شاته

مصر او اسرایل په غزه کې د جنګ بندۍ مذاکرات بیا د شروع کولو په اړه خبرې وکړې

د مصر يو لوړ رتبه پلاوي د جمعې په ورځ د اسرایلي چارواکو سره د دې کوښښونو په لړ کې ملاقات وکړو چې د اسرایل او د حماس مذاکرات بیا شروع کړی شي، دا په داسې حال کې چې اسرایل د مصر په پوله د غزه په رفح ښار د یرغل اراده لري.

د مصر د استخباراتو مشر عباس کامل اسرایل ته د لېږل شوي مصري ډلې مشري وکړه او د مصر یو چارواکي د موضوع د حساسیت په سبب د نوم نه څرګندولوپه شرط اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته وویل پلاوی اراده لري چې د اسرایل سره په غزه کې د اوربند په نوي تجویز خبرې وکړي.

مصري چارواکي وویل د جمعې په ورځ خبرو کې توجه د یرغمالانو په بدل کې د فلسطیني قېدیانو په محدوده کچه تبادله او د هغو فلسطینیانو خپلو کورونو ته په ستنېدو وشوه چې د شمالي غزه نه بې کوره شوي دي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، حماس د خالي، شنبې، په ورځ وویل د ډز بندۍ په خبرو يې د اسرایل رسمي جوات ترلاسه کړي دی او د کتلو وروسته به ورته جواب ورکوي.

د چارواکي ترمخه اسرایل په محدوده کچه ډز بندۍ ته راضي شوی چې په مهال به د ۳۳ یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې ځینې فلسطیني قېدیان ازاد کړي او په دې مهال به جنګ د ختمولو دپاره مذاکرات هم په وړاندې دوام ولري.

د اسرایلي مطبوعاتو ترمخه، د اسرایل استخباراتي چارواکي وايي د حماس او د نورو وسله والو ډلو په ولکه کې د باقي پاتې ۱۳۳ یرغمال کسانو څخه ۳۳ د زیات عمر او ناروغه ښځې دي چې په غزه کې بندي ساتل شوي دي.

مصري چارواکي وویل منځګړي د مفاهمت په یو داسې تګلاره کار کوي چې د دواړو فریقېنو د زیاترو لویو غوښتنو ته جواب وايي خو اسرایل څه نوي تجویزونه نه دي وړاندې کړي. چارواکي زیاته کړه چې که چېرې معاهده کېږي نو د شپږو هفتو نه به د زیات وخت دپاره نه وي.

حماس د جمعې په ورځ په یو بیان کې د امریکې او د ۱۷ نورو ملکونو په دې تجویز تنقید وکړو چې حماس دې د غزه کړکېچ ختمولو دپاره ټول یرغمال کسان ازاد کړي. حماس وویل د یرغمالانو د ازادۍ په تجویز کې د فلسطینیانو مطالبو ته توجه نه ده شوې.

حماس وویل د ډز بندۍ په تجویزونو خبرو ته يې لاره خلاصه ده خو د بنیادي غوښتنې نه به نه په شا کېږي. حماس ویلي مستقل ډز بندي او د اسرایلي ځواکونو د مکمل انخلا غوښتنه کوي. اسرایل دواړه غوښتنې رد کړي دي.

اسرایل ویلي حماس ته د ماتې ورکولو پورې په يې پوځ عملیات دوام لري او د دې وروسته به هم په غزه کې يې امنیتي ځواکونه موجودګي لري.

د حماس یو لوړ رتبه چارواکي ای پي خبري ته د مذاکراتو په اړه وویل د دوی لخوا څه نوي خبره نشته.
مصر په رفح کې د اسرایل د مجوزه پوځي عملیاتو په اړه تشویش لري. رفح د مصر په پوله پروت ښار دی او په موجوده وخت کې په کې د یو مېلین نه زیاتو فلسطینیانو پناه اخیستې ده. مصر ویره لري چې که اسرایل په رفح کې عملیات کوي نو په لویه شمېره کې فلسطیني کډوال به د مصر مخه وکړي.

په عین حال کې اسرایل د هېواد په جنوب کې، رفح سره نږدې، ګڼ شمېر ټېنکونه او بکتر ګاډي متحرک کړي دي چې داسې ښکاري چې په رفح د یرغل د تیاري برخه ده.

د مصري چارواکي په قول عباس کامل ویلي اراده لري چې دا واضحه کړي چې مصر به د خپلې پوله سره د اسرایلي ځواکونو ګمارېدل نه برداشت کوي.

مصري چارواکي وویل مصر د امریکې او يورپي ملکونو سره داسې استخباراتي معلومات شریک کړي چې ښيي په رفح حمله به په ټوله سیمه کې تاوتریخوالی زیات کړي.

د مصر نه مخکې قطر په غزه کې د اور بند او د اسرایل او د حماس ترمنځ د مذاکراتو په کوښښونو کې وړاندې و خو مصري چارواکي وویل قطر د اسرایل دا غوښتنې نه دي منلي چې د حماس چارواکي دې ملک بدر کړي او د ډلې په مالي وسیلو دې قدغنونه ولګوي نو ځکه د امن په تازه کوښښونو کې د دوحه برخه اوس کمه ده.

په داسې حال کې په غزه کې جنګ او مرګ ژوبله په زیاتېدو ده، د جنګ بندۍ دپاره په اسرایل او حماس نړیوال فشار هم زیات شوی دی.

په اووم اکتوبر په اسرایل دحماس د حملې وروسته چې په کې تر ۱۲۰۰ پورې زیاتره ملکي کسان وژل شوي او حماس ۲۵۰ نور کسان یرغمال نیولي وو، اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی. د غزه د صحت وزارت وايي په غز کې د ۳۴۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. که څه د غزه د صحت وزارت د وژل شویو کسانو په اړه څه وايي چې په دې کې د وسله والو شمېره څومره ده خو وايي د وژل شویو کسانو اکثریت ښځې او ماشومان دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00