل خپروي، چې نه يوازې د ژورنالېزم له اصولو سره برابر نه دي، بلکې ددې هېواد لپاره د زهرو په شان دي او په ډېر ښکاره شکل د پرديو د ګټو لپاره کار کوي.
دا به ومنو چې بېنوا يوه ژورنالېستيکه تېروتنه کړې ده، خو دا بايد د نورو اهدافو لپاره بهانه نشي. په افغانستان رسنۍ هره ورځ ملي خيانت او جنايت کوي، چېرته دى د اطلاعاتو او کلتور ښاغلى وزير؟ د نيمه لوڅو ډرامو او فلمونو د خپرولو د مخنيوي په اړه ديني عالمان او عام خلک هره ورځ غوښتنه کوي، خو چېرته دى، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت؟ نه يوازې لا تر اوسه په دې اړه کوم عملي ګام نه دى اخيستل شوى، بلکې ځينو رسنيو وړاندې داسې خبرونه خپاره کړي وو، چې ښاغلي رهين وزارت ته له بيا راتګ وروسته د سريالونو په اړه د طلوع تلويزيون دوسيه هم له محکمې و ايستله.
موږ دا نه وايو، چې رسنۍ بايد پرته له مسووليت څخه خپرونې وکړي، دا ښه ده، چې رسنۍ بايد د مسووليت احساس وکړي او د خپرونو پر وخت د ژورنالېزم اصولو او ددې هېواد اسلامي او ملي ارزښتونو ته پوره پام وکړي. زموږ هېواد ته، يو بام او دوو هواوو، په تېرو نهو کلونو کې درانه زيانونه اړولي دي او ددې ډول چلندونو پايله دا ده، چې هېواد دا دى يو ځل بيا له يوه لوى بحران سره مخ دى. خو لا هم موږ د افغانستان له خلکو سره دوه ګونى چلند کوو. دا چلند خلکو ته د پردېتوب احساس ورکوي او کله چې څوک په خپل هېواد کې د پردېتوب احساس وکړي، نو ښکاره ده چې خورا بدې پايلې لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته په کار ده، چې قوانين پر ټولو عملي کړي او دغه راز د بېنوا په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي او پرېږدي، چې دا ويبپاڼه د پخوا په شان خپرونې وکړي.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: