د پکتيا پريس کلب د ټول افغان او بېنوا د بندولو پلان وغندلو
28.09.2010 12:01مونږدفهيم اورهين ايرانيزم په کلکه غندو، دا خبره د پکتيا په ولايت کې دپريس کلپ په تالار کې د پکتيا دټولو کلتوريانو لخوا په يوه لويه ناسته کې ټولو په يو غږ وکړه.
په غونډه کې ټولو کلتوريانو ا ونورو مشرانو په وار وار سره خبرې وکړې او ويې ويل چې درهين او فهيم دا ايرانيزم په کلکه غندي. غونډه والو له دولت څخه وغوښتل چې د ټول افغان اوبينوا ويپاڼې دې پرېږدي چې خپل خدمت ته دوام ورکړي کنه نو مونږ به په مظاهرو لاس پورې کړو ٠
د ټولو ويناوالو لمړنۍ خبره همداوه چې دا کارد رهين دپښتنوسره يولوی ښکاره تعصب دی ٠ ځينوګډونوالو له ريس جمهورڅخه په کلکه وغوښتل چې رهين دې ډيرزربدل کړې کنه نو د د ه په موجوديت کې به ډيرې غټې ستونزې راولاړې شي ٠
په پای کې ټولو ګډونوالو له بينوا اوټول افغان ويپاڼو له مسولينووغوښتل چې تل له پښتنو ننګه وکړي او په خپلې ارادې نوره هم پياوړې کړي ٠
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: