د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکايان او جنګسالاران د افغانستان په ويش په جرمني کې بيا راغونډېږي

عبدالحفيظ سمندر 09.01.2012 07:55

په جرمني کې امريکايانو او د یو شمېر افغاني جنګي ډلو ترمنځ نن او سبا ته غونډه جوړېږي. دا جنګي ډلې تر ډېره ځانونه په هېواد کې د اقليتونو استازي بولي. د امريکا د کانګرس یو شمېر غړو دا غونډه د دې جنګسالارانو سره په دې موخه جوړه کړې ده چې د افغانستان ويش ته لاره پرانېزي. همدا امريکايانو تېره کال هم دا ډول غونډه کړې وه چې هغه مهال ټول افغان ويبپاڼې وليکل چې د افغانستان د ويش دسيسه جوړېږي. سږه کال بيا دا غونډه همدا د کانګرس غړي جوړوي چې د جرمنيانې استازي هم ورسره برخه اخلي. داسې ښکاري چې امريکا د کانګرس دې غړو ته دنده ورکړې ده چې دې جنګسالارانو سره موافقې ته ورسېږي چې د افغانستان د ويش مهال ويش وټاکي.

 سږه کال په دې غونډه عبدالله عبدالله عبدالرشید دوستم، عبدالکریم خلیلي احمد ضیا مسعود، محمد محقق، محمد عطانور یونس قانوني، امرالله صالح، د محقق مرستيال حسین یاسا او د ملي جنبش غړی فیض الله ذکی او د امريکا له خوا د کانګرس څلور غړي ډانا روهراباکر (جمهوري ګوند)، لويي ګوهمرت (جمهوري ګوند)، سټیف کینګ، او لاریټا سانچیز د یو شمېر نورو امريکايي ډيپلوماټانو او د استخباراتو مامورين په شمول برخه اخلي.

 تېر کال په دې غونډه کې د شمالي ټلوالې احمد ضيا مسعود، حاجي محمد محقق، د محقق مرستيال حسين علي ياسا، د عبدالرشيد دوستم مشاور او په ولسي جرګه کې غړی ذکي الله ذکي د امريکا د کانګرس له څلورو غړو ډانا روهراباکر (جمهوري ګوند)، ډانکان هنټر (جمهوري ګوند)، لويي ګوهمرت (جمهوري ګوند)، او ډچ رپسبرګ يو شمېر امريکايي ډيپلوماټانو او د استخباراتو مامورينو په شمول برخه اخيستې وه.

تېر کال چې دا غونډه جوړه شوه، ټول افغان ويبپانې پرې رپوټ وليکه خو افغان حکومت او مخالفينو یې دا غونډه ونه غندله. مخالفين سره د دې چې د افغانستان د ازادۍ خبره کوي خو هغه وخت یې وينه ګرمېږي چې تر ډېره د پاکستان ګټې په خطر کې شي او يا امريکا پاکستان ته سترګې برنډې کړي. د افغانستان د تقسيمولو او مظلومو افغانانو د ځپلو خبره چې کېږي نو لکه د کابل د مافيايي رژيم دوی هم چوپ وي او ويرېږي چې کوم ملګری یې په غوصه نه شي.

 امريکايان او په کابل کې کې واکمنه مافيا بايد په دې پوه شي چې د امريکايانو دا ډول کرغېړنې کړنې په افغانستان کې مقاومت ته نور هم شرعيت او قانونيت ورکوي او خلک هڅوي چې د خپلو حقوقو او هېواد د ساتلو لپاره د ښکېلګرو، د هغوی د مزدورانو او لاسپوڅو ضد مقاومت ته دوام ورکړي.

 مقاومت ته په کار دي چې د افغانستان ارضي تماميت ساتل بايد په خپله اجنډا کې شامل کړي او په هيڅ ډول په افغانستان کې فدرالي سيستم او يا د افغانستان بل ډول ويش ونه مني. فدرالي نظام د افغانانود ځپلو او د جنګسالارانو د واکمنۍ د دوام پلمه ده.

 امريکا بايد پوه شي چې امريکا به زوروره وي، خو افغانستان د افغانانو دی او په دې بايد پوه شي چې افغانانو تل د ښکېلګرو دا ډول پلانونه شنډ کړي دي. افغانانو ته په کار دي چې يو شي او د امريکا او په جرمني کې ورسره د ناستو لاسپوڅو پلانونه شنډ کړي. دا کار يواځې په يووالي او وحدت سره ترسره کېدای شي.

 د ولسمشر حامد کرزي په شمول په کابل کې واکمنو بې کفايته ((زمريانو)) ته هم په کار دي چې دا ډول کرغېړنو دسيسو ته ځواب ووايي او که رښتيا خپلواکه وي (لکه کله کله چې یې په سندرو کې وايي) د تېر په شان چپ پاتې نه شي.  امريکايانو ته په کلکه ووايي چې دا هېواد به دوی په زوره نيولی وي خو د دادا جاګير یې نه دی او لکه اوس چې مجبوره ده چې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، راتلونکې ورځې یې له دې هم سختې دي او ځان دې لا سخت مقاومت ته چمتو کړي.

 د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سترو نومونو سره جوړو شوو ډلو ټپلو څخه هم هيله کېږي چې خبرې خو سترې کوي او نومونه په خپلو ډلو ستر ږدي نو اوس یې وخت دی چې راپاڅېږي او دا کرغېړن پلان پرېنږدي چې عملي شي.

 ډېرو افغانانو چې په تېرو لسو کلونو کې لکه زما غوندې د سوله ييز بدلونه غوښتنې او په سوله ييزه توګه د ښکېلګرو او فاسدې مافيا او جنګسالارانو مقاومت کاوه، اوس یې وخت دی چې په ښکاره ووايي چې د افغانستان په دې ټولو دښمنانو مرګ، مرګ، مرګ.

 د پروسږنۍ غونډې په اړه رپوټونه:

ا مريکا او شمالي ټلوالې د افغانستان د ويش غونډه په برلين کې کړې ده

په افغانستان  کي د «تجزيې»  طرحه  د امريکا زوال حتمي کوي