يا به يو كېږو، ګنې وركېږو
27.09.2010 14:30د ټول افغان او بينوا وېبپاڼو د بندولو په اړه
اوسمهال پښتانه په يو داسې حالت كې دي، چې په خپل ټول تېر تاريخ كې پرې داسې بده ورځ نه وه راغلې. پښتانه اوس په دې كې دي چې له خپل ځان، مال، دين، وطن، ناموس او ... نه هره ورځ او هره شپه د دفاع ناكامه هڅه وكړي. زموږ پر ځان، مال، دين، وطن او ناموس كه له يوې خوا يهوديانو بلوسې پيل كړي دي، نو له بلې خوا په خپل وطن كې زموږ وطني يهوديان د هغو او دغو په اشاره له هغوى په بدتره توګه زموږ ځان، مال، دين، وطن، ژبه او ناموس لوټي او بلوسي يې.
نن چې رهين د ښاغلي كرزي له خوا په پېژندنې او د شورا د وكيلانو (چې ځينو په نوم پښتنو وكيلانو به هم د پيسو او ... په مقابل كې رايه وركړي وي) په رايه تر وزارته رسېدلى، نو هغه دا حق لري، چې دغسې ملي ضد، افغاني ضد، اسلامي ضد اقدامات پورته كړي. هغه دا حق لري ټول افغان ټكى كام وتړي، بينوا ټكى كام وتړي، ځكه د هغه همدا وس كېږي.
هغوى چې د هېواد په ادارو كې كار كوي، د هغوى همدومره له وسه كېږي چې پښتو له ادارو څخه وركه كړي.
د هغوى چې په تلويزيون او راډيو لاس بر دى، د هغوى دا وس كېږي چې له هغه ځايه پښتو وركه كړي. او هغوى چې له يهوديانو سره ترجمانان دي د هغوى دا وس كېږي د يهوديان د پښتنو كورونو ته بوځي، پرې ويې وژني او مالونه يې لوټ كړي.
نه له رهين نه ګيله په كار ده، نه له فهيم نه او نه هم له كوم بل نه، له كرزي خو يې بيخي نه كوو.
موږ ګيله له خپله ځانه كوو او همدغه وضعيت به موږ داسې راويښوي چې نړۍ ولړزېږي.
دا د استعمارګرو هېوادونه پاليسي وي چې هر ځاى كې لږه كي راپورته كړي او ډېره كي پرې وټكوي. د رهين او فهيم پر دې اقدام بل هېڅ هم نه كېږي، نه بل ټول افغان ټكى كام بند شي او نه به هم بينوا ټكى كام، يوازې دومره به وشي چې افغان ولس به راويښ شي، او ددې ډول پښتو ضد افرادو څېرې به وپېژني.
همدارنګه په ارګ كې ناست هغه پښتون پاچا به هم وپېژني، چې تخت يې د پښتنو وينو كې ولاړ دى او دى پرې له پاسه د خپلو لمسيانو د پاچاهۍ خوبونه ويني.
د ټول افغان او بېنوا د بندېدو په اړه نورې ليکنې: