د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جرمني د غونډې تکرار د نړيوالې دسيسې دليل دی

عبدالحفيظ سمندر 13.01.2012 19:40

يو شمېر جنګسالارانو په جرمني کې د امريکا د پارلمان د څلورو غړو او د یو شمېر جرمنيانو سره د دويم کال لپاره پرله پسې ناسته لرله. د دې مياشتې غونډه سلسله د تېر کال د غونډې امتداد دی. هغه مهال دا غونډه د يو شمير جنګسالارانو او د امريکا د کانګرس يو شمېر غړو او استخباراتو مامورينو تر منځ نسبتا په په پټه ترسره شوې وه خو ما پرې ټول افغان ټکی کام کې ليکنه وکړه. د دې غونډې تکرار او يواځې د جنګي ډلو د استازو سره - او هغه بيا هم د ځينو قامونو سړه د تړلو استازوه سره - کتل د امريکا او جرمني په شمول د يو شمېر هېوادونو د دسيسې ښکاره دليل دي.

اوس چې د دې غونډې د محتوياتو سره افغان ولس ښکاره مخالفت کړی او غونډه هر شريف افغان غندلې ده، د غونډې خواوې د غونډې د موخو په اړه د پخوا په خلاف ضد او نقيض څرګندونې کوي.

 يو شمېر جنګسلاران وايي چې د افغانستان د تجزيې او د فدرالي نظام خبره یې نه ده کړې بلکې د پارلماني نظام خبره یې کړې ده او د سولې په خبرو کې یې د مليونونو افغانانو په استازيتوب د برخې اخيستنې غوښتنه لرله. دا خبره د دوي د مخکينيو څرګندونو خلاف ده ځکه د غونډې په پای کې په اعلاميه کې راغلي دي چې دوی د ((غير متمرکز)) نظام غوښتونکي دي چې له فدرالي پرته بله مانا نه لري. په کراتو کراتو یې د ډيسنټرالايز او د اساسي قانون د تعديل غوښتنه کړې ده. د دوستم ګوند بيا وايي چې مشر یې د دې ګوند استازيتوب نه کوي بلکه په غونډه کې برخه اخيستنه یې شخصي کړنه ده.

تر دې مهمه او له قانون ستره سرغړونه دا ه چې د دويم کال لپاره د احمد ضيا مسعود (چې د ولسمشر لومړی مرستيال تېر شوی دی)، حاجي محقق (چې په ولسي جرګه کې غړی او په کابينه کې وزيران لري)، عبدالرشيم دوستم (چې په دفاع وزارت کې برحاله دنده لري)، امرالله صالح (چې تر نږدې وخته د ملي امنيت مشر و) او يو شمېر نورو جنګسالارانو په دې غونډه کې د افغانستان د واکمن رژيم له اجازې پرته د قانون خلاف د يو بل هېواد د پارلمان او استخباراتو د غړو سره داسې مسايل مطرح کړي دي چې د هغه اساسي قانون خلاف چې څو کاله وړاندې پرې دوی ګوتې لګولي دي ښکاره په ټکر کې دي. تر دې ستره جفا دا ده چې دا غونډه امريکايانو او جرمنيانو د لږکيو د استازو په مانا کړې ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم دې خبرې ته متوجه دی او ويلي یې دي چې ((موږ باور لرو چې تل بهتره ده چې د کانګرس غړي د افغانستان د پراخه خواوو سياسي مشرانو سره وويني، نه يوې برخې سره.))

دا څه ډول امکان لري چې پخوانی کمونست جنرال عبدالرشيد دوستم دې د حکومت برحاله مامور وي او بيا دې په داسې غونډو کې برخه اخلي چې دا حکومت یې غندي! امريکايان او جرمنيان په کوم اساس د يو داسې حکومت مامور سره چې دوی یې په رسميت پېژني او سفارتي اړيکې ورسره لري له افغانستانه بهر په مرموزه توګه ناسته کوي، د افغانستان په برخليک ورسره خبرې کوي، او د نورو جنګسالارانو په شمول یې هڅوي چې د افغانستان د ويش لپاره کار وکړي.

دا امکان نه لري چې د امريکا د کانګرس غړي دې د امريکا د رسمي تګلارې خلاف داسې غونډه وکړي. د امريکا او د دې هېواد ټولې ادارې او حتی غير حکومتي ادارې هڅې د امريکا د ګټو لپاره کار کوي او د امريکا وزارت خارجه درواغژنه ده چې ګنې د کانګرس غړو سره یې په دې غونډه موافقه نه لرله. ښکاره ده چې لکه بل هر استعماري قوت امريکا هم له یوې خوا د طالبانو سره غواړي خبرې وکړي او له بلې خوا جنګسالاران هڅوي چې خپلې ليکې بيا يو کړي چې د طالبانو سره د خبرو او د ټوپکمارو د يو کولو په پايله کې افغانستان وويشي او يا یې له نقشې ورک کړي.

جرمني هم چل کوي چې ګنې په دې غونډه کې یې برخه نه لرله. په داسې حساس وخت کې په خپل هېواد کې داسې جنګسالارانو ته چې د غونډې پر ځای بايد محاکمه شوي وای حق ورکوي چې د افغانستان په سرنوشت خبرې وکړي. لکه هر استعماري اړخ جرمني هم کوښښ کوي دوه مخی سياست وکړي. له يوې خوا د بون غونډه کوي او د افغانستان د اساسي قانون په احترام تاکيد کوي، خو له بلې خوا بيا د بشر د حقوقو پايمالونکي او په ډله ييزو وژنو تورن کسان پرېږدي چې په هېواد کې یې د همدې اساسي قانون خلاف غونډه وکړي او طرحې وړاندې کړي!

د دا ډول منظمې او له مخکې ترتيب شوې غونډې پرله پسې دايرول روښانه توطيه ده. په دې دسيسه کې بهرني هېوادونه او جنګسالاران د دې غونډې په جوړولو او افغان حکومت او مخالفين یې په چوپتيا شريک دي. د دې غونډې پرله پسې دايرېدل د دې دليل دی چې دا غونډه د بون د تېرې غونډې په تعقيب نه ده جوړه شوې، بلکې د تېر کال د غونډې په تعقيب جوړه شوې ده چې د همدې جنګسالارانو او کانګرس او استخباراتو غړو ترمنځ جوړه شوې وه. د تېر کال او سږه کال غونډې توپير دا دی چې په سږنۍ غونډه کې یې دسيسه په ښکاره وڅېړله او اعلان یې کړه.

دوه ټکي بايد روښانه کړم: په جرمني کې د امريکايانو او جرمنيانو سره ناست جنګسالاران په افغانستان کې د يو قام استازيتوب هم نه کوي. دا قامونه چې دوی یې نومونه اختطاف کړي دي او استعماري قوتونو پرې واکمن کړي دي له دې اشخاصو ډېر شريف دي او امکان نه لري چې د وينو بهولو په دې دسيسه دې موافق وي. دا د يو څو بدنامه او استعماري قوتونو لاسپوڅو استازيتوب کولای شي خو د قامونو استازيتوب نه شي کولای. رسنۍ دې هم دې ته پام کوي او د اقليتونو مشران دې نه ګڼي.

دويم دا چې د دې جنګسالارانو دا غوښتنې چې ګنې طالبانو سره دې په خبرو کې دوي يو اړخ وي معقوله غوښتنه نه ده. دوی د بهرني ځواکونو په اوږو راغلي جنګسالاران دي او په هر ډول مذاکراتو کې بايد د دې ځواکونو د چتر لاندې وي او دا چې دا ځواکونه او يا افغان حکومت مذاکرات کوي نو د دوی استازيتوب هم شوی دی او اړتيا نشته چې دوی دې د مذاکراتو پروسه په دې مانا سبوتاژ کړي چې ګنې د معضلې يو اړخ دی. دا روښانه ده چې دا جنګسلاران چې اوس ترې يو اقتصادي، کولتوري، او رسنيزه مافيا جوړه شوې ده د معضلې اړخ نه بلکه پخپله معضله ده چې بايد په مذاکراتو کې په دې خبرې وشي چې څنګه بيا د دوي په لاسونو کې د افغان شريف ولس برخليک د غورزېدو مخنيوی وشي.