د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

المان د متحده ایالاتو پوځ ته په میلیونونو یورو ورکوي

خبري څانګه 18.11.2013 17:40

سرچینه :‌ زیود دیوچې څایتونګ

د متحده ایالاتو پوځ د المان په فدرالي بودیجه کې په نژدې ۳۰۰۰ پاڼو کې ښه پټ دی. المان په تیرو لسو کالونو کې قریباٌ ۵۹۸ ملیونه یورو د امریکې پوځ سره مرسته کړې ده.‌ که د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ کال ټول تاوانونه راټول شي نو یو میلیارده یورو ته رسیږي.

د امریکې پټ جنګ د المان د ولس د مالیی په زور روان دی. د المان  له مرکزونو څخه په افریقا کې درون بریدونه کیږي ،‌ په المان کې دننه د دوی استخباراتي کړۍ په کار لګیا دي او همداشان له شخصي امریکایي شرکتونو مرستو څخه هم برخمن دي.

۵۹۸ ملیونه یورو په پوځي ودانیو لګیدلې دي،‌ ۳۲۷ ملیونه یورو نورې د هغه شیانو یا ځایونو په بیارغونه لګیدلي چې د امریکې پوځ لخوا زیانمن شوې دي. امریکایانو سره چې کوم المانیان کار کوي ،‌ د بې کارۍ په حالت کې د هغوی ټول تاوانونه لکه د بې کارۍ پیسې،‌ بیمه ،‌ یا تقاوت ټول د المان په سر دي.

۷۰ ملیونه یورو له فرانکفورت څخه د رامشتاین ښار ته د امریکې هوايي ځواک انتقالولو لپاره ورکړل شوې دي.

همدا شان په المان کې د امریکې پوځ ټول غړي له هر ډول ګمرکي او مالیي تاوانونو څخه ازاد دي. د پوځیانو کورنۍ ته هم د مالیې ورکولو اړتیا نشته. حتی د پوځیانو ماشومانو لپاره وړکتون هم د المان په پیسو جوړیږي.

د پورته لګښتونو ټول شکل د المان او متحده ایالاتو په منځ کې په یو تړون کې په ۱۹۷۵ کال کې لاسلیک شوی. د دغه تړون له مخې امریکایان ځانګړې امنیتي شرایط پوره کوونکي‌ وړې ودانۍ خپله جوړوي.‌ نورې هر ډول ودانۍ او ځایونه المان ورجوړوي.‌ په قوانینو کې دا هم لیکل شوې دي چې امریکا به ټول ودانیز لګښتونه المان ته ورکوي،‌خو امریکا تراسه پورې دا کار ندی کړی.

په وایلربخ ښار کې امریکایان د ۲۰۱۸ میلادي کاله پورې یو بل نوی غټ حربي روغتون جوړول غواړي.‌ په دغه روغتون ټول ۱۷۰ میلیونه یورو تاوان راځي. ۴۳ میلیونه پکې پوځ ورکوي او نورې ۱۲۷ میلیونه په المان راځي.

د ورځپاڼۍ په وینا وزارت اوس هم د دغه تړون د بیا نوي کولو هڅه نکوي.