د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيويارک ټايمز: ايراني کړۍ له ولسمشر کرزي ګېرچاپېره تاو ده

عبدالحفيظ سمندر 24.10.2010 22:23

په انځور کې عمر داودزی ولسمشر کرزي سره خبرې کوي.

رپوټ: عبدالحفيظ سمندر

له امريکا څخه خپرېدونکي ورځپاڼه نيويارک ټايمز نن ليکلي دي چې د ولسمشر کرزي د دفتر مشر عمر داودزی له ايران څخه پيسې اخلي. ورځپآڼې ليکلي دي چې ايران په افغانستان کې خورا زيات نفوذ کړی دی او په ارګ کې یې کړۍ له ولسمشر کرزي ګېرچاپېره تاو شوې ده.

ورځپاڼه ليکي چې دا معلومه نه ده چې عمر داودزی له ايران څخه پيسې د خپل ځان لپاره او که د ولسمشر کرزي لپاره اخلي. ورځپاڼې ليکلي دي چې دا پيسې ډېری وخت عمر داودزي ته د ايران سفير فدا حسين مالکي ورکوي چې ايران ته د ولسمشر کرزي د وروستي سفر په مهال هم ورته فدا حسين مالکي له يور څخه ډکه خلته په داسې حال کې ورکړه چې پخپله د ولسمشر کرزي څنګ ته ناست و.

ټول افغان ته په کابل کې باوري سرچينې چې له دې موضوع خبره ده وايي چې عمر داودزی ايران ته کار کوي او پخپله ولسمشر کرزي ته ايران پيسې ورکوي چې د ولسمشر کرزي اخلاص یې پرې پېرودلی دی.

سرچينه وايي ايران ولسمشر کرزي ته له ډېره پخوا پيسې ورکوي خو ويې نه ويل چې ولسمشر کرزي ولې داسې يو سپک او بې غيرته کار ته غاړه ايښې ده. سرچينه وايي چې له ولسمشر کرزي هغه خلک راچاپېر دي چې د افغانستان پر ځای له ايران څخه دفاع کوي او د ايران په چوپړ کې کار کوي. يو له دې کسانو څخه په اداره امور کې صادق مدبر دی چې تل د پښتنو د مقررۍ مخه نيسي. صادق مدبر شيعه او ايران ته مخلص کس دی.

د نيويارک ټايمز په مقاله کې راغلي دي چې فدا حسين مالکي کوښښ کوي محمد يونس قانوني د ولسي جرګې مشر شي او په همدې موخه یې له ميرويس ياسيني څخه چې د ولسي جرګې مشرۍ ته کانديد دی غوښتنه کړې ده چې د قانوني په ګټه تېر شي.

نيويارک ټايمز ليکي چې عمر داودزی له ايران څه په مليونونو ډالر اخلي او اټکل کوي چې دا پيسې ولسمشر کرزي ته ځي. ورځپاڼه دا هم ليکي چې داودزی په دوبۍ او د کاناډا په وانکور کې ګڼ شمېر کورونه لري چې په افغانستان کې یې له دندې اخيستو څخه وروسته رانيولي دي.

د عمر داودزي دفتر د نيويارک ټايمز له خوا لګېدلي تورونه رد کړي دي.

د نيويارک ټايمز بشپره ليکنه چې ژباړې ته اړتيا لري دلته ولولئ.

ټول افغان ته يوې سرچينې چې د نوم د نه يادولو غوښتنه یې کړې ده وايي چې ولسمشر کرزی امکان لري ايران ته ځکه مخلص وي چې د ده په اړه ويل کېږي چې دی هم قزلباش شيعه دی او ايران سره ډېر خواخوږی دی او همدا لامل دی چې د پښتنو سره سخت وران دی او د پرمختګ مخه یې نيسي.

د ايران په مقابل کې ولسمشر کرزی او د دفتر کارکونکي یې دومره ايران ته خړسترګي شوي دي چې موده مخکې په يو سفر کې ايران بې له دې چې افغان دولت سره له مخکې د ايران او افغانستان تر منځ د هلمند سيند د اوبو په سر خبرې وکړي ولسمشر کرزي ته په ناڅاپي ډول يو دوسيه وړاندې کړه او له هغه یې وغوښتل چې لاسليک پرې وکړي. دا دوسيه د همدې اوبو وه.

هغه مهال د بهرنيو چارو وزير رنګين سپانتا هغه دوسيه بېرته ايرانيانو ته ورکړه چې ولسمشر کرزی حيران شو چې څه وکړي.

شنونکي وايي چې که افغان چارواکو ايران ته کار نه کاوه او سترګې یې ورته ټيټې نه وې نه ايران ورسره دومره سپکونکی چلند نه شو کولای خو د افغان چارواکو ايمان ورته هغه وخت معلوم شوی و چې په دوی یې ځانونه خرڅ کړي وو.

تېره اونۍ امريکا هم په افغانستان کې د ايران په نفوذ اعتراف وکړ.

په افغانستان کې د ايران مذهبي، کولتوري او سياسي اغېز دومره ډېر دی چې موده مخکې یې د امروز په نامه تلويزيون هم بند کړ چې د ايران د فاحشو مداخلو څخه پرده پورته کوله. همدا راز په کابل کې د ايران سفير فدا حسين مالکي بې له دې چې کوم ديپلوماتيک پروتوکول مراعت کړي نېغ په نېغه لوی څارنوال ته امرونه کوي چې د هغو افغانانو ضد اقدام وکړي چې په ايران نيوکې کوي. په دې لړ کې له رمضان بشردوست څخه هم موده مخکې لوی څارنوال ته ګيله کړې وه.

ايران په افغانستان کې د لسګونو تلويزيونونو، راديوګانو، او ورځپاڼو مالي ملاتړ کوي او يو شمېر سياسي ګوندونو ته نېغ په نېغه پيسې ورکوي.

موده مخکې د قلموال په نامه يوې جرېدې (چې له کابله خپرېږي) ويلي و چې شيعه مشر اصف محسني له ايران څخه پيسې اخلي، کله چې محسني په دې اړه د رسنيو د څارنې کميسيون ته شکايت وکړ او دړکه یې وکړه چې قلموال به محکمې ته کش کړي، قلموال یې هرکلی وکړ خو اصف محسني په شا شو. امکان لري ويرېدلی به وي چې د ايران سره یې اړيکې په محکمه افشا نه شي.

ايران همدا راز د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي او د حزب وحدت مشر محمد محقق ته په مليونونه ډالره مرسته ورکوي. کريم خليلي د نګاه په نامه تلويزيون هم جوړ کړی دی چې له کابله خپرونې کوي.

د ايران د مداخلو په اړه د حنان حبيبزي ليکنه چې په ځانګړې توګه یې ټول افغان ته کړې ده. (د ځانګړو اسنادو سره چې يواځې او د لومړي ځل لپاره ټول افغان خپاره کړي دي)