د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله

خبري څانګه 04.03.2011 20:09

د غونډې يوه برخه

په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله.

د اماراتو د شارجې په ښار کې دوه نيم سوه افغانانو په هغه غونډه کې برخه واخيسته چې نږدې شپيته شاعرانو او ليکوالانو هم په کې برخه اخيستې وه.

غونډه چې په اماراتو کې د مېشتو افغانانو د يو قامي مشر له خوا په تلاوت پرانيستل شوه د شپې تر ۱ بجې پورې دوام وکړ چې يو شمېر پوهانو په کې د مورنۍ ژبې په اهميت او د نړۍ د ولسونو له خوا د دې ورځې د نمانځنې په شاليد خبرې وکړې او وروسته ازاده مشاعره وشوه چې څلويښتو شاعرانو په کې خپل شعرونه واورول.

د غونډې د تنظيمونکې ډلې غړي زرين زاده يوسفزي ټول افغان ته وويل چې دا لومړي ځل و چې په اماراتو کې د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ نمانځې نو له دې کبله یې ۱۲۰ کسانو د ګډون اټکل کړی و خو غونډې ته دوه نيم سوه د لرو او بر افغان وطن پښتانه د اماراتو له ګڼو ښارونو لکه ابوظبي، العين، دوبۍ، شارجه، راس الخيمه او عجمان څخه په کې برخه واخيسته.

زرين زاده غونډې ته په وينا کې د پښتونخوا د حکومت دا پرېکړه وستايله چې پښتو ژبه به په دې ايالت کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې لازمي مضمون وي.

د غونډې مشر ميلمه ليکوال او شاعر مجيد قرار و چې په خپله وينا کې د غونډې ګډونکونکو ته وويل چې خپله ژبه کارول که له يوې خوا اساسي حق دی له بلې خوا د سياست، اقتصاد، کولتور او ټولينزو مسايلو سره تړلی حق دی چې په تلف کېدو یې ولسونه له ډېرو سياسي، اقتصادي، او ټولنيزو حقوقو هم بې برخي کېږي.

قرار وويل چې دا مهال پښتنو ځکه په پښتونخوا او افغانستان کې ډېر حقوق له لاسه ورکړي دي چې د ژبې حق یې پايمال شوی دی. نوموړي په ليکوالانو غږ وکړ چې په دې اړه دې بحث وکړي چې پښتو ژبې د حق نه ورکولو او ټکېدو له امله څومره پښتانه په اقتصادي ډګر کې زيانمن شوي دي.

په غونډه کې ملي شاعر او هنرمند عبدالله مقري هم برخه اخيستې وه او ګډونوالو ته یې وينا وکړه او خپل شعر یې واوراوه.

د غونډې په پای کې مشاعره وشوه چې تر څلوېښتو ډېرو شاعرانو په کې برخه واخيسته او د غونډې د دريځ د چلونکي ليکوال او شاعر نظار يوسفزي له خوا دريځ ته وبلل شول او ګډونوالو ته یې خپل شعرونه واورول. د شاعرانو په ډله کې له نظار يوسفزي،  مجید قرار ، او عبدالله مقری برسېره خالد حسرت ،فضل سبحان عابد، تاج انور اعجاز خټک، عبدالله شاه ژوندون، او اختيارالله اورکزي هم خپل شعرونه ووارول.


قرار د غونډې ميلمه و او نظر يوسفزي د دريځ چارې پرمخ بيولې.