د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتيار پاکستاني وسلوال وهڅول چې د پاکستان پر ځای افغانستان ازاد کړي

عبدالحفيظ سمندر 16.09.2010 23:30

د افغان دولت د يوې مخالفې وسلوالې ډلې مشر ګلبدين حکمتيار د اختر په ورځ د جيو تلويزیون سليم صافي سره په مرکه کې وويل چې په پاکستان کې نه بلکه په افغانستان کې دی. نوموړي غوښتنه وکړه چې وسلوال دې په افغانستان کې د ده په وينا ((اصلي دښمن)) سره جهاد ته پام وکړي او له پاکستاني وسلوالو یې وغوښتل چې د افغانستان د ازادۍ لپاره جد و جهد وکړي.

نوموړي د سليم صافي د يوې پوښتنې په ځواب کې چې ((په پاکستان کې بعضې مجاهدين او طالبان د پاکستان د حکومت خلاف جنګېږي. او د دوی دليل هم دا دی چې که چېرته په افغانستان کې د امريکا د ملاتړي حامد کرزي خلاف جهاد فرض دی نو د امريکا د اتحادي اصف زرداري خلاف جهاد ولې فرض نه دی. په دې اړه ستاسو څه واياست دوی سم وايي که غلط؟)) وويل چې ((له ټولو مجاهدينو نه زما هيله دا ده چې خپله توجه اصلي دښمن باندې متمرکزه کړي. د مسلمان امت د برياليتوب او افغانستان د ازادۍ لپاره زموږ سره لاس یو کړي.))

حکمتيار لکه د طالبانو له پاکستاني وسلوالو غوښتنه وکړه چې د پاکستان پر ځای دې د افغانستان د ازادۍ لپاره هڅې وکړي. نوموړي وويل چې ((که موږ دلته کاميابي حاصله کړو نو د اسلامي امت نور مسايل او قضيې به يو په بلې پسې حل کېږي.)) خو ویې نه ويلې چې د نورې اسلامي نړۍ مسايل به څنګه د افغانستان په ((ازادۍ)) حل شي.

وخت ناوخته حکمتيار او طالبان دا ډول څرګندونې کوي چې په پاکستان کې وسلوال هڅوي چې په افغانستان کې بريدونه وکړي او پاکستان ارام پرېږدي. د ځينو په باور دوی دا کار د پاکستان د استخباراتو په غوښتنه کوي. د افغانستان د دولت يو چارواکي چې نه غواړي نوم یې ياد شي وايي چې د پاکستان استخبارات په دا ډول څرګندونو غواړي خلکو ته دا انګيرنه ورکړي چې جهاد يواځې په افغانستان کې دی او په پاکستان کې چې د امريکا ملاتړی او د افغانستان په نيولو کې یې ورسره حياتي رول لوبولی او اوس هم ورسره مرسته کوي، جهاد نشته.

حکمتيار د صافي سره په مرکه کې وويل چې (( پاکستاني مجاهدينو ته په کار دي هغه څه وکړي چې هغه د افغانستان د ازادۍ لپاره مهم وي. دا بايد په پام کې وساتو چې موږ د اشغالګرو ځواکونو خلاف جنګ کوو او د نيواکګرو خلاف جهاد فرض دی. که دې اشغالګرو د پاکستان او يا بل کوم اسلامي هېواد په خلاف حمله وکړه نو نه صرف پاکستاني ولس بلکه په نورو مسلمانانو هم د پاکستان مجاهدينو حمايت فرض وي.))

حکمتيار ونه ويل چې ايا پاکستان نيول شوی دی او که نه خو روښانه یې وويل چې افغانستان محکوم دی او ازادول یې په کار دي.

حکمتيار په مرکه کې پاکستان د اسلام فرعي دښمن وباله او زياته يې کړه چې (( اشغالګرو سره همکاري حرامه او د ايمان د تقاضا سره مخالف عمل دی. په دې کې شک نشته چې د اسلام خلاف د نورو سره لاس ورکونکي د دوی په صفونو کې شمارل کېږي خو اسلام موږ ته لارښونه کړې ده چې په اصلي او فرعي دښمن کې توپير وکړو، يو له بله یې بېل کړو. يو سره په يو ډول او بل سره په بل ډول مقابله وکړو.)) حکمتيار ونه ويل چې پاکستان سره دې څه ډول مقابله وشي خو زياته یې کړه چې (( اسلام موږ ته لارښونه کړې ده چې په دې مقابله کې هغو خلکو ته تاوان ونه رسوو چې په جګړه کې نېغ په نېغه برخه نه اخلي)).

داسې ښکاري چې د حکمتيار ټوله مرکه د دې لپاره شوې وه چې په پاکستان کې وسلوال وهڅوي چې په افغانستان کې ورانی وکړي او پاکستان په کراره پرېږدي. دا کار هغه وخت روښانه کېږي چې له دې پوښتنې وروسته سليم صافي له حکمتيار څخه پوښتنه کوي چې د پاکستان د حکومت خلاف د پاکستاني طالبانو جدوجهد ولې نه ملاتړ کوي، داسې ښکاري لکه سليم صافی چې د حکمتيار له ځوابه مخکې خبر وي، ځکه چې دا مرکه مخامخ نه بلکه د بل چا په واسطه د ويډيو له لارې شوې ده او هيڅ امکان نه لري چې سليم صافی دې د حکمتيار له مخکيني ځواب څخه خبر وي.

حکمتيار یې په ځواب کې تر ډېره بنګېدلی ځواب ورکړ او ويې ويل چې ((زه د امريکا اشغالګرو خلاف هر ډول ګام ملاتړ کوم. له تقرير، تحرير، او دعاګانو نيولې په کاروانونو د بريد پورې یې زه ملاتړ کوم)). دلته بيا حکمتيار د پاکستان خلاف د بريدونو ملاتړ ونه کړ بلکه دې ته یې اشاره وکړه چې له پاکستان څخه د بهرنيانو په تېرېدونکو کاروانونو دې بريدونه وکړي.

حکمتيار او طالبان هيڅکله هم د پاکستان او د دې هېواد د استخباراتو د اسلام خلاف د کړنو غندنه نه کوي بلکه تل یې کوښښ کړی دی چې پر ضد یې جګړه کونکي وسلوال وهڅوي چې په افغانستان کې د بهرنيانو او افغان دولت خلاف جګړه وکړي.

البته د سليم صافي سره مرکه یې ښکاره دليل دی چې په افغانستان کې جهاد غواړي خو د پاکستان په اړه تر ډېره بنګېدلی ځواب ورکوي او زړور پرې نه ورځي.

حکمتيار او ګوند یې (حزب اسلامي) د روسانو خلاف د جګړې په مهال د پاکستان د استخباراتو سره مهم همکاران او نږدې پاتې شوي و او مجاهدينو ته د مرستو ۶۰٪ به ورته ورکول کېدل. له دوی وروسته طالبان هم د پاکستان او استخباراتو له خوا یې په کلکه ملاتړ وشو او افغان دولت دعوه کوي چې پاکستان او استخبارات یې اوس هم په افغانستان کې طالبان او حکمتيار د خپلو ګټو لپاره کاروي.

جيو سره د ګلبدين حکمتيار مرکه: