د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خبري څانګه

21.11.2013 15:47    |   خبري څانګه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون بشپړ متن

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت (چې له دې وروسته د "افغانستان" په نوم) او د امریکا متحده ایالات (چې له دې وروسته د " متحدو ایالاتو "په نوم) په ګډه "دواړه لوري" او په انفرادي توګه "لوری" یادیږي؛ د افغانستان اسلامي جمهوریت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقتنامې (د ستراتیژیکو همکاریو موافقتنامه) په تائید چې د ۲۰۱۲ کال د مۍ په ۲ مه لاسلیک شوه، د همدې موافقتنامې پر مواردو په بیا ټینګار سره دواړه لوري ژمن دي چې د ګډو ګټو پر بنسټ اوږدمهاله ستراتیژیکې همکارۍ پیاوړې کړي، لکه: د سولې، امنیت او ثبات پراختیا؛ د دولتي ادارو پیاوړتیا؛ د افغانستان اوږدمهاله اقتصادي او اجتماعي انکشاف او د سیمه ییزو همکاریو هڅول؛ د ستراتیژیکو همکاریو په موافقتنامه کې د دې اصل په تائیدولو سره چې د دواړو لوریو ترمنځ همکاري د دوه اړخیز احترام او ګډو ګټو پر بنا باندې ولاړه ده؛


18.11.2013 16:40    |   خبري څانګه المان د متحده ایالاتو پوځ ته په میلیونونو یورو ورکوي

د متحده ایالاتو پوځ د المان په فدرالي بودیجه کې په نژدې ۳۰۰۰ پاڼو کې ښه پټ دی. المان په تیرو لسو کالونو کې قریباٌ ۵۹۸ ملیونه یورو د امریکې پوځ سره مرسته کړې ده.‌ که د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ کال ټول تاوانونه راټول شي نو یو میلیارده یورو ته رسیږي.


30.07.2013 18:37    |   خبري څانګه په برلین کې د ارواښاد ډاکتر عبدالرحمن ځدراڼ جنازه

Donnerstag, den 01. August 2013 um 13:00 Uhr Columbiadamm 128 10965 Berlin


09.07.2013 19:43    |   خبري څانګه خان او کمیسار--- په پښتو ژبه نوی ناول چاپ شو

د ناول نوم : خان او کمیسار لیکوال : محمدانعام واک چاپځی : ناروې « خان او کمیسار» د افغانانو د آتیایمې لسیزې د ناورین هغه رښتیانۍ کیسه ده چې په ۴۱۶ مخونو کې، په ښه صحافت او ښه کاغذ کې چاپ شوې ده.


27.01.2013 18:27    |   خبري څانګه ډګروال عبدالقدوس رحیمي په حق ورسېد

ډګروال عبدالقدوس رحیمي په حق ورسېد


26.07.2012 18:44    |   خبري څانګه ویب پاڼې

ویب پاڼې دا د ښاغلى صيام الدېن پسرلي راټول کړى او لېکلې کتاب دی، چې په پښتو ژبه مونږ ته دافغانستان او نړۍ مهمې او مشهورې انټرنټې پاڼې يا وېب سايټونه را پېژنې لېکوال هڅه کړې، چې په دغه کتاب کې تر ډيره هغه انټرنټي پاڼي راوپېژنې چې افغانانانو پورې تړاو لري او يا يې لوستنه او اړيکه د افغاني ځوانانو لپاره مهمه او په زړه پورې ده.


05.06.2012 10:31    |   ژوندون خبري څانګه دوستم څارنوالۍ ته وروپيژندل شو

عاجل خبر- کابل:


02.04.2012 19:05    |   خبري څانګه ملي مبارز شيرين يار يوسفزی د پنجاب له زندانه ازاد شو

ملي مبارز شيرين يار يوسفزی د پنجاب له زندانه ازاد شو  ملي مبارز، شاعر او ليکوال شيرين يار يوسفزی په پنجاب کې د يولسو کلونو بند څخه وروسته نن ازاد شو او د پښتونخوا په صوابۍ کې خپل کلي زروبۍ ته ورسېد. شيرين يار يولس کاله مخکې د پاکستان استخباراتي ادارو په ډول ډول تورونو تورن، په ځانګړې محکمه کې په اعدام محکوم کړ خو له درې وارې ګټلو څخه وروسته یې نن قضيه پای ته ورسېده او هاي کورټ ورته برائت ورکړ.


17.04.2011 21:15    |   خبري څانګه طالبانو او حزب اسلامي په نرخ کې جکړه کړې ده

د ميدان وردګ د نرخ له ولسوالۍ څخه رارسېدلې خبرونه وايي چې هلته د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي او د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو دوه ګروپونو په خپل منځ کې خونړې جګړه کړې ده او يو بل ته درون ځاني تاوان رسولی دی.


16.04.2011 13:17    |   خبري څانګه پښتون خوځښت په کندهار کې بريالۍ غونډه وکړه

پښتون خوځښت په کندهار کې بريالۍ غونډه وکړه پښتون خوځښت چې د ځوانانو يو ملي او با احساسه خوځښت دی خپله دويمه غونډه په کندهار ښار کې وکړه چې د لوی کندهار ناسته وه د هلمند، نيمروز، زابل، اروزګان او کندهار ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.


06.04.2011 06:51    |   خبري څانګه حکمتيار: د پاڅون وخت دی

د حزب اسلامي مشر چې د افغان دولت او بهرنيو ځواکونو خلاف وسلوال مقاومت کوي په افغانانو غږ کړی دی چې روانو لاريونونو ته دې دوام ورکړي. هغه ویلي دي چې په افغانستان کې د پاڅون وخت رارسېدلی دی.


07.03.2011 13:40    |   خبري څانګه د استاد داوود په وړاندې توطيه

اوس هغه دوسیه او توطیه څیړو چې د تاریخ دیپارتمنت د ریس استاد داوود پر وړاندې شویده،څیړو.دلته چې استادان له یو بل نه سوالونه کوي،نو ته به وایې،چې پوهنتون ندی،بلکې څارانوالي ده.


04.03.2011 19:09    |   خبري څانګه په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله

په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله په عربي متحده اماراتو کې مېشتو افغانانو د مورنۍ ژبو نړيواله ورځ ونمانځله


24.02.2011 15:07    |   خبري څانګه په کابل کې رژیم له ولسي پاڅون څخه په وېره کې دی

په کابل کې رژیم له ولسي پاڅون څخه په وېره کې دی ټول افغان ته باوري سرچينې چې د ګل خانې ماڼۍ سره نږدې ده ويلي دي چې افغان ولسمشر وېره لري چې په اسلامي نړۍ کې یو لړ بريالي او روان ولسي پاڅونونه امکان لري افغانان هم وهڅوي چې عام او تام پاڅون وکړي.


31.01.2011 18:01    |   خبري څانګه په مصر کې افغان محصلين روغ رمټ دي

په مصر کې افغان محصلين روغ رمټ دي ټول افغان ټولو افغانانو ته اطمنان ورکوي چې په مصر کې مېشت افغانان او افغان محصلين تر دې دمه روغ رمټ دي. په مصر کې ژورناليست الهام ياسيني چې د افغان کرکټ بورډ د مطبوعاتي دفتر مسول هم دی د مصر له پلازمينې قاهرې څخه ټول افغان ته د ټيلي فون په ليکه وويل چې په مصر کې د مصر ولس مظاهرې چې په کې د حسني مبارک د رژيم غوښتنه کوي ورځ په ورځ پراخېږي او تر اوسه په کې له ۱۰۰ زيات کسان د امنيتي ادارو له خوا وژل شوي دي، خو افغانان له مظاهرو لرې دي او کار ورسره نه لري.


23.11.2010 11:44    |   خبري څانګه ډاکتر محمد عالم يوسفزي ته نوې دنده ور وسپارل شوه

ډاکتر محمد عالم يوسفزي ته نوې دنده ور وسپارل شوه د کوزې پښتونخوا سیاسي او ادبي شخصیت ډاکتر محمد عالم يوسفزی د پاکستان دخلکو ګوند -شېرپاو ډلې- (پاکستان پيپلز پارټي شېرپاو ګروپ) د کلتوري څانګې د مشر په توګه وټاکل شو. نوموړي چې له وړوکوالي یې په سیاسي فعالیتونو کې فعاله ونډه لرله خو تر دې مهاله یې د کوم سیاسي ګوند غړيتوب نه درلود او يواځې د يوه فعال ملتپال سیاستوال په توګه یې د پښتنو خدمت کړی په لومړي ځل په یوه سیاسي ګوند کې شامل شو.


20.11.2010 11:09    |   ټول افغان خبري څانګه دلغمان والي:دچاودنو قربانيان ټول ملکي وګړي دي!

دلغمان والي محمداقبال عزيزي چې دا مهال دجرمني هيواد په ليدنه بوخت دې دلغمان په مرکز مهترلام کې يې دننيو چاودنو وروسته دتليفون له لارې ټول افغان ته وويل ددې چاودنو ټول قربانيان ولسي بې ګناه وګړي دي ده وويل په وژل شويو کې يوه وړه ماشومه انجلۍ يوه ميرمن او يو بوډا سړى شامل دي ده وويل نور ټول ټپيان ښځې او ماشومان دي چې دروغتون ته دبيلابيلو ناروغيو د درملنې په موخه راغلي و ده ددولت دمخالفينو دا کړنه په سختو ټکو کې وغندله ويې ويل دې پيښو سخت خواشنيې کړيدې دلغمان والي دغه راز وويل چې لغمان دافغانستان په ختيز کې پروت تر ټول امن او خوندي سيمه ده خو مخالفين غواړي چې ددې ډول پيښو په ترسره کولو سره يې ناارامه کړي ده پر مخالفينو غږ وکړ چې دبې ګناه ملکي وګړيو له مرګ ژوبلې دې لاس واخلي دده په وينا دمخالفينو دا کړنې دخلکو په زړونو کې کرکه اونفرت نور هم زياتوي محمداقبال عزيزي دلغمان پر خلکو هم غم وکړ چې خپل صبر او زغم له لاسه ورنکړي ياده دې وي چې دلغمان د نن ورځې چاودنو پړه ددولت مخالفې وسله والې ډلې طالبانو پر اړه اخيستې او دعوه يې کړې چې په دې چاودنو کې يې ملي پوليسو او دملي امنيت ادارې کارکوونکو ته مرګ ژوبله وراړولې ده دا په لغمان کې دملي امنيت ادارې دلومړي مرستيال ډاکتر عبدالله لغمان تر وژل کيدو وروسته دملکي وګړيو دمرګ ژوبلې تر ټولو ستره پيښه ده.


16.11.2010 06:54    |   خبري څانګه ملا عمر: د دیموکراسۍ ترعنوان لاندې اجتماعي اوکلتوري انحراف اوج ته رسیدلی

د دولت د وسلوالو مخالفينو (طالبانو) مشر ملامحمد عمر په يوه خپره شوې پاڼه کې چې ټول افغان ته یې د دوی د وياند قاري يوسف احمدي له خوا يوه کاپي رسېدلې ده ويلي دي چې په افغانستان کې د دیموکراسۍ ترعنوان لاندې اجتماعي اوکلتوري انحراف اوج ته رسیدلی دی او د دولت لوړپوړي چارواکي یې تورن کړي دي چې ټول بازار یې لکه د ((محتکرانو په ولکه کې اخیستی ،چې قیمتونه هم ورته په خپله ټاکي)). ملا عمر زياتوي چې (( له همدې امله خو دهیواد زیاتره بې وزلې کورنۍ لکه چې ټول یې وینو سوال او ګدایي ته مجبورې شوې , اوفسادخپل وروستي اوج ته رسیدلی دى .))


13.10.2010 18:50    |   خبري څانګه پوليس: له هندوستان څخه د افغان محصلينو شړل ودرول شول

پوليس: له هندوستان څخه د افغان محصلينو شړل ودرول شول د هندوستان په پوني ښار کې پوليسو افغان محصلينو ته ويلي دي چې د دوی د شړلو لړۍ یې نوره ودرولې ده. د هندوستان پوليسو اعتراف کړی دی چې د محصلينو په اړه ورته د دوی سرچينو غلط معلومات ورکړي دي خو نه وايي چې د دوی سرچينې څوک دي چې د افغان محصلينو په اړه ورته له تعصب او کينې په اساس لايقه محصلين ښودل کېږي او له هندوستان څخه شړل کېږي.


13.10.2010 16:33    |   خبري څانګه لويې څارنوالۍ پر بېنوا د د بندېز د لرې کولو امر ورکړ

د افغانستان لويې څارونوالۍ په افغانستان کې پر بېنوا ويبپاڼه د لګېدلي بندېز د لرې کېدو امر کړی دی. د افغانستان لوی څارنوال اسحاق الکو نن سهار د مخابراتو وزارت ته په دې اړه ليک صادر کړی او ورلېږلی دی.