د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هندوستان کې مردان علي د افغانستان استازی که د خپل قام استازی

عبدالحفيظ سمندر 15.10.2010 16:48

مردان علي د افغان ولس اعتماد ته سپک کتلي چې ټولو افغانانو ته نه بلکه يو توکم ته کار کوي.

په بمبيي کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې کونسل يواځې د هزاره محصلينو سره خواخوږی دی او پپښتنو، تاجکو، او ازبکو په شمول د نورو توکمونو سره تعصب کوي. دا خبره په هندوستان کې مېشت افغانانو او محصلينو کړې ده.

کونسل په دې کې پاتې راغلی دی چې د افغانستان استازيتوب وکړي او د افغانستان د ټولو درنو قامونو يو شان خدمت وکړي. د دې پرځای يواځې د خپل هزاره توکمو مراجعينو خدمت کوي او د نور توکمونو سره او په ځانګړې ډول پښتنو سره سخت تعصب کوي.

هندي مېشتي افغانان شکايت کوي چې کونسل له کونسلګرۍ څخه ګيسټ هاوس جوړ کړی دی او هغه هزاره محصلين چې په بورسونو هندوستان ته نه بلکه په شخصي مصرف هلته تللي او ځای نه لري په کونسلګرۍ کې تل لېدل کېږي  چې هلته اوسي. دا کال د کونسل د ديپلوماتيکو اخلاقو او ملي احساس او سلوک په اړه پوښتنې راولاوړي چې ايا کونسل د هزره قوم استازی دی او که د افغانستان استازی دی!

له بله پلوه کونسل موده مخکې په کونسلګرۍ که د محصلينو له جملې د کونسلګرۍ لپاره مامورين غوره کړل چې ټول یې خپل توکم هزاره ګان دي. يو په کې په هندوستان کې پخوانی هزاره محصل علي رضا صمدي دی چې د زده کړې په دوران کې یې هم تعصب ته لمنه وهله او د نورو توکمونو د محصلينو سره به یې جنګونه او لانجې کولې. علي رضا صمدي اوس په کونسلګرۍ کې مامور دی او د محصلينو سره ډېره بده وضعه کوي او محصلين شکايت کوي چې د پاسپورت د تمديدولو په وخت کې ورڅخه د زده کړې د دورې انتقام اخلي او په ځانګړې توګه پښتنو ته ډېر په سپکه سترګه ګوري.

کونسل خپل يو وراره چې فريد نومېږي او پخوا په هندوستان کې محصل و هم له ځانه سره په کونسلګرۍ کې مقرر کړی دی. فريد دا مهال په پونی کې په سمبايسس پوهنتون کې د تجارت پوهنځي هم لولي. دا د کونسل يو بل غيرقانوي کړنه ده چې د بهرنيو چارو وزارت یې بايد پوښتنه وکړي.

يو شمېر نور هزاره محصلين یې هم په کونسلګرۍ کې يا مقرر کړي او يا ورسره هلته اوسي.

محصلين شکايت کوي چې همدا کسان د هندوستان استخباراتو ته جاسوسي کوي او ناسم رپوټونه ورکوي. دوی کوښښ کوي چې پښتانه محصلين پرې وشړي ځکه بيا د هغوی پر ځای دوی هغه هزاره محصلين چې په شخصي پيسو هندوستان ته د زده کړې لپاره تللي دي د هندوستان ICCR  ادارې ته معرفي کوي او د شړل شوو افغانانو بورسونه ورته اخلي. ځينې محصلين وايي چې همدا لامل دی چې کونسل کوښښ کاوه چې د نورو توکمونو محصلين له هندوستان څخه ډيپورټ کړای شي.

د يادونې ده چې ICCR يا (Indian council for cultural relation) هغه اداره ده چې هر کال افغانانو ته ۵۰۰ بورسونه ورکوي.

له دې پرته هم کونسل مردان علي په غيرقانوني توګه او د افغان دولت له اجازې پرته هغه هزاره محصلين چې په بورسونو هندوستان ته نه دي تللي دې ادارې ته رسما د افغان دولت په نامه معرفي کوي او معاشونه ورته اخلي. مردان علي دا مردي د نورو افغانانو سره بيا نه کوي او حتی هغه خپل منل شوي او قانوني حقوق یې هم نه ورکوي او په ځپلو کې یې د هندي چارواکو سره مرسته کوي.

په هندوستان کې زده کړيالانو د ناورين په اړه نورې خپرې شوې ليکنې:

ليکنه ليکوال
 په بمبيي کې کونسل ولسمشر کرزي پسې تبليغات کوي کمال الدين رنځور
په بمبيي کې په افغان کونسل شک کېږي چې د افغان محصلينو شيطاني کوي عبدالله کريمي
پوليس: له هندوستان څخه د افغان محصلينو شړل ودرول شول خبري څانګه
 دا خپل لیاقت راته سور اور شو سیدخالد سادات
 دهند دپونې په پو هنتون کې دپښتنوزده کوونکو په وړاندې دسيسو کې دچا لاس دی؟ حميد راز
 له هندوستان څخه د ځينو ويستل شوو افغان زده کونکو ليست خبري څانګه
له هندوستان څخه د افغان محصلينو په شړلو افغان محصلين اندېښمن دي عبدالله کريمي
 له هندوستان څخه پښتانه محصلين ولې شړل کېږي! ټول افغان
دپونې په ښار، هندوستان کې دافغان محیلنو مشکلات احمد زبير محک