د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون بشپړ متن

خبري څانګه 21.11.2013 16:47

سریزه


د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (چې له دې وروسته د "افغانستان" په نوم) او د امریکا متحده ایالات (چې له دې وروسته د " متحدو ایالاتو "په نوم) په ګډه "دواړه لوري" او په انفرادي توګه "لوری" یادیږي؛
د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه، د همدې موافقتنامې پر مواردو په بیا ټینګار سره دواړه لوري ژمن دي چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي، لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول؛
د ستراتیژیکو همکاریو په موافقتنامه کې د دې اصل په تائیدولو سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د دوه اړخیز احترام او ګډو ګټو پر بنا باندې ولاړه ده؛
همدارنګه د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې د هغه اصل پر بياټينګار سره چې دواړه لوري به خپلې همکارۍ ته په ډاډمنه توګه دوام ورکوي، ځکه دوی د افغانستان د خلکو لپاره د يوې عادلانه، سوله یيزې، امنې او له فرصتونو څخه ډکې راتلونکې د تحقق لپاره تعهد لري او همداراز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي وحدت ته د دواړو لوريو په ټینګې ژمنې باندې بیا ټینګار کوي؛
د افغانستان او متحدو ایالاتو ترمنځ دوامداره مشارکت ته په پام او د دې قرارداد پر اساس د دفاعي او امنیتي همکاریو د پراختیا، ودې، پیاوړتیا او لا ارتقا لپاره د دواړو لوريو پر ګډې ارادې باندې په ټینګار سره؛
په دې هیله چې د دفاعي او امنیتي تدابیرو په برخو کې نږدې همکارۍ دوام ومومي ترڅو په افغانستان کې امنیت او ثبات ټینګ کړي، د سیمي او نړۍ د سولې او ثبات په تامینولو کې ونډه واخلي، له تروریزم سره مبارزه وکړي او داسې یوه سیمه رامنځته کړي ترڅو د القاعدې او ورپورې تړلیو ډلو لپاره مصؤون پټنځای نه وي، د افغانستان وړتیاوې پیاوړې کړي ترڅو د خپلې ملي واکمنۍ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې ګواښونه دفع کړي؛ او دې ته په اشارې سره چې متحده ایالات په افغانستان کې د دایمي نظامي تأسیساتو په لټه کې نه دی او د داسې حضور په لټه کې هم نه دی چې د افغانستان ګاونډیانو ته ګواښ وي؛ او ژمن دی چې د افغانستان له خاورې او تأسیساتو څخه د هېڅ بل هېواد پر وړاندې د بریدونو لپاره استفاده و نه کړي؛
د افغانستان په اړه د شیکاګو د سرمشریزې اعلامیې ته په اشارې چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲۱ مه د دولتونو د مشرانو، د افغانستان د حکومت او ناټو تر مشرۍ لاندې د آیساف د غړو هېوادونو له خوا صادره شوه، په خاص ډول ګډون کوونکو د یو حاکمیت لرونکي، با امنه او دموکراتیک افغانستان لپاره پر خپلو ټینګو ژمنو یو وار بیا ټینګار وکړ او د دې په تائیدولو سره چې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه په افغانستان کې د آیساف ماموریت پای ته رسیږي او د انتقال د بهیر له پای ته رسېدو څخه وروسته د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، مشورې او همکارۍ په هدف د ناټو ترمشرۍ لاندې د یو نوي ماموریت د رامنځته کولو لپاره د ناټو او افغانستان ګډو ژمنو په شمول د افغانستان او آیساف ترمنځ نږدې همکارۍ دوام مومي؛ پر دې باندې په ټینګار سره چې داسې ماموریت باید لازم صلاحیتونه، د حضور د څرنګوالي ترتیبات او حقوقي مبنا ولري؛
د اړیکو ترینګلتیاوو، ابهام او سوء تفاهم د کمولو له لارې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په هدف د سیمه ییزو همکاریو او همغږیو د میکانیزمونو لپاره د دواړو لوریو پر دوامداره ملاتړ باندې په بیا ټینګار سره؛
د 1392 کال د لویې جرګې د تائید په یادونې سره چې د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو قرارداد د افغانستان د امنیت لپاره اهمیت لري؛
د یو بل خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د بشپړ درناوي او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصولو ته په پاملرنه، په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا او تروریزم پر وړاندې د مبارزې په منظور؛ د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو د زمینو د لا زیاتې پراختیا په هیله؛
د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت د موافقې په لرلو سره چې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او برابرۍ پر بنسټ وي او له ټولو ملتونو څخه په غوښتنې چې د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام وکړي او د افغانستان په کورنيو چارو او دموکراتیکو بهیرونو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي؛
همدارنګه په دې باندې په ټینګار سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د یو بل ملي حاکمیت ته د بشپړ درناوي، د ملګرو ملتونو د منشور اهدافو او د هغې ګډې علاقې پر بنسټ ولاړه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو یو چوکاټ رامنځته کوي او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي ته د دوی پر ټینګه ژمنه او د افغانستان قوانینو، دودونو او عنعناتو ته پر احترام باندې په بیا ټینګار سره؛

 



دواړه لوري په لاندې ډول موافقه کوي:

 

لومړۍ ماده


اصطلاحات

1. "د متحده ایالاتو ځواکونه" هغه جوړښت دی چې د افغانستان په خاوره کې د متحده ایالاتو د ځواکونو او اړونده ملکي برخې غړي او همداراز د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو ټول ملکیتونه، تجهیزات او مواد په بر کې نیسي.

2. "د ځواکونو غړی" هر هغه فرد دی چې د متحده ایالاتو په ځمکنيو، سمندري یا هوايي وسله والو ځواکونو پورې مربوط وي.

3. "د ملکي برخې غړی" هر هغه فرد دی چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له خوا استخدام شوی وي او د پوځي ځواکونو غړی نه وي.اما هغه کسان چې په افغانستان کې په دایمي توګه اوسیږي یا هغه افغان وګړي چې معمولاً په افغانستان کې استوګن دي، "د ملکي برخې غړي" نه شمېرل کېږي.

4. "اجرائیوي استازی" د افغانستان له خوا د افغانستان د دفاع وزارت او د متحده ایالاتو له خوا د دغه هېواد د دفاع وزارت دی.اجرائیوي استازی د اصلي ارتباطي مرجع په توګه، د دې قرارداد د تطبیق په چارو کې د خپل لوري له خوا استازیتوب کوي.

5. "د متحده ایالاتو قراردادیان" هغه حقیقي او حکمي اشخاص دي چې د اصلي یا فرعي قرارداد پر اساس په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونو ته د اکمالاتو او خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت لري او یا د هغوی په استازیتوب دغه چارې ترسره کوي.

6. "د متحده ایالاتو د قرارداديانو کارکوونکي" هغه افراد دي چې د متحده ایالاتو د قراردادیانو له خوا استخدامیږي.

7. "منل شوي تأسیسات او ساحې" هغه تأسیسات او ساحې دي چې د دې سند په (الف) ضمیمه کې د افغانستان په خاوره کې په یاد شویو موقعیتونو کې د افغانستان له خوا برابریږي او دغه راز هغه نور تأسیسات او ساحې دي چې په راتلونکي کې د افغانستان له خوا او د دوه اړخیز توافق سره سم د متحده ایالاتو ځواکونو، د متحده ایالاتو قراردادیانو، د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکو او نورو افرادو ته برابریږي چې له دې قرارداد سره په مطابقت کې ورته لاسرسی او د استفادې حق ولري.
8. "د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه" هغه جوړښت دی چې د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو او د اړتیا په صورت کې د ملي امنیت ریاست او له دوه اړخیز توافق سره سم د نورو اورګانونو پرسونل په بر کې نیسي.
9. "مالیات" هر ډول مالیات، محصول (د ګمرکي محصول په ګډون)، فیسونه، او نور مشابه یا اړوند لګښتونه دي چې د افغانستان د حکومت له خوا او د دې قرارداد د اهدافو لپاره د ولایت، ولسوالۍ او په هره سطحه کې د چارواکو او د دوی تر لاس لاندې ادارو له خوا وضع کېږي.

دوهمه ماده

هدف او محدوده
1. دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخیستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پر بنسټ د ولاړ نظام پر وړاندې کورني او بهرني ګواښونه دفع کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې محاربوي عملیات نه شي ترسره کولای، مګر دا چې دواړه لوري په بل ډول توافق وکړي.

2. د دغه هدف د تحقق لپاره، متحده ایالات له افغانستان سره په نږدې همکارۍ او همغږۍ کې د افغانستان د خلکو د امنیت د تأمین په خاطر له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د اړتیا وړ قابلیتونو د لوړولو په برخه کې د مرستې په هدف د ګډ توافق پر اساس لاندې حمایوي فعالیتونه ترسره کوي:

د ساحوي انجنیرۍ، د سړک غاړې د بمونو او نورو چاودېدونکو توکو د خنثی کولو په برخو کې د قابلیتونو پر لوړولو سربېره، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته مشوره ورکول، د هغوی روزنه، تجهیز، ملاتړ او مرسته؛ د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټرانسپورتي او لوژستیکي سیستمونو ایجاد او ارتقا؛ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخه کې د قابلیتونو لوړول؛ د افغانستان د هوایي ځواکونو د قابلیتونو پیاوړي کول؛ د ګډو پوځي تمرینونو ترسره کول؛ او داسې نور فعالیتونه چې کېدای شي د دواړو لوریو د موافقې په صورت کې ترسره شي.دواړه لوري د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ودې پر جزئیاتو باندې "د افغانستان د ریکارد پروګرام" او د ۲۰۱۲ میلادي کال د شیکاګو د سرمشریزې له مصوبې سره سم او همداراز "د امنیت مشورتي مجمع" د چوکاټ پر اساس خپل کار ته دوام ورکوي.

3. دواړه لوري تائیدوي چې افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د افغانستان د خلکو او خاورې د امنیت د تأمینولو مسؤلیت لري.دواړه لوري د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د توان لوړولو لپاره کار کوي ترڅو کورني او بهرني ګواښونه دفع او په وړاندې يې غبرګون وښیي.له غوښتنې سره سم، متحده ایالات په عاجله توګه د افغانستان د امنیت پر وړاندې د ګواښونو د دفع لپاره د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره خپل ملاتړ مشخصوي.

4. دواړه لوري دا مني چې د تروریزم په وړاندې په ګډه جګړه کې د القاعدې او ورپورې تړلو ډلو د ماتې لپاره د متحده ایالاتو پوځي عملیات لازم دي.دواړه لوري موافق دي چې د دغو اهدافو د تحقق لپاره د افغانستان او متحده ایالاتو د ملي ګټو د خوندي ساتلو په نیت د متحده ایالاتو له یو اړخیزو پوځي عملیاتو پرته خپلو نږدې همکاریو او همغږیو ته دوام ورکړي.د تروریزم پر خلاف د متحده ایالاتو پوځي عملیات د تروریزم پر وړاندې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عملیاتو د بشپړولو او ملاتړ لپاره دي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په رهبرۍ او دغه راز د افغانستان ملي حاکمیت ته په پوره درناوي او د افغانستان د خلکو او د دوی د کورونو خوندیتوب او امنیت ته په پوره پام، ترسره کېږي.

5. په دې ماده کې د درج شویو فعالیتونو او عملیاتو او د دواړو لوریو د توافق وړ نورو اهدافو او ماموریتونو د پرمخ بېولو لپاره او په دې قرارداد کې د درج شویو صلاحیتونو سره سم، د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې د دې قرارداد د شرایطو له مخې د خپل حضور پر مهال د اړتیا په صورت کې د خپل ملاتړ په شمول، کولای شي ترانزیتي، حمایوي او نور اړوند فعالیتونه او چارې چې په دې قرارداد کې ذکر شوي دي او یا په دوه اړخیزه توګه به پرې موافقه وشي، ترسره کړي.

6. دغه قرارداد، د ټولو ضمایمو او نورو تطبیقي توافقاتو یا تدابیرو په شمول، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د حضور او فعالیت لپاره لازم صلاحیتونه ورکوي او هغه شرایط او احکام تعریفوي چې د دوی د حضور څرنګوالی او شرایط او دغه راز په هغو ځانګړيو حالاتو کې چې دلته ورته اشاره شوې، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قرارداديانو د کارکوونکو د حضور او فعالیت څرنګوالی تشریح کوي.


درېیمه ماده


قوانین
1. د متحده ایالاتو د ځواکونو او ملکي برخې غړي مکلف دي چې د افغانستان اساسي قانون او نورو قوانینو ته درناوی وکړي او له هغو فعالیتونو څخه چې د دې قرارداد له روحیې سره په مغایرت کې وي، په ځانګړي توګه د افغانستان په خاوره کې د سیاسي فعالیتونو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي.دا د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو مکلفیت دی چې د دغه هدف د تحقق لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.
2. په دې قرارداد کې د دواړو لوریو اړوند مکلفیتونه او نور راتلونکي تدابیر، له هرډول جانبدارۍ څخه پرته د افغانستان د حاکمیت او له ځانه د دواړو لوریو د مشروع دفاع حق له نړیوالو قوانینو سره سم تنظمیږي.د دې قرارداد د تطبیق اړوندې همکارۍ او فعالیتونه له نړیوالو قوانینو سره په مطابقت کې د دواړو لوریو له اړوندو تعهداتو او مکلفیتونو سره سم، ترسره کیږي.
3.


څلورمه ماده


د افغانستان د امنیتي او دفاعي قابلیتونو لوړتیا او پایښت
1. د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي، دواړه لوري په امنیتي برخو کې دوامدارو نړیوالو امنیتي مرستو ته د افغانستان اوسنۍ اړتیا درک کوي او په دې برخه کې مشترک هدف لري چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د تمویل او پیاوړتیا له پلوه ورځ تر بلې پر خپل ځان متکي شي او بالاخره د دفاعي او امنیتي اړتیاوو تمویل په بشپړه توګه په خپله غاړه واخلي او د خپلو ځواکونو پایښت تامین کړي.

2. افغانستان د خپل سیاسي او اقتصادي ثبات او له عمومي اقتصادي وضعې سره سم، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ودې او پایښت په برخه کې د خپل بشري ځواک، منابعو او امکاناتو په محدوده کې، بشپړه ونډه اخلي.افغانستان د خپلو ملي دفاعي او امنیتي ظرفیتونو د ارتقأ او پایښت لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کوي.
3. تر کومه ځایه چې د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه ایجابوي او هم د هغو تعهداتو مطابق چې په ۲۰۱۲ کال د شیکاګو په سرمشریزه کې شوي، متحده ایالات مکلفیت لري چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مشورې او پایښت لپاره هر کال د مالي منابعو لټه وکړي ترڅو افغانستان وکولای شي په مستقله توګه د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په وړاندې ځان خوندي کړي او خپله دفاع وکړي او د دې په یقیني کولو کې مرسته وکړي چې تروریستان بیا هېڅکله هم و نه شي کولای د افغانستان په خاوره کې رخنه وکړي او افغانستان، سیمه او نړۍ یو وار بیا وګواښوي.متحده ایالات د شیکاګو د سرمشریزې تعهداتو ته په پام، له افغانستان سره د مالي منابعو د مقدار په اړه چې د دې قرارداد د اهدافو د تطبیق لپاره لازم وي، مشوره کوي او د پورتني مکلفیت په اجراء کولو کې د دغو مشورو نتایج په پام کې نیسي.د افغانستان کلنيو لومړیتوبونو ته په کتو سره، متحده ایالات د افغانستان د بودجوي میکانیزم له لارې ضروري مالي منابع برابروي چې د اړوندو افغان ادارو له خوا د شفافیت او حساب ورکونې د معیارونو د تطبیق او د تدارکاتو، تفتیش او نظارت په برخه کې د نړیوالو منل شویو تګلارو سره سم، مدیریت او مصرفیږي.
4. د افغانستان د امنیت د تامینولو په هدف، دواړه لوري دا اهمیت درک کوي چې د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه باید په لازمو تجهیزاتو او موادو سمبال وي.دې هدف ته د رسېدو لپاره، متحده ایالات د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د تجهیزاتو او موادو په برابرولو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
5. افغانستان او متحده ایالات کولای شي له نورو هېوادونو سره څرنګه چې په دوه اړخیزه توګه به پرې موافقه وشي، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې، د تجهیز په شمول، همکاري او همغږي وکړي.

6. متحده ایالات موافقه کوي چې د افغانستان او سیمې د امنیت په ټینګولو کې د اغیزمنې ونډې په منظور، د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د قابلیتونو په لوړولو کې له افغانستان سره د غیرناټو عمده متحد په توګه، همکاري وکړي.
7. د افغانستان د دفاع او امنیت لپاره، دواړه لوري دا درک کوي چې د ناټو له معیارونو سره سم د افغانستان د دفاعي قابلیتونو ارتقاء او د سیستمونو انکشاف د دغه هېواد په ګټه دي او له ناټو سره بین العملیاتي قابلیت پیاوړی کوي.له افغانستان سره د ترسره شویو دفاعي او امنیتي مرستو د خوندي ساتلو او اغیزمنې استفادې د لا لوړتیا په هدف او د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي او متحده ایالاتو ځواکونو ترمنځ د همکاریو له ګټو څخه د لا زیاتې استفادې په موخه، دواړه لوري د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو، توکو، تاسیساتو، عملیاتي دوکتورین او ادارو د ودې په برخه کې همغږي رامنځته کوي ترڅو د معیاري کېدو او له ناټو سره د همکارۍ بین العملیاتي قابلیت ترلاسه کړي.دغه همغږي د خپلو منابعو د لارې له غیر ناټو هېوادونو څخه د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره د افغانستان له خوا د تجهیزاتو او موادو د تدارک مخه نه نیسي.
پنځمه ماده
د دفاعي او امنیتي همکاریو میکانیزمونه
1. دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان او متحده ایالاتو د دفاعي او امنیتي همکاریو کاري ډلې ته چې د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې پر اساس رامنځته شوې ده، لارښوونه وکړي چې:
الف - د دې قرارداد له اهدافو او محدودې سره سم، له موجودو امنیتي او دفاعي منابعو څخه د افغانستان د لا زیاتې استفادې او تحلیل لپاره، د مؤثریت مناسب معیارونه رامنځته کړي؛
ب – د دواړو لوریو د اړوندو منابعو د تخصیص د تصمیم نیولو او د افغانستان د دفاعي قابلیتونو د ارتقأ او پایښت په برخه کې د همکارۍ لپاره، له وضع شویو معیارونو سره په مقایسه کې د عملي اجراآتو شپږ میاشتنۍ ارزونې ترسره کړي؛
ج – د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، یو طرزالعمل ترتیب کړي چې د هغې له لارې د افغانستان په وړاندې د کورنيو او بهرنيو ګواښونو په اړه په موقع، دقیق، اغېزمنې او ګټورې ارزونې ترسره کړي؛ او
د – د معلوماتو او استخباراتي اطلاعاتو د شریکولو او ارزیابۍ د کچې د لوړولو لپاره مشخصې سپارښتنې وکړي.

2. د ځانګړو خوندي ارتباطي کانالونو د رامنځته کولو په شمول، له یو بل سره د ګواښونو په اړه د مشورتي توان د پیاوړتیا دوام، د دواړو لوريو ګډ هدف دی.
شپږمه ماده
بهرنی تېری
1. د ملګرو ملتونو د منشور پر خلاف، افغانستان د بهرنیو دولتونو او د بهرنیو په ملاتړ د بهر مېشتو وسله والو ډلو له خوا د تېري او د قوې کارونې د نورو ډولونو، هدف ګرځېدلی دی.د دې قرارداد په محدوده کې، دواړه لوري د افغانستان د ځکمنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول وسله والې قوې یا ګواښونو، د هر بل دولت یا نورو وسله والو ډلو لخوا له وسله والو ډلو څخه د ملاتړ او دوی ته د پټنځایونو او وسلو د برابرولو په کلکه مخالفت کوي.دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت یا سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې د دا ډول ګواښونو پرخلاف د افغانستان د دفاعي قابلیتونو په لوړولو کې همکاري وکړي.

2. متحده ایالات د افغانستان د ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې د هر راز بهرني تېري او یا د بهرني تېري ګواښ ته د جدي اندېښنې په سترګه ګوري او دا مني چې دا ډول تېری کولای شي د افغانستان، سیمې او نړۍ په سوله او ثبات کې د دواړو لوریو ګډې منافع تهدید کړي.

3. دواړه لوري په منظمه توګه د بالقوه سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په اړه مشورې کوي چې دا کار کولای شي د داسې بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ پر مهال د مناسب غبرګون یوه برخه جوړه کړي.د دغو مشورو په رڼا کې، دواړه لوري د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو د یو لیست د ترتیب په لټه کې کیږي.

4. د بهرني تېري او یا د افغانستان په وړاندې د بهرني تېري د ګواښ په صورت کې، دواړه لوري په عاجله توګه د مناسب غبرګون د ښوولو لپاره د دواړو لوریو د اساسي قوانینو د طرزالعملونو مطابق د سیاسي، دیپلوماتیکو، پوځي او اقتصادي اقداماتو په شمول چې په دوه اړخیزه توګه به مشخص شي او په دریېمه فقره کې یې د لیست د ترتیب یادونه شوې، مشورې کوي.

5. دواړه لوري د دغو منظمو او عاجلو مشورو د اغېزمن تطبیق لپاره هر اړخیز طرزالعملونه ترتیبوي:
الف – د دا ډول هر اړخیزو طرزالعملونو پر اساس، د بهرني تیري یا بهرني تېري د ګواښ په صورت کې د عاجلو مشورو د پيل لپاره د لومړنیو ارتباطي کانالونو په توګه د افغانستان او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرانو، د افغانستان او متحده ایالاتو د دفاع وزیرانو او په ترتیب سره په کابل او واشنګټن کې د دواړو هېوادونو سفیرانو ترمنځ مشورې د اعتبار وړ ګڼل کیږي.
ب - اما په بېړنيو او ضروري حالاتو کې، دا ډول هر اړخیز طرزالعملونه د نورو کانالونو یا میکانیزمونو له لارې، له یو بل سره د مشورو لپاره د دواړو لوريو امکانات، نه متاثر کوي او نه یې هم محدودوي.

6. دواړه لوري موافق دي چې د افغانستان او متحده ایالاتو د دفاعي او امنیتي همکاریو کاري ډلې ته هدایت ورکړي ترڅو دغه ماده، د هر اړخیزو طرزالعملونو د ترتیب په شمول، په اغېزمنه توګه تطبیق کړي او د هغو اقداماتو پر لیست چې د دریمې فقرې سره سم ترتیبږي، په منظم ډول بیا کتنه وکړي.
اوومه ماده
له منل شویو تأسیساتو او ساحو څخه استفاده
1. د لومړۍ مادې له اوومې فقرې سره سم، افغانستان یوازې د دې قرارداد د اهدافو او مندرجو احکامو د تطبیق په منظور، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د قطعاتو او د سیمو د خلکو موقعیت ته په پام سره، منل شویو تأسیساتو او ساحو ته د لاسرسي او استفادې زمینه برابروي.د نورو مقاصدو لپاره دا ډول منل شویو تأسیساتو او ساحو ته لاسرسی او استفاده، د دواړو لوریو ترمنځ د دوه اړخیزې موافقې پر اساس ترسره کیږي.

2. د دې قرارداد پر اساس، افغانستان د متحده ایالاتو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د منل شویو تأسیساتو او ساحو دننه د نويو ساختماني کارونو د حق په شمول، هغه ټول حقونه او قانوني صلاحیتونه چې د دوی د استفادې، عملیاتو، دفاع او کنټرول لپاره ضروري وي، وکاروي. متحده ایالات کولای شي دا ډول ساختماني کارونه د ځواکونو یا ملکي برخې د غړو په واسطه او یا هم د قرارداد له لارې ترسره کړي.
3. افغانستان د متحده ایالاتو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې د امنیت او مصؤونیت د تامین په خاطر هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو ته چې د دوی د ځانګړې استفادې لپاره برابرې شوي، پر دخول کنټرول ولري او هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو ته چې د ګډې استفادې لپاره چمتو شوي، له افغان چارواکو سره د افرادو دخول همغږی کړي.د غوښتنې په صورت کې متحده ایالات د افغانستان د اړوندو مقاماتو لپاره، ټولو هغو منل شويو تأسیساتو او ساحو ته لاسرسی برابروي چې د متحده ایالاتو د ځواکونو د ځانګړې استفادې لپاره چمتو شوي دي.دواړه لوري هغو منل شويو تأسیساتو او ساحو ته چې د متحده ایالاتو ځواکونو د ځانګړې استفادې لپاره برابرې شوي، د افغان چارواکو د لاسرسي لپاره په دوه اړخیزه توګه منل شوي طرزالعملونه رامنځته کوي.دا ډول طرزالعملونه او لاسرسی د متحده ایالاتو د ځواکونو عملیاتو او امنیتي اړتیاوو ته په کتو سره تطبیق کیږي.د دې په منلو سره چې د اړتیا په وخت کې د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د منل شویو تأسیساتو او ساحو په دننه او مجاوریت کې د خپلو ځواکونو لپاره محافظوي فعالیتونه ترسره کړي، د افغانستان ملي حاکمیت ته په پوره درناوي او د افغان وګړو امنیت او مصؤونیت ته په بشپړ پام سره، دواړه لوري موافقه کوي چې د ځواکونو د محافظت لپاره خپل اړوند پلانونه همغږي او توحید کړي ترڅو د متحده ایالاتو د ځواکونو امنیت تامین شي.د دې هدف د تحقق لپاره، د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان له قوانینو او د متحده ایالاتو د ځواکونو له محاربوي قواعدو سره سم، افغان ملکي وګړي او د دوی کورونه نه په نښه کوي.

4. د دې قرارداد د هدف او محدودې د تحقق په خاطر، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز، مشورې او پایښت په موخه په ځانګړي توګه د متحده ایالاتو هڅو ته په پام سره، افغانستان د متحده ایالاتو لپاره ټول منل شوي تأسیسات او ساحې له لګښت پرته برابروي.

5. که دواړه لوري په بل ډول موافقه ونه کړي، د متحده ایالاتو ځواکونه په هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو کې چې د دوی د استفادې لپاره ځانګړې شويِِ؛ د ودانولو، پراختیا، اداره، حفظ او مراقبت د لګښتونو مسوولیت په غاړه لري.که چېرې د دواړو لوریو له خوا په بل ډول موافقه نه وي شوي، په هغو منل شویو تأسیساتو او ساحو کې چې د ګډې استفادې لپاره ځانګړې شوي او یا هم د متحده ایالاتو د ځواکونو او د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او یا نورو ارګانونو لخوا په بله بڼه په ګډه کارول کیږي؛ د ودانولو، پراختیا، اداره، حفظ او مراقبت لګښتونه د هغوی د استفادې په تناسب پر دوی وېشل کیږي.

6. متحده ایالات خپله ژمنه تائیدوي چې د خپلو پالیسیو په تطبیق کې د افغانستان د چاپېریال، روغتیا او د حفاظتي اړوندو قوانینو، مقرراتو او معیارونو درناوی کوي.په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو فعالیتونه او عملیاتي چارې د بشري روغتیا، خوندیتوب او طبیعي چاپېریال ساتنې لپاره د افغانستان نافذه قوانینو او مقرراتو ته په احترام، د متحده ایالاتو د نافذه قوانینو او مقرراتو او همداراز د نړیوالو موافقتنامو سره سم ترسره کیږي.

7. په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو ټول فعالیتونه او عملیاتي چارې د لرغونو آثارو او کلتوري میراثونو د سیمو خوندي ساتنې په منظور، د افغانستان قوانینو او مقرراتو ته په بشپړ درناوي سره ترسره کیږي.په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د لرغونو او کلتوري میراثونو د آثارو د رابرسېره کېدو په صورت کې، د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان اړوندو ادارو ته د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه خبر ورکوي.
اتمه ماده
د مالکیت حق
1. د متحده ایالاتو ځواکونه هر هغه منل شوي تأسیسات او ساحې یا د هغوی ځینې اړوندې برخې، تعمیرونه، غیر منقول جوړښتونه او برخې؛ د ودانو، تغییر ورکړل شویو یا بیارغول شویو ودانیو په شمول چې د متحده ایالاتو ځواکونو د استفادې وړ نه وي، افغان لوري ته بېرته سپاري.د متحده ایالاتو ځواکونه افغان لوري ته د دا ډول منل شویو تأسیساتو او ساحو د بېرته سپارنې لپاره د دغو تاسیساتو او ساحو، دوره یي ارزونې ترسره کوي.دواړه لوري یا د دوی اجرائیوي استازي د منل شویو تأسیساتو او ساحو د بېرته سپارنې پر شرایطو مشوره کوي.دواړه لوري موافق دي چې د چاپېریال ساتنې، بشري روغتیا او خوندیتوب لپاره د غیروقایوي تګلارې پر ځای وقایوي تګلاره غوره کړي.دواړه لوري مني چې د متحده ایالاتو پالیسي او تګلارې داسې طرح شوي چې له دا ډول زیانونو او خطرونو څخه مخنیوی کوي او د افغانستان یا متحده ایالاتو غوره محافظوي معیارونه عملي کوي.د متحده ایالاتو د ځواکونو له پالیسیو سره سم، د متحده ایالاتو ځواکونه د چاپیریال هغو زهرجن کېدو د له منځه وړلو لپاره چې د انسانانو په روغتیا او خونديتوب باندې د پام وړ ناوړه اغېزه کوي او په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو ځواکونو د فعالیتونو له امله رامنځته کیږي، سملاسي اقدام کوي.
2. په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې ټول تعمیرونه، غیر منقول جوړښتونه او برخې؛ د مستعملو، ودانو، تغییر ورکړل شویو یا بیارغول شویو ودانیو په شمول، د متحده ایالاتو د ځواکونو، د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قراردادیانو د کارکوونکو او د نورو د ځانګړې استفادې لپاره چې په دوه اړخیزه توګه پرې موافقه شوې، ټاکل شوي دي.ټول تعمیرونه، غیر منقول جوړښتونه او برخې چې په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا جوړ شوي او یا د متحده ایالاتو د ځواکونو د لاسرسِي او استفادې لپاره برابر شوې وي، د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي په کې تغییرات راولي او تر هغې یې وکاروي چې دوی ورته اړتیا لري.

3. د متحده ایالاتو ځواکونه او قراردادیان د هغو تجهیزاتو، توکو، اکمالاتو، منقولو جوړښتونو او نورو د انتقال وړ ملکیتونو مالکیت لري چې دوی په افغانستان کې د خپلو ځواکونو او د هغوی د قراردادیانو د حضور په تړاو د افغانستان په خاوره کې نصب، وارد یا هم اخیستي دي.دواړه لوري د متحده ایالاتو قوانینو او مقرراتو په محدوده کې، افغان لوري ته د خپلو اضافي تجهیزاتو د انتقال او یا خرڅلاو په اړه له یو بل سره مشوره کوي.


نهمه ماده

د تجهیزاتو او توکو زېرمه او ځای پر ځای کول
1. افغانستان د متحده ایالاتو ځواکونو ته اجازه ورکوي چې خپل تجهیزات، اکمالات او توکي په منل شویو تأسیساتو او ساحو او نورو هغو موقعیتونوکې چې په دوه اړخیزه توګه پرې موافقه شوې، ځای پر ځای کړي.د متحده ایالاتو ځواکونه د افغانستان په خاوره کې د زېرمه شويو تجهیزاتو، اکمالاتو او توکو پر استفاده او انتقال مالکیت او کنټرول لري او دغه راز د دې حق لري چې دا ډول تجهیزات، اکمالات او توکي د افغانستان له خاورې څخه بهر وباسي.

2. د متحده ایالاتو ځواکونه خپله ژمنه تائیدوي چې دوی د افغانستان د خونديتوب قوانینو، مقرراتو او معیارونو درناوی کوي.د متحده ایالاتو ځواکونه د خپلو هغو تجهیزاتو، تدارکاتو او توکو د حفاظت او خوندي زېرمه کولو لپاره ټول لازم تدابیر اتخاذوي چې د متحده ایالاتو د نافذه قوانینو او مقرراتو پر اساس د ماهیت له اړخه خطرناک دي.د متحده ایالاتو ځواکونه له مربوطه پالیسیو سره سم، د متحده ایالاتوځواکونه (۱)په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې پاتې شوني پاکوي او (۲) په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې د خپلو ځواکونو د فعالیتونو له امله د چاپېریال د زهرجن کېدو په وجه د انسانانو پر روغتیا او خوندیتوب د پام وړ ناوړه اغېزې د رفع لپاره فوري اقدام کوي.

3. په پاریس کې د ۱۹۹۳ میلادي کال د جنوري په ۱۳مه د کیمیاوي وسلو د جوړونې، تولید، زېرمې یا استفادې د بندیز او تخریب د کنوانیسون او په واشنګټن، لندن او مسکو کې د ۱۹۷۲ میلادي کال د اپرېل په ۱۰مه د بیولوژیکي او زهرجنو وسلو د جوړونې، تولید، زېرمې او استفادې د بندیز او تخریب د کنوانسیون پر اساس؛ متحده ایالات خپلو مکلفیتونو ته په کتو سره موافقه کوي چې په افغانستان کې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې نه زېرمه کوي.دواړه لوري تائیدوي چې متحده ایالات په افغانستان کې اتومي وسلې نه ځای پرځای او نه یې هم زېرمه کوي.
لسمه ماده
د وسایطو، بېړیو او الوتکو تګ راتګ
1. ۱.افغانستان پر خپل هوايي حریم، قلمرو او اوبو بشپړ حاکمیت لري.د افغانستان د هوایي حریم او ټرانسپورت مدیریت د اړوندو افغان ادارو له خوا ترسره کیږي.

2. د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي او د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، افغانستان د متحده ایالاتو دولتي او ملکي الوتکو ته چې د متحده ایالاتو ځواکونو له خوا او یا هم په ځانګړي توګه د دوی لپاره د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي؛ د افغانستان په خاوره کې د ننوتلو، وتلو، عبوري الوتنو، کښیناستلو، پورته کېدلو، هوایي تېل اخیستلو او د الوتنو اجازه ورکوي.د متحده ایالاتو دولتي او ملکي الوتکې چې د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا یا هم په ځانګړي توګه د دوی د قواوو لپاره فعالیت کوي، د عبوري الوتنو یا هوايي لارښوونو د محصول یا هم د افغانستان په حکومتي هوایي ډګرونو کې د پارکنګ د محصول او یا نورو لګښتونو پر ورکړې مکلف نه دي.د متحده ایالاتو دولتي الوتکې په افغانستان کې د مخکینۍ اطلاع د الزامیتونو په شمول د هوايي مصوونیت او تګ راتګ اړوندو قواعدو ته په پوره احترام، فعالیت کوي.هغه ملکي الوتکې چې د متحده ایالاتو ځواکونو یا هم په ځانګړي توګه د هغوی لپاره فعالیت کوي.افغانستان ته د ننوتلو او وتلو لپاره د مخکینۍ اطلاع پر هغو الزامیتونو مکلف دي چې د افغانستان د ملکي هوایي چلند اړوندو ادارو له خوا ضروري ګڼل کېږي.

3. د افغانستان ملي حاکمیت ته په بشپړ درناوي او د دې قرارداد له هدف او محدودې سره سم، افغانستان د متحده ایالاتو بېړیو او وسایطو او هغو بېړیو او وسایطو ته چې د متحده ایالاتو ځواکونو له خوا یا هم په ځانګړي توګه د دوی لپاره د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي؛ د افغانستان په خاوره کې د ننوتلو، وتلو او د تګ راتګ اجازه ورکوي.دا ډول ټولې بېړۍ او وسایط په افغانستان کې د افغانستان د مصوونیت او تګ راتګ اړوندو قواعدو ته په پوره درناوي، فعالیت کوي.د ځواکونو او ملکي برخې غړي مکلف دي چې د رسمي وسایطو د چلولو پر مهال د افغانستان د ترافیکي مقرراتو درناوی وکړي.

4. د متحده ایالاتو دولتي الوتکې، بېړۍ او وسایط د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو له موافقې پرته له ورختلو (بورډینګ) څخه معاف دي.د متحده ایالاتو دولتي الوتکې، بېړۍ او وسایط په افغانستان کې د تفتیش، مقرراتو اویا ثبت له الزامیتونو څخه معاف دي، مګر دا چې د مشترک کمیسیون له خوا او یا هم په دې قرارداد کې پرې بل ډول موافقه شوي وي.

5. د متحده ایالاتو ځواکونه د متحده ایالاتو د الوتکو، وسایطو او بېړیو لپاره د ترلاسه شویو خدماتو په بدل کې له مالیاتو او ورته محصول پرته، مناسب قیمت ورکوي.

6. دواړه لوري توافق لري چې د دې مادې د تطبیق لپاره طرزالعملونه رامنځته کړي.د اړتیا په صورت کې، دواړه لوري پر دا ډول طرزالعملونو بیا کتنه کوي او هغه تجدیدوي.په دغو طرزالعملونو کې د کومې ستونزې د راپیداکېدو په صورت کې، دواړه لوري د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه د ستونزې د حل لپاره اقدام کوي.


یوولسمه ماده

د قراردادونو طرزالعملونه
1. د متحده ایالاتو له قوانینو سره سم، د توکو او خدماتو د ترلاسه کولو لپاره د ساختماني چارو په شمول، د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د افغانستان په خاوره کې قراردادونه وکړي.افغانستان مني چې د متحده ایالاتو ځواکونه د دا ډول قراردادونو په اعلان، ورکړې او مدیریت کې د متحده ایالاتو د قوانینو او مقرراتو په رعایت مکلف دي.د متحده ایالاتو ځواکونه هڅه کوي چې د متحده ایالاتو له قوانینو او مقرراتو سره سم د قراردادونو په ورکړې کې له افغان تدارکاتي شرکتونو څخه چې توکي، محصولات او خدمات برابروي، تر ډېره ممکنه حده کار واخلي.

2. د متحده ایالاتو قراردادیان په افغانستان کې په راجستر کولو مکلف دي او د سوداګریز فعالیت ثبت د درې کلن جواز د ترلاسه کولو په خاطر د یو چټک طرزالعمل له لارې د افغانستان له قوانینو او مقرراتو سره سم د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې ته مناسب، معیاري او یوځل فیس ورکوي.له پورتني مورد نه پرته، د متحده ایالاتو قراردادیان د متحده ایالاتو له ځواکونو سره او یا د دوی په استازیتوب د اصلي یا فرعي قراردادونو په ورکړې او تطبیق کې د افغانستان د نورو ټولو جوازونو له اخیستو او ورته الزامیتونوڅخه معاف دي.
3. د شفافیت اهمیت په درک سره، د معلوماتو د شریکولو او مشورو له لارې څرنګه چې په دوه اړخیزه توګه به پرې موافقه وشي، د متحده ایالاتو ځواکونه پر هغو اندېښنو او منازعو لازم غورکوي چې د افغان ادارو له خوا د متحده ایالاتو قراردادیانو په اړه، مطرح کېږي.د قراردادونو د عقد له ناسمو تګلارو او ناوړې استفادې نه د مخنیوي په هدف، دواړه لوري به په افغانستان کې د قراردادونو د طرزالعملونو د شفافیت، حساب ورکونې او مؤثریت د لا ښه والي لپاره په ګډه کار وکړي.

4. د هر لوري د غوښتنې پر اساس، هغه ستونزې چې د دې مادې په تطبیق کې رامنځته کېږي، د هغو ستونزو په شمول چې د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قراردادیانو د کارکوونکو په فعالیتونو پورې اړه لري، دواړه لوري د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه مشوره کوي.


دولسمه ماده

تأمینات او مخابرات
1. د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د منل شویو تأسیساتو او ساحو او یا هم د نورو موافقه شویو ځایونو لپاره د اوبو او برېښنا په شمول نور خدمات برابر کړي.د دا ډول خدماتو د تولید او تهیې لپاره په دوره یي ډول ګډ کمیسیون ته خبرتیا ورکول کیږي او ورسره همغږي کیږي، مګر دا چې بل ډول دوه اړخیزه موافقه شوې وي.د متحده ایالاتو ځواکونه او د متحده ایالاتوقراردادیان کولای شي د افغانستان له اوبو، بریښنا، او نورو عامه خدماتو څخه د وضع شویو شرایطو او مقرراتو پر اساس استفاده وکړي او له لږو مالیاتو، مشابه یا اړوندو لګښتونو سره هغه قیمت تادیه کړي چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه یې تادیه کوي.د متحده ایالاتو د ځواکونو یا د متحده ایالاتو د ځواکونو د قراردادیانو لګښتونه د دا ډول عامه خدماتو په بدل کې د هغوی د استفادې په تناسب وضع کیږي.

2. افغانستان دا مني چې د متحده ایالاتو ځواکونه په افغانستان کې له مخابراتي فریکونسیو څخه استفاده کوي.افغان لوری د خپلو اړوندو مقرراتو پر اساس ورته د افغانستان فریکونسۍ ځانګړې کوي.متحده ایالات اجازه لري چې خپل مخابراتي سیستم ( لکه چې د ۱۹۹۲ میلادي کال کې د مخابراتو نړیوالې ټولنې په اساسنامې کې مخابرات تعریف شوي) د هغو وسیلو او خدماتو د استفادې په شمول وکاروي چې د مخابراتي سیستم د فعالیت لپاره بشپړ توان تامینوي او له هغو مخابراتي فریکونسیو څخه استفاده وکړي چې د افغان ذیصلاح ادارو له خوا د دغه هدف لپاره ځانګړي شوي دي.د متحده ایالاتو لپاره له مخابراتي فریکونسیو نه استفاده وړیا ده.

۳.په افغانستان کې پر فریکونسیو د افغانستان د مالکیت او د هغو د ځانګړي کولو د صلاحیت په منلو سره او له دوه اړخیزې مختلوونکي مداخلې څخه د مخنیوي په هدف، متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره د فریکونسیو د ځانګړي کولو په برخه کې د افغانستان له اړوندو ادارو سره همغږي رامنځته کوي.متحده ایالات د هغو فریکونسیو درناوی کوي چې د محلي کاروونکو له خوا کارول کېږي یا هغوی ته ساتل شوي دي.
۴.د متحده ایالاتو ځواکونه له مخابراتو څخه دا ډول استفاده کوي چې د افغانستان د حکومت یا هم د نورو سازمانونو مجاز مخابراتي فریکونسیو یا مخابراتي تجهیزاتو کارونه اخلال نه کړي.


دیارلسمه ماده

د پرسونل حقوقي حیثیت
1. د خپل حاکمیت په ساتنې سره، افغانستان د متحده ایالاتو د ځواکونو او د ملکي برخې پر غړو باندې د دوی د اړوندو چارواکو د قضايي او غیرقضايي تدابیرو په شمول د انضباطي کنټرول، ځانګړی اهمیت مني له همدې امله، افغانستان موافق دی چې متحده ایالات پر یاد شویو افرادو چې د افغانستان په خاوره کې د جنایي یا مدني جرم مرتکب کیږي، د قضایي صلاحیت ځانګړی حق لري.افغانستان متحده ایالاتو ته د دې اجازه ورکوي چې په داسې مواردوکې د افغانستان په خاوره کې چې څرنګه لازم وي، محکمه دایره او یا هم ځینې نور انضباطي اقدامات ترسره کړي.

2. د افغانستان د غوښتنې پر اساس، متحده ایالات افغان لوري ته د تحقیقاتو او عدلي تعقیب د وروستيو نتایجو په شمول، د هغو اتهامونو د جنايي محاکماتو د بهیر په اړه چې د دوی د ځواکونو او د ملکي برخې پر غړو لګول شوي او افغان اتباع هم په کې ښکېل وي، اطلاع ورکوي.که داسې غوښتنه وشي، متحده ایالات هڅه کوي چې د افغانستان استازو ته په دا ډول محاکماتو کې د نظارت او ګډون لپاره اجازه او سهولت برابر کړي.

3. د عدالت د تامین په هدف، دواړه لوري د اثباتیه مدارکو د راټولو په شمول د پېښو په تحقیق کې له یو بل سره مرسته کوي.د جرمونو په تحقیق کې، د متحده ایالاتو ادارې د افغان ادارو له خوا د ترسره شوي تحقیق راپور په پام کې نیسي.

4. متحده ایالات مني چې د قانون د تنفیذ افغان ادارې، د افغانستان د قوانینو د انفاذ او نظم د ټینګښت او د خلکو د ساتنې په برخه کې مهم رول لري.د متحده ایالاتو د ځواکونو یا د ملکي برخې پر کوم غړي د جنایت د ارتکاب د شک په صورت کې، د افغانستان اړوند چارواکي په سملاسي توګه د متحده ایالاتو ځواکونو چارواکو ته اطلاع ورکوي ترڅو د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي په دې اړه چټک اقدام وکړي.د افغانستان ادارې د متحده ایالاتو د ځواکونو اود ملکي برخې غړي نه نیسي او نه یې هم توقیفوي.که چېرې د متحده ایالاتو د ځواکونو او د ملکي برخې غړي د افغانستان د قانون تنفیذي ارګانونو یا نورو افغان ادارو له خوا د کوم دلیل په وجه ونیول یا توقیف شي، په سملاسي توګه د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته سپارل کیږي.
5. افغانستان او متحده ایالات موافقه لري چې د ځواکونو او د ملکي برخې غړي د متحده ایالاتو له څرګند رضایت پرته نړیوالې محکمې، بل نهاد یا دولت ته سپارل کېدای او انتقالېدای نه شي.
6. افغانستان د متحده ایالاتو پر قراردادیانو او د قراردادیانو پرکارکوونکو باندې د قضايي صلاحیت حق لري.


څوارلسمه ماده

د وسلو حمل او د یونیفورم اغوستنه
1. د دې قرارداد له مخې په افغانستان کې د دوی د حضور پر مهال، د ځواکونو او ملکي برخې غړي کولای شي د اړتیا په صورت کې له ورکړل شویو اوامرو سره سم د دندو د ترسره کولو لپاره له ځان سره وسلې ولري او ویې ګرځوي.د دارنګه اوامرو د صادرېدو په صورت کې، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د عامه خونديتوب د ملاحظاتو په شمول، د وسلو د ګرځونې لپاره د مناسبو ځایونو په اړه د اړوندو افغان چارواکو نظرونه په پام کې نیسي.د افغان چارواکو نظرونه ته په پام سره، د متحده ایالاتو ځواکونه جوماتونو یا نورو مذهبي اماکنو ته چې د دیني وجایبو لپاره کارول کیږي، د پوځي عملیاتو په هدف له وسلو سره نه ننوزي.د ځواکونو غړي کولای شي په افغانستان کې د حضور پر مهال یونیفورم واغوندي.د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د لازمو اقداماتو له لارې یقیني کوي چې د ځواکونو او ملکي برخې غړي په عامه سیمو کې د خپل موجودیت او وسلو د ګرځولو پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.

2. دواړه لوري موافقه کوي چې د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکي د پوځي یونیفورم د اغوستو اجازه نلري، اما د افغانستان له قوانینو او مقرراتو سره سم یوازې وسلې ګرځولای شي.

3. د متحده ایالاتو د امنیتي خدماتو قراردادیان د افغانستان د قوانینو او مقرراتو د ټولو اړوندو الزامیتونو په رعایتولو مکلف دي.

4. د یوه لوري د غوښتنې په صورت کې، دواړه لوري د هغو ستونزو په اړه چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځته کېږي د ګډکمیسیون له لارې سملاسي مشوره کوي.


پنځلسمه ماده

دخول او خروج
1. د ځواکونو او ملکي برخې غړي د هویت د هغو کارتونو په اعتبار چې د متحده ایالاتو له خوا ورته صادر شوي وي، کولای شي افغانستان ته په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې چې په (الف) ضمیمه کې راغلي او د دخول او خروج په ځانګړیو رسمي ځایونو کې چې په (ب) ضمیمه کې راغلي او یا هم په نورو ساحو کې چې د دواړو لوریو له خوا پرې موافقه شوې، په جمعي او انفرادي توګه تګ راتګ وکړي.دغه غړي پاسپورتونو او ویزو ته اړتیا نه لري. دغه افراد په افغانستان کې د بهرنيو اتباعو د ثبت او کنټرول له اړوندو قوانینو او مقرراتو څخه معاف دي.

2. د متحده ایالاتو قراردادیان او د قراردادیانو کارکوونکي کولای شي افغانستان ته د دخول او خروج په هغو ساحو کې چې د دې مادې په (۱) فقره کې تشریح شوي، تګ راتګ وکړي.د افغانستان د قوانینو پر اساس دغه افراد پاسپورتونو او ویزو ته اړتیا لري.که چېرې د متحده ایالاتوکوم قراردادي یا هم د متحده ایالاتو د قراردادیانو کوم کارکوونکی ویزې ته اړتیا ولري او د ویزې غوښتنه وکړي، د کثیرالمسافرت دخولي او خروجي ویزه چې د اعتبار موده یې له یو کال څخه کمه نه وي، ورکول کیږي.د افغانستان اړوندې ادارې کولای شي د اړتیا وړ ویزې په سملاسي توګه صادرې او یا یې له صادرولو ډډه وکړي.د ویزې د نه صادرېدو په صورت کې، د افغانستان اړوندې ادارې مربوطه شخص او د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته اطلاع ورکوي.د هغو استثنایي حالاتو لپاره چې د ګډکمیسیون له لارې به پرې موافقه وشي، افغانستان هڅه کوي چې داسې یو طرزالعمل رامنځته کړي چې له مخې یې د متحده ایالاتو د قراردادیانو دکارکوونکو لپاره، افغانستان ته له رارسېدو سره سم ویزې صادرې شي.

3. متحده ایالات له افغانستان څخه د ځواکونو او یا د ملکي برخې د هر غړي د اخراج د غوښتنې په اړه د افغانستان د حاکمیت حق مني.د افغانستان د اړوندو ادارو د غوښتنې په صورت کې، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي له افغانستان څخه د داسې کسانو د سملاسي اخراج لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.

4. دواړه لوري موافق دي چې د دې مادې د تطبیق لپاره طرزالعملونه جوړکړي.ګډ کمیسیون په دوره یي توګه پر طرزالعملونو بیاکتنه کوي او تجدیدوي یې ترڅو د افغانستان اړوندې ادارې د دې مادې په لومړۍ فقره کې مندرجو ځایونو ته د ځواکونو او یا ملکي برخې د غړو د اسنادو د بررسۍ او همغږۍ په شمول، د دوی د دخول او خروج اړوند مراحل بشپړ کړي.د اړتیا په صورت کې، افغان چارواکي کولای شي د ځواکونو او ملکي برخې د هغو غړو لیستونه ترتیب کړي چې افغانستان ته د منل شویو تأسیساتو او ساحو له لارې تګ راتګ کوي.


شپاړسمه ماده

واردات او صادرات
1. د متحده ایالاتو ځواکونه او د دوی قراردادیان کولای شي هر ډول تجهیزات، اکمالات، توکي، تکنالوژي، روزنه یا خدمات، افغانستان ته وارد، له افغانستان څخه صادر، بیا صادر، انتقال او یا ترې استفاده وکړي.په دې فقره کې مندرج صلاحیتونه د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغه فعالیتونه په بر کې نه نیسي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو له حضور سره تړاو نه لري.اثباتیه اسناد ضرور دي ترڅو ثابت کړي چې دغه تجهیزات، اکمالات، توکي، تکنالوژي، روزنه یا خدمات د متحده ایالاتو د قراردادیانو لخوا د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره واردیږي، نه د خصوصي تجارتي مقاصدو لپاره.
2. د ځواکونو او ملکي برخې غړي، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغه کار کوونکي چې د افغانستان اتباع نه دي، کولای شي د خپل اړتیا وړ شخصي وسایل افغانستان ته وارد، له افغانستان څخه صادر، بیا صادر، انتقال او یا ورڅخه استفاده وکړي.دغه توکي او وسایل په مناسب مقدار د دوی د شخصي استفادې په تناسب واردیږي.هغه وسایل او توکي چې په دې فقره کې ورته اشاره شوې، هغو کسانو ته چې له مالیې پرته افغانستان ته د داسې توکو د واردولو اجازه نه لري، د خرڅلاو او په بل ډول د انتقال وړ نه دي، مګر دا چې په افغانستان کې دا ډول د مالکیت انتقال د ګډ کمیسیون له خوا د وضع شویو طرزالعملونو سره سم د هر راز مالیاتو یا فیسونو د تادیې په شمول چې د داسې معاملو په نتیجه کې رامنځته کیږي، ترسره شي.
3. د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د افغانستان له اړوندو ادارو سره په ګډه لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د افغانستان لرغوني او کلتوري ارزښتناکه آثار او توکي له هېواده بهر و نه ایستل شي او د متحده ایالاتو د عمومي مرکزي قوماندانۍ د لومړۍ ګڼې حکم مطابق، د متحده ایالاتو ځواکونه الکول، مبتذل تصاویر او فلمونه، غیر قانوني مخدره توکي، شخصي ناریه وسلې او نور قاچاقي مواد او یا هغه توکي چې دواړه لوري به یې پر ممنوعیت موافقه وکړي، د دې مادې د لومړۍ او دوهمې فقرې د احکامو مطابق افغانستان ته نه واردوي.
4. د دې مادې د لومړۍ او دوهمې فقرې له احکامو سره سم، افغانستان ته د هر ډول توکو واردول، له افغانستان څخه بهر ته صادرول، بیا صادرول، انتقال او استفاده په افغانستان کې د دې مادې د مندرجو احکامو په استثنا، د ځینو محدودیتونو لکه جواز، تفتیش، تصدیق، د افغانستان د دولتي ادارو له خوا د وضع شویو مالیاتو، ګمرکي محصول یا نورو لګښتونو تابع نه دي.که د افغانستان ادارې د دې مادې د دوهمې فقرې له امتیازاتو څخه د متحده ایالاتو قراردادیانو او یا د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکو پر ناوړې استفادې شکمن شي، افغان اړوندې ادارې حق لري دغه وسایل او توکي چې د افغانستان د ملکي هوایي ډګرونو او یا شخصي وسایطو په ذریعه له سرحدي بندرونو څخه وارد یا صادریږي، تفتیش کړي.
5. د افغانستان اړوندې ادارې حق لري چې د دې مادې له ۱ او ۲ فقرې سره سم د متحده ایالاتو د قراردادیانو او د متحده ایالاتو د قراردادیانو د کارکوونکو له خوا هر هغه وارد شوی کانتینر وپلټي چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د رسمي یا شخصي استفادې لپاره توکي انتقالوي. که چېرې افغان ذیصلاح چارواکي د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکو ته د دوی د قراردادیانو له خوا د دې مادې له۱ او ۲ فقرې څخه د ناوړې استفادې په اړه معلومات ورکړي، د متحده ایالاتو ځواکونه سملاسي او له غیرموجه ځنډ پرته مشکوک کانتینرونه او محمولې د افغان چارواکو په حضور کې خلاصوي او پلټي. د متحده ایالاتو د ځواکونو امنیتي اړتیاوو ته په پام او د دوی د غوښتنې په صورت کې، افغان چارواکي اجازه ورکوي چې دا ډول پلټنې په منل شویو تأسیساتو او ساحو یا په دوه اړخیزه توګه په نورو منل شویو ځایونو کې ترسره شي.
6. د دې قرارداد له احکامو سره سم، د افغانستان بازارونو ته د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره د وارد شویو توکو له راویستلو څخه مخنیوی د دواړو لوریو ګډ هدف دی، د متحده ایالاتو دځواکونو چارواکي د دې مادې د ۱ او ۲ فقرې له مندرجو صلاحیتونو څخه د ناوړې استفادې د مخنیوی لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.دا چارواکي په دې اړه په خپله تحقیقات کوي او همدارنګه د افغانستان له اړوندو ادارو سره د متحده ایالاتو د ځواکونو غړو، د ملکي برخې غړو، قراردادیانو او یا د قراردادیانو د کار کوونکو له خوا د توکو د واردولو، صادرولو، بیا صادرولو، انتقال او بې ځایه کولو لپاره د مشکوکو فعالیتونو په اړه د تحقیق او اثباتیه مدارکو په راټولو کې مرسته کوي.
7. د دې مادې له احکامو سره سم، هغه اجناس چې افغانستان ته واردیږي یا په افغانستان کې پیرودل کيږي، د افغانستان قوانینو او مقرراتو په رعایت سره، کارول کیږي.

8. د هر یو لوري په غوښتنه، دواړه لوري هغه ستونزې چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځته کیږي، د ګډ کمیسیون له لارې سملاسي څېړي او مشوره پرې کوي.


اوولسمه ماده

د مالیاتو وضع کول
1. د متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا یا هم د دوی په استازیتوب، د اموالو او خدماتو تدارک، په افغانستان کې له هر راز وضع شویو مالیاتو او اړوند محصول څخه معاف دی.

2. د متحده ایالاتو ځواکونه، د ځواکونو او ملکي برخې د غړو په شمول، په افغانستان کې د هر ډول وضع شویو مالیاتو، نورو مشابه یا اړوند محصول په ورکړه مکلف نه دي.
3. د متحده ایالاتو قراردادیان مکلف نه دي چې د خپلو فعالیتونو یا له ځواکونو سره د خپل کار د عوایدو چې د اصلي یا فرعي قراردادونو له مخې د دغو ځواکونو په استازیتوب یا په ملاتړ یې ترلاسه کوي، د افغانستان د دولت له خوا هر ډول وضع شوې مالیې، نور ورته یا اړوند محصول تادیه کړي. د متحده ایالاتو هغه قراردادیان چې افغان حقوقي شخصیت لري، د خپل کار د انتفاعي عوایدو له مالیې نه چې مقدار یې د افغانستان د حکومت له خوا ټاکل کېږي، معاف نه دي.

4. د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغو کار کوونکي چې معمولاً په افغانستان کې مېشت دي او همدارنګه د دې قراردادیانو افغان کارکوونکي د افغانستان له قوانینو او مقرراتو سره سم، د خپلو شخصي عوایدو د مالیاتو په ورکړه مکلف دي.

5. د متحده ایالاتو قراردادیانو هغه کار کوونکي چې معمولاً په افغانستان کې مېشت نه دي او د متحده ایالاتو د قراردادیانو هغه کارکوونکي چې د افغانستان تابعیت نه لري، د خپلو فعالیتونو د هغو عوایدو چې د متحده ایالاتو له ځواکونو سره یا د هغوی په ملاتړ د اصلي یا فرعي قراردادونو له مخې تر لاسه کوي، د هېڅ ډول مالیې په ورکړه مکلف نه دي.

6. د دې قرارداد مطابق، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانو کارکوونکي د هغو مالیاتو له ورکړې معاف نه دي چې د افغانستان د دولت له خوا د دوی پر هغو فعالیتونو وضع کېږي چې د هغو اموالو او خدماتو له تدارک سره تړاو نه لري کوم چې د اصلي یا فرعي قراردادونو له مخې د متحده ایالاتو ځواکونو ته، د دوی په استازیتوب یا ملاتړ برابریږي.


اتلسمه ماده

د چلولو او مسلکي چارو لایسنسونه
1. افغانستان موافق دی چې د چلولو هغه لایسنسونه او جوازونه له ازموینې او اجورې پرته د اعتبار وړ وګڼي چې د متحده ایالاتو د ادارو له خوا د ځواکونو او یا د ملکي برخې غړو، د متحده ایالاتو قراردادیانو او یا د قراردادیانوکارکوونکو ته د افغانستان په خاوره کې د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره د وسایطو، بېړیو او الوتکو د چلولو په منظور صادر شوي دي.

2. افغانستان موافقه کوي چې هغه مسلکي لایسنسونه د اعتبار وړ وبولي کوم چې د متحده ایالاتو د ادارو له خوا د ځواکونو یا د ملکي برخې غړو، د متحده ایالاتو قراردادیانو یا د متحده ایالاتو د قراردادیانوکارکوونکو ته د خدماتو د برابرولو په تړاو، د رسمي یا قراردادي دندو د اجرا لپاره صادر شوي دي.

3. د متحده ایالاتو ځواکونه هڅه کوي ترڅو یقیني کړي چې د ځواکونو یا د ملکي برخې غړي، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو قراردادیانوکارکوونکي، د متحده ایالاتو له خوا او یا د متحده ایالاتو لپاره د افغانستان په خاوره کې د وسایطو، بېړیو، الوتکو او یا نورو وسایلو د چلولو لپاره د اعتبار وړ لایسنسونه او جوازونه ولري.ګډ کمیسیون د متحده ایالاتو لخوا د صادر شویو لایسنسونو او جوازونو په اړه د معلوماتو د تبادلې لپاره میکانیزمونه رامنځته کوي.د افغانستان د ادارو په غوښتنه، متحده ایالات د دا ډول لیسنسونو صحت او اعتبار تائیدوي.


نولسمه ماده

ماشین لرونکي نقلیه وسایط
افغانستان موافقه کوي چې د متحده ایالاتو د ځواکونو د ادارو له خوا د دوی ځواکونو د رسمي وسایطو لپاره د جواز السیرونو او لایسنسونو صادرول، د اعتبار وړ وګڼي.د متحده ایالاتو د ځواکونو د ادارو د غوښتنې په صورت کې، د افغانستان ادارې د متحده ایالاتو د ځواکونو د رسمي او غیرتکتیکي وسایطو لپاره له لګښت پرته نمبر پلیټونو صادروي.د متحده ایالاتو رسمي، غیرتکتیکي وسایط د افغانستان رسمي نمبر پلیټونه چې په افغانستان کې له نورو مجوزو نمبر پلیټونو سره توپير نه لري، د لیدلو وړ ځای کې نصبوي.

شلمه ماده

خدماتي فعالیتونه
1. د متحده ایالاتوځواکونه کولای شي په مستقیمه توګه یا هم د قراردادیانو له لارې په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې خدماتي فعالیتونه لکه پوځي پُستي خدمات، بانکي خدمات، عسکري کانتینونه، پلورنځي، تفریحي ځایونه، مخابراتي او نشراتي خدمات رامنځته کړي.متحده ایالات قصد نلري چې د منل شویو تأسیساتو او ساحو د محدودې نه بهر د دوی نشراتي، رسنیز او تفریحي خدمات د لاسرسي وړ واوسي.د افغانستان قوانینو، دودونو او رواجونه ته په پام سره، د متحده ایالاتو ځواکونه کولای شي د متحده ایالاتو د ځواکونو او نورو لپاره چې په منل شویو تأسیساتو او ساحو کې مېشت دي، د روحیې ورکولو، هوساینې او تفریح په خاطر ټلویزیوني او راډیویي نشراتي خدمات لکه مطبوعاتي او تفریحي پروګرامونه، برابر کړي.
2. د متحده ایالاتوځواکونه لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د دوی نشرات، ټلویزیوني پروګرامونه، مطبوعاتي او تفریحي خدمات یوازې په مجازو استفاده کوونکو او منل شویو تاسیساتو او ساحو پورې محدود وي.
3. خدماتي فعالیتونو ته لاسرسی د متحده ایالاتود مقرراتو پر اساس تنظیمیږي. د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د خدماتي فعالیتونو، اموالو یا خدماتو له خرڅلاو او بیا خرڅلاو څخه د هغو کسانو له ناوړې استفادې مخنیوي وکړي چې اجازه نلري له دا ډول خدماتي فعالیتونو یا د هغه له برابروونکو څخه ګټه پورته کړي.
4. د دا ډول خدماتي فعالیتونو اړوندو چارو د ترسره کولو لپاره د افغانستان له خوا د هېڅ ډول لیسنس، جواز یا تفتیش اړتیا نشته.
5. په دې ماده کې یاد شوي خدماتي فعالیتونه او اړونده مجري نهادونه، د متحده ایالاتو د ځواکونو نه بېلېدونکي برخې دي او له ټولو هغو ګمرکي او مالیاتي معافیتونو برخمن دي چې د دې قرارداد د ۱۶ او ۱۷ مادو د احکامو له مخې د متحده ایالاتو ځواکونه ترې مستفید دي.دغه نهادونه او فعالیتونه د متحده ایالاتو د مقرراتو پر اساس، ساتل او پر مخ بېول کیږي.دا ډول فعالیتونه د مالیاتو او یا نورو فیسونو ټولول او ورکړه نه ایجابوي.یوازې د ځواکونو او د ملکي برخې غړي، د متحده ایالاتو قراردادیان او د متحده ایالاتو د قراردادیانوکارکوونکي او نور احتمالي مجاز استفاده کوونکي دغو خدماتي فعالیتونو ته لاسرسی لري.
6. پٍُستي بستې چې د متحده ایالاتو د پُستي خدماتو له لارې د متحده ایالاتو ځواکونو ته لېږل کيږي، د افغان ادارو له خوا له تفتیش، پلټنې او ضبط څخه معاف دي.
7. ګډ کمیسیون په دوره یي ډول پر خدماتي فعالیتونو بیا کتنه کوي او هغه ستونزې رفع کوي چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځ ته کیږي.


یوویشتمه ماده

اسعار او د اسعارو تبادله
دواړه لوري موافقه کوي چې د اسعارو او د اسعارو د تبادلې د چارو لپاره طرزالعملونه ترتیب کړي.دواړه لوري د اړتیا په صورت کې پر دا ډول طرزالعملونو بیا کتنه کوي او تجدیدوي یې او هغه ستونزې چې د دغو طرزالعملونو د تطبیق له امله را پیدا کیږي، په سملاسي توګه د ګډ کمیسیون له لارې ورته رسیده ګي کوي.
دوه ویشتمه ماده
ادعاوې
1. هر لوری د یو بل پر وړاندې له هر ډول هغو ادعاوو (د قرارداد له تطبیق څخه د را پیدا شوو ادعاوو پرته) څخه تیریږي چې په افغانستان کې د رسمي دندو د ترسره کولو پر مهال د خساراتو د رامنځ ته کېدو، د شتمنیو له ضایع کېدو او ویجاړېدو، د متحده ایالاتو د ځواکونو، د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او په دوی پورې د اړوندو ملکي څانګو غړو د مرګ ژوبلې له امله منځ ته راځي.

2. د هغو ادعاوو لپاره چې د دې مادې د لومړۍ فقرې پر اساس مستثنی شوي نه دي، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي د درېیم لوري د برحقو ادعاوو د رفع کولو په خاطر، په عادلانه او مناسبه توګه هغه خسارې جبرانوي چې د متحده ایالاتو د ځواکونو او ملکي برخې د غړیو د رسمي دندو د ترسره کولو او د غیر محاربوي فعالیتونو له کبله د پېښو د رامنځ ته کېدو پر مهال، د دوی د غفلت یا تېروتنې له امله رامنځ ته کیږي.دا ډول ادعاوې د متحده ایالاتو د ځواکونو د چارواکو له خوا د متحده ایالاتو د قوانینو او مقرراتو سره سم او د افغانستان قوانینو، رواجونو او دودونو ته په جدي پام سره، په سملاسي توګه طی مراحل او رفع کیږی.

3. د درېیم لوري د ادعاوو په رفع کولو کې، د متحده ایالاتو د ځواکونو چارواکي، د تر سره شویو تحقیقاتو هر هغه راپور یا نظرونه په پام کې نیسي چې د افغان چارواکو له خوا هغوی ته د خساراتو د اندازې او د جبران د مسؤولیت په اړه وړاندې کیږي.
4. د قراردادونو د اړوندو ادعاوو رفع کولو او حکمیت، د قراردادونو د شرایطو پر اساس تر سره کیږي.
5. د هر یو لوري د غوښتنې په صورت کې، دواړه لوري د هغو ستونزو په اړه چې د دې مادې د تطبیق له امله رامنځ ته کیږي، د ګډ کمیسیون له لارې په سملاسي توګه مشوره کوي.

درویشتمه ماده

ضمایم

په قرارداد پورې اړوند هره ضمیمه د دې قرارداد نه بېلېدونکې برخه ده او کېدای شي د دواړو لوریو د لیکلي موافقې له لارېتعدیل شي.

څلورویشتمه ماده

اختلافي موارد او د قرارداد تطبیق
1. دواړه لوري هره هغه ستونزه یا د نظر اختلاف چې د دې قرارداد د تفسیر یا تطبیق له کبله رامنځ ته کیږي، د سلا مشورو له لارې رفع کوي او بل هېڅ ملي یا نړیوالې محکمې، دیوان، بلې ورته مرجع او یا هم درېیم لوري ته د حل و فصل لپاره یې نه راجع کوي.

2. دواړه لوري، د دوی اجرائیوي استازي یا د هغوی ګډ کمیسیون کولای شي د دې قرارداد د احکامو د تطبیق په منظور پر تطبیقي تدابیرو او طرزالعملونو موافقه وکړي.

3. د دې قرارداد پر اساس همکاري، د دواړو لوریو د اړوندو قوانینو، مقرراتو او د بودجوي تخصیص د نافذه قوانینو پر بنسټ ترسره کیږي.

4. د متحده ایالاتو د ځواکونو ادارې، د هغو اموالو یا خدماتو په بدل کې چې دوی یې غوښتنه او ترلاسه کوي یې، له هر ډول

مالیاتو پرته، د بازار مطابق مناسب قیمت تادیه کوي.

پنځه ویشتمه ماده


ګډ کمیسیون
1. د دې قرارداد له تطبیق څخه د څارنې په منظور، دواړه لوري یو ګډ کمیسیون رامنځ ته کوي.د دواړو هېوادونو اجرائیوي استازي د دغه ګډکمیسیون ګډه مشري کوي.د اجرائیوي استازو په غوښتنه او د دواړو لوریو په انتصاب سره، د ګډ کمیسیون په ترکیب کې نور حکومتي استازي هم شاملېدای شي.
2. له اړتیا سره سم، ګډ کمیسیون خپل طرزالعملونه مشخصوي او د کاري ډلو او اداري خدماتو په شمول حمایوي ارګانونه رامنځ ته کوي.هر اجرائیوي استازی په ګډ کمیسیون کې د خپلې برخه اخیستنې لګښتونه تامینوي.
3. د اړتیا په صورت کې، ګډ کمیسیون د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو له کاري ډلې سره چې د ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې پر اساس رامنځ ته شوې، معلومات تبادله او همغږي کوي.


شپږویشتمه ماده

د قرارداد انفاذ، تعدیل او فسخ

1. دغه قرارداد، د ۲۰۱۵ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه وروسته له هغې نافذیږي چې دواړه لوري د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې د خپلو اړوندو داخلي قانوني ایجاباتو د مراحلو د بشپړېدو په اړه چې د دې قرارداد د انفاذ لپاره ضروري دي، یو بل ته خبر ورکړي.دغه قرارداد د ۲۰۲۴ کال تر پایه او له هغې وروسته نافذ دی، مګر دا چې ددغې مادې د څلورمې فقرې له حکم سره سم فسخ شي.

2. د دې قرارداد له نافذېدو سره سم، په افغانستان کې د متحده ایالاتو د ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړوند د ۲۰۰۲ میلادي کال د سپټمبر د ۲۶مې، د ۲۰۰۲ میلادي کال د ډسمبر د ۱۲مې او د ۲۰۰۳ میلادي کال د مۍ د ۲۸مې نېټې تبادله شوي یادداشتونه فسخ کیږي.همداراز دا قرارداد ټول هغه پخواني توافقات او تفاهمونه چې دواړو لوریو په دوه اړخیزه توګه د دیپلوماتیکو یادداشتونو د تبادلې له لارې کړي او ددې قرارداد له احکامو سره په مغایرت کې وي، فسخ کوي.

3. دغه قرارداد د دواړو لوریو لخوا د دیپلوماتیکو یادداشتونو د تبادلې او لیکلې موافقې له لارې تعدیل کېدای شي.

4. دغه قرارداد د دیپلوماتیکو کانالونو له لارې د دوه اړخیزې موافقې یا د یوه لوري له خوا بل لوري ته د دوه کاله وړاندې لیکلې خبرتیا په ورکړې سره فسخ کېدای شي.د دې قرارداد پر اساس، د کومې ضمیمې یا تطبیقي تدبیر فسخ د دې قرارداد د فسخه کېدو سبب نه شي کېدلای.له دغې فقرې سره سم د دې قرارداد فسخ له نورو اقداماتو پرته، ددې قرارداد د ټولو اړوندو ضمایمو او تطبیقي تدابیرو د فسخې سبب کیږي.
د پورتنیو مراتبو په تائید سره، د دواړو لوریو ذیصلاح استازو دغه قرارداد د خپلو مربوطه دولتونو په استازیتوب، لاسلیک کړ.

دغه قرارداد په درې نسخو کې د۲۰۱۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په.............مه په کابل کې په پښتو، دري او انګریزي ژبو ترتیب شوی دی چې ټول متنونه یې یو شان اعتبار لري.