شاته

پاکستان کې یوې محکمې پولیسو ته د محمود خان اڅکزي د نیولو امر کړی

د بلوچستان مرکز کوټې کې یو قاضي پولیسو ته امر کړی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی ونیسي او د شنبې په ورځ اپریل اوومه دې محکمې ته وړاندې کړي.

په پاکستاني مطبوعاتو کې ویل شوي چې په همدې روان میلادي کال کې د ښاغلي اڅکزي په خلاف د پولیسو سره یو شکایت ثبت شوی و چې پکې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشر تور لګول شوی و چې په غیر قانوني توګه یې د حکومت ځمکه نیولې ده.

پولیسو همدرانګه ویلي دا چې ښاغلی اڅکزی د همدې قضیې په تړاو محکمې او د پولیسو مرکز ته ندی حاضر شوی، په کوټې کې یو قاضي یې جمعه اپریل ۲۶ (غوایي اوومه) د نیولو حکم صادر کړی.

خو بل پلو بیا د بلوچستان ولایت لپاره د محمود خان اڅکزي د ګوند ولایتي مشر، عبدالقهار خان ودان دا مقدمه " بې بنسټه او دروغجنه" بللې او ویلي یې دي چې د خپل ګوند د مشر د ضمانت لپاره به محکمې ته ولاړ شي.

ښاغلي ودان د امریکا غږ ډیوه څانګې ته ویلي چې دا مقدمه د محمود خان او د دې ګوند پر ضد د پاکستان د استخباراتي ادارو لخوا "سياسي انتقامي کړنه" ده.

ښاغلي ودان زیاته کړ، "موږ به بيا هم په يوه قيمت له خپل سياسي مرام څخه پر شا نه شو، موږ په پاکستان کې د ټولو ادارو قانوني ازادي او په سياست کې د ملکي ادارو مداخلت بندېدل غواړو چې په همدې خبره موږ ته سزا راکول کېږي".

پولیسو د همدې کور په تړاو چې تور دی محمود خان اڅکزي په غیر قانوني توګه نیولی، د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په دریمې نیټې چاپه واچوله او یو تن یې ونیوه.

خو پښتونخوا ملي عوامي ګوند بیا ویلي و چې د دوی مشر یې ځکه په نښه کړی چې د قامي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې، په پاکستان کې د فبرورۍ اتمې په ټولټاکنو کې د پراخې درغلۍ او په هغه کې د ښکېلو کسانو په باب رښتیا څرګندونې کړې وې.

د ګوند ولایتي مشر ښاغلی قهار خان ودان هم وایي چې د پولیسو څخه یې دا تن په ضمانت راخوشې کړی او له دې مقدمې سره کوم تړاو نه لري.

ښاغلي ودان وړانې وویل، "کومه مځکه چې پوليس او سرکار یې يادوي له دې سره د محمود خان او کورنۍ يو ډول تعلق هم نه شته".

د ښاغلي اڅکزي د نیولو حکم داسې مهال ورکول کیږي چې هغه تیره ورځ په اسلام آباد کې د واکمن حکومت پر ضد د نوي جوړ شوي ائتلاف د مشرانو سره وکتل. اڅکزي ددې ملاقات څخه وروسته خبریالانو ته وویل چې دا ائتلاف د پوځ او استخباراتي ادارو په ګډون د دولتي ادارو په خلاف د ناوړه تبلغیاتو لپاره نه بلکې د پاکستان د ژغورلو لپاره جوړ شوی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند هم په یوې اعلامیې کې د ښاغلي اڅکزي د نیولو لپاهر د محکمې حکم غندلی او ادعا یې کړې چې پولیس او حکومت دا کړنې د اڅکزي د غلي کولو لپاره کوي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دا ګوند به د ټولو ستونزو سربیره "خپلې هلې ځلې" جاري ساتي.

د پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د پلوي ډلې سني اتحاد شورا د ملاتړ د ترلاسه کولو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ولسمشرۍ ته کاندید کړی و خو د شهباز شریف په مشرۍ د اوسني ائتلافي حکومت کاندید، آصف علي زرداري په مقابل کې یې ماتې وخوړله.

د دې مقالې په لیکو کې د امریکا غږ ډیوه څانګې له راپور کار اخیستل شوی.

فورم \ دبحث خونه