د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په قاهره کې له پخواني سفير څخه پوښتنې ګروينې کېږي

عبدالحفيظ سمندر 30.10.2010 15:08

ايوبي د مصر ولسمشر حسني مبارک ته د اعتماد د اسنادو د وړاندې کولو په مهال

افغان دولت د مصر په عربي جمهوريت کې د سفير حفيظ الله ايوبي هېواد ته له راغوښتلو او د هغه پر ځای د نوي سفير نصير نصيري له ټاکلو وروسته د پخواني سفير ايوبي څخه د پوښتنو ګروينو هوډ کړی دی.

له ايوبي څخه د بهرنيو چارو وزارت رپوټ غوښتی دی چې په قاهره کې یې د افغانستان د استازيتوب په مهال زده کړيالانو ته څه کړي دي.

په مصر کې د زده کړيالانو ستونزې ته د دولت هغه مهال پام شو چې قاهرې ته د افغانستان د ښوونې او روزنې وزير فاروق وردګ سفر وکړ، د زده کړيالانو ستونزې واورېدې او د مصر سره د افغانستان د سفارت د ټيټې کچې د اړيکو معلومات ورته وشو.

ويل کېږي چې ډاکتر فاروق وردګ په قاهره کې له افغان سفير حفيظ الله ايوبي څخه شکايت کړی و چې ويې نه شو کړای د مصر د لوړ پوړو چارواکو څخه ورته د ملاقات وخت واخلي او کله یې چې د ټيټ پوړو مصري چارواکو سره وکتل نو هغوی ورته د افغان سفير سره له پېژنګلو څخه ناخبري وښوده.

حفيظ الله ايوبي په مصر کې د افغان محصلينو د ستونزو په حلولو کې هم پاتې راغی. د مصر په الازهر پوهنتون کې نهه کاله کېږي چې افغان محصلين شکايت کوي چې دولت ورسره د مور ميرې سلوک کوي. د نورو پوهنتونو محصلينو ته دولت معاش ورکوي خو د الازهر په اسلامي پوهنتون کې محصلين له دولتي معاشه محروم دي. محصلينو په دې اړه سفير ته څو ځلې مراجعه وکړه خو سفير ورته د بهرنيو چارو د وزير رنګين دادفر سپانتا له خو د دې غوښتنې د نه منلو ويل. محصلينو د افغانستان ملي شورا ته هم په دې اړه مراجعه کړې وه خو نتيجه یې ورنکړه. د دولت دا ډول تبعيضي سلوک د محصلينو سره يو ډول عقده زېږولې ده. الازهر شريف په اسلامي پوهنتون کې محصلين په دې باور دي چې ګويا دولت ورسره ځکه تبعيض کوي چې دوی په يو اسلامي پوهنتون کې زده کړې کوي.

اوس د ښوونې او روزنې د وزير فاروق وردګ او يو شمېر نورو مخلصو افغانانو د هلو ځلو په نتيجه کې ولسمشر منلې ده چې د الازهر محصلينو ته هم لکه د پاتې نورو پوهنتونونو محصلينو دولتي معاش ورکړي. لوړ پوړو دولتي چارواکو ټول افغان ته د دې خبرې هرکلی کړی دی.

بله ستونزه چې افغان سفير په کې پاتې راغلی او تر هغه د مخه نور سفيران هم په کې پاتې راغلي دي هغه د افغان محصلينو ترمنځ د اتحاد او اتفاق او يوې اتحادې د جوړولو مسله ده. سفارتونو تل د محصلينو تر منځ بې اتفاقي اچولې ده او د يو شمېر ستمي محصلينو مخه یې نه ده نيولې چې تل یې د پاتې محصلينو سره بې اتفاقي کړې ده او افغانان یې د توکمونو په اساس د ويشلو هڅه کړې ده.


په مصر کې افغان محصلين هيله مند نه دي چې ګنې نوی سفير به یې ستونزې حل کړي. محصلين نوي سفير ته هم د شک په سترګه ګوري. په انځور کې افغان محصلين د الازهر پوهنتون د ليلې په مسجد کې د يوې غونډې په مهال ښکاري چې نوی سفير نصيري ورته د وينا په حال کې دی.

په قاهره کې يو پخواني افغان ديپلومات دوه کله وړاندې ځکه دنده پرېښوده چې د ايوبي په فساد یې نيوکې لرلې خو د بهرنيو چارو وزارت یې په مخه نيولو کې پاتې راغی. هغه ديپلومات د بهرنيو چارو وزارت ته ويلي و چې ايوبي په درواغو هره مياشت د بهرنيو چارو له وزارت څخه ۵۰۰۰ ډالر په دې موخه اخلي چې په مصر کې مامورينو ته معاش ورکوي خو په هغو نومونو په قاهره کې مامورين نه ول. مستعفي ديپلومات ته رنګين دادفر سپانتا هغه مهال ويلي و چې د ايوبي د فساد د مخنيوي وسعه نه لري. نو هغه مخلص ديپلومات ځکه استعفا ته اړ شو.

د يادونې ده چې حفيظ الله ايوبي پخوانی ديپلومات او د بهرنيو چارو په وزارت کې ۱۹۹۴ کال راهيسي کار کړی دی. نوموړی له ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۶ پورې په ماليزيا کې سرپرست سفير و، له ۱۹۹۶ څخه تر ۱۹۹۹ پورې په جرمني او په ۲۰۰۸ کال کې په لبنان، مصر او سوډان کې د افغانستان سفير شو. نوموړی په ۱۹۴۵ کال کې زېږېدلی دی او په حقوقو او سياسي علومو کې ليسانس او د جرمني له بون پوهنتون څخه ماستري لري.