د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستميان دې اخلاق زده کړي

عبدالحفيظ سمندر 05.07.2011 18:39

په تېرو دېرشو کلونو کې په افغانستان راغلي ناورين له ځانه سره څه عجيبه بدسلوکونه او په بېلابېلو برخو کې بد اخلاقيات راوړل. په جګړه کې ښکېلې ځينې ډلې په چور، چپاول، زور زياتي، د نورو حق خوړل، زورول، د نورو سپکاوی او دې ورته جرمونو اموخته شول. د طالبانو د رژيم په مهال که څه هم دا ډلې په سوړو ننويستل شوې وې، د پرزېدو سره یې د ښکېلګرو په اوږو سورې بېرته د افغان مظلوم ولس په مرۍ کېناستې او هغه ټول بد اخلاقيات یې چې لرل له ځانه سره نوو جوړو شوو ارګانونو او ادارو ته يووړل.

د کابل بانک له غلا نيولې، تر رشوت خورۍ او په ولسي جرګه کې په بوتلو او بوټانو ويشتلو پورې ټول بد سلوکيات د دوی پورې اړه لري.

له کابل بانکه يو بليون ډالر ورک دي. د کابل بانک څښتنان د شورای نظار، حزب وحدت او نورو ستمي بانډونو او ټلوالې پورې تړلي کسان او د دې ډلو د غړو د ناروا موخو په خدمت کې و چې په نتيجه کې یې د دې بانک ډېری ورکې پیسې همدوی ته ورکړې. په دې غلو کې د (مارشال) قسيم فهيم ورور حسېن فهيم ورور او پخپله مارشال هم شامل دي. خو دوی ازاد ګرځي او څوک ورته پورته نه شي کتلی.

نن چې په ولسي جرګه کې محترمې ارين یون او حميده احمدزۍ د ولسمشر حامد کرزي په دوه مرستيالانو (فهيم او خليلي) نيوکې وکړې نو په ولسي جرګه کې د دې ستمي ډلو پورې تړلو غړو او په څانګړې ډول نظيفه ذکي پرې بوټان او سوکان وورول. د چور او چپاول سردارانو لقبونه هم چور کړي دي تر دې چې دا ښڅه هم ځانته جنراله وايي. له دوی مخکې د ولسي جرګې په تېره دوره کې یوې بلې (فاطمه نظري) نور وکيلان په بوتلونو ويشتل او کنځاوې به یې ورته کولې. هغه هم د ستمي ډلې حزب وحدت غړې وه.

ستميانو ډېر چور کړی دی، ډېر ظلمونه یې کړي دي، ډېر خلک زورولي دي او په اوسنۍ مرحله کې هم هم د چور او چپاول او زور زياتي په مفکوره روان دي. د دوی مخه نيول په کار دي. دوی ته که په ادارو کې ځای ورکول کېږي بايد اداري اخلاقيات زده کړي او که په ولسي جرګه کې غړيتوب ورکول کېږي بايد پارلماني اخلاقيات ياد کړي.

دا بې شرمان نه دا چې يواځې ظلمونه کوي، بلکه د ټولو افغانانو رنګه یې بده کړې ده.