ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد، لوبغاړي څه وايي؟

افغان کرېکټ لوبډلې نن جمعه نومبر لسمه د هند، احمداباد په نرېندرا مودي لوبغالي کې سویلي افریقا ته د نړیوال جام سیالیو کې خپله نهمه او وروستۍ لوبه په پنځو وېکټو بایلوده.

11.11.2023 BBC

د فرانسې ولسمشر له اسرائیل غوښتي چې په غزه کې د ښځو او ماشومانو وژل بند کړي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، اسرائیل باید په غزه کې د ماشومانو او ښځو وژنه بنده کړي.

11.11.2023 BBC

د غزې روغتونونو شاوخوا کې ډزې شوې، ناروغان او روغتیاپالان دننه پکې ایسار دي

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، اسرائیلي ځواکونه د غزې لوی روغتون الشفا، القدس او اندونیزیايي روغتونونو ته نژدې شوي دي او دغه راز ویل کېږي چې دې روغتونونو ته نژدې او یا پکې دننه د چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

10.11.2023 BBC

غزه کې جګړه: د روغتيا چارواکي وايي اسرائيلو پر روغتونونو ګوزارونه کړي

داسې حال کې چې د غزې شمال کې نښتې لا سختېږي، د جګړې د خپرېدو په اړه اندېښنې هم په زياتېدو دي. د بي بي سي نړيوالو چارو خبريال جېرېمي بووېن پرې له اسرائيلو دا راپور راستولی دی.

10.11.2023 BBC

غزه کې جګړه: ځينو اوسېدونکو يې خپل يادښتونه ليکلي دي

غزه دا څه د پاسه يوه مياشت د اسرائيلو تر سختې بمبارۍ لاندې ده، زرګونه فلسطينيان يې وژلي، او ۱،۴ ميليونه یې په خپله غزه کې دننه بې ځايه کړی دي.

10.11.2023 BBC

پښتونخوا کې افغان کډوال وايي د قانوني پاڼو لرونکي هم ځورول کېږي

پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې نيولو تدبيرونه روان دي، ځينې يې هغه پنډغالي ته استول کېږي چې د پاکستان حکومت له پېښور بهر جوړ کړی دی. له هغه راهيسې چې د اوکتوبر له پيله بيا د همدې مياشتې تر پايه هغو افغان کډوالو ته له دغه هېواد د وتلو امر شوی، چې اسلام آباد يې ناقانونه بولي، ويل کېږي له ۲۵۰ زرو ډېر افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

10.11.2023 BBC

د بښنې نړيوال سازمان: د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ ودروئ؛ پاکستان یې د چټکولو خبره کوي

د بښنې نړيوالې ادارې يا امنسټي اېنټرنشنل د پاکستان له حکومت غوښتي، د افغان کډوالو د ډله ييزې نيونې، ايستلو او پراخې ځورونې لړۍ دې سملاسي ودروي. د بښنې نړيوال سازمان د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د پاکستان حکومت له زرګونو افغان کډوالو د "سياسي الې" په توګه کار اخلي چې په وينا یې د طالبانو تر واکمنې لاندې افغانستان ته چې د بشري حقونو له سخت فشار او بشري ناورين سره مخ دی، د افغان کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کېدای شي. د شمېرو له مخې له ۲۳۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي.

10.11.2023 BBC

د عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې؛ افغانستان سویلي افریقا ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه

د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې افغان لوبډلې پخپلې وروستۍ لوبه کې پیاوړې سویلي افریقا ته په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د لوبغاړو په سوځېدو منډې جوړې کړې.

10.11.2023 BBC

ملګري ملتونه وايي، تر اوسه یې غزه کې ۹۹ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي

غزه کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوه چارواکې جولیت توما وايي، چې د اسرائیل او غزې په جګړه کې یو کم سل کارکوونکي یې په تېره یوه میاشت کې وژل شوي دي. مېرمن توما په غزه کې د خرابېدونکي حالت په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل، چې د تړانګې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان په ۱۵۰ موقتي کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

10.11.2023 BBC

د افغان سوداګرو زرګونه کانټینره توکي کراچۍ کې ایسار دي؛ چابهار ته د بدیلې لارې په سترګه کتل کېږي

د افغانستان یو شمېر سوداګر وايي، د افغان سوداګرو زرګونه په توکو بار کانټینرونه، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې پاکستان کې په ناقانونه ډول ګرځول شوي او هره ورځ ورباندې سلګونه زره ډالر مالیه راځي. د کندهار سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا، دا موضوع له پاکستاني چارواکو سره بیا بیا شریکه شوې خو هغوی یې په تړاو څه نه دي کړي.

10.11.2023 BBC

د پرمختګ لپاره د ساینس نړیواله ورځ؛ هغه افغان چې هندي لاسونه ورته پیوند شوي

نن د نومبر ۱۰مه د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس له نړیوالې ورځې سره برابره ده. د دې ورځې د لمانځلو موخه په ورځني ژوند کې د ساینس پر اهمیت او تړاو ټینګار او د ساینسي پرمختګونو په اړه خلکو ته خبر ورکول دي. په دې ورځ په ټولنه کې د ساینس پر مهم رول ټینګار کیږي.

10.11.2023 BBC

د غزې یاداښتونه: 'زموږ هر څه وران، ویجاړ شوي'

یوه میاشت کېږي چې اسرائیلي ځواکونه پر غزه سختې بمبارۍ کوي.

10.11.2023 BBC

امریکا وايي، اسرائیل د غزې په پوځي عملیاتو کې هره ورځ څلور ساعته وقفه پیلوي

د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند جان کیربي وايي، امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې اسرائیلي ځواکونه به هره ورځ د غزې په شمال کې په عملیاتو کې څلور ساعته وقفه پیل کړي. د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، درې ساعته مخکې به په دې تړاو اعلان کېږي.

09.11.2023 BBC

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more