د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو او حزب اسلامي په نرخ کې جکړه کړې ده

خبري څانګه 18.04.2011 00:15

د ميدان وردګ د نرخ له ولسوالۍ څخه رارسېدلې خبرونه وايي چې هلته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو دوه ګروپونو په خپل منځ کې خونړې جګړه کړې ده او يو بل ته درون ځاني تاوان رسولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې حزبيان او طالبان سره جګړه کوي. څو مياشتې مخکې یې په بغلان کې هم جګړه کړې وه چې په پايله کې یې حزبيان افغان حکومت د حزبيانو په ګټه د طالبانو خلاف مداخله وکړه خو د لسګونو کسانو په مرګ تمامه شوه.

د مقاومت دا دوه ډلې سره په خپل منځ کې سختې ورانې او له جګړې برسېره د یو بل پسې په رسنيو کې ليکنې هم کوي چې د دواړ ژور فکري اختلاف ترې څرګندېږي.

د نرخ په ولسوالۍ کې د دواړه ډلو اوه کسه تر اوسه وژل شوي دي.