د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حکمتيار: د پاڅون وخت دی

خبري څانګه 06.04.2011 08:51

د حزب اسلامي مشر چې د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو خلاف وسلوال مقاومت کوي په افغانانو غږ کړی دی چې روانو لاريونونو ته دې دوام ورکړي. هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د پاڅون وخت رارسېدلی دی.

حکمتيار په خپله يوه بيانيه کې چې ټول افغان ته یې يوه کاپي رسېدلې ده ويلي دي چې ((په داسي حال کي چي ددغو تظاهراتو او دمظاهره کوونکو دغوښتنو په کلکه ملاتړ کوي؛ د دوى په ضد د بهرنيو ځواکونو او ددوى دذليلو افغاني مزدورانو وحشيانه چلن، پر لاريون کوونکو بې رحمانه ډزي، په لسگونو بې دفاع او بې وسلې افغانان وژل، په سلگونو نور په خپلو وينو کي رغړول او گڼ شمېر نور نيول او زنداني کول او همدا راز ددښمن د اجيرو مبلغينو او دشيطاني رسنيو هغه دروغجن تبليغات په کلکه غندي چي لاريون کوونکي په تشدد تور نوي.))

له طالبانو وروسته حزب اسلامي دويمه ډله ده چې د لاريونونو ملاتړ کوي. د دوی ملاتړ امکان لري په هېواد کې د لاريونونو لړۍ لا پسې پراخه او اوږده کړي.

حکمتيار ويلي دي چې لاريونونه سولييز وو خو بهرني ځواکونه وېره لري چې په منظم او افغانستان شمول خوځښت وانه وړي. حکمتيار په لاريون کونکو غږ کړی دی چې خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي.

حزب اسلامي په افغانستان کې په تنظيمي لحاظ يو منظم حزب دی چې د کابل په واکمن رژيم کې یې هم ډېر غړي کار کوي او د حکمتيار په مشرۍ یې د ګوند يوه برخه د بهرنيانو ضد په وسلواله جګړه بوخت دی.

د حکمتيار بيانيه