د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کابل کې رژیم له ولسي پاڅون څخه په وېره کې دی

خبري څانګه 24.02.2011 16:07

 ټول افغان ته باوري سرچينې چې د ګل خانې ماڼۍ سره نږدې ده ويلي دي چې افغان ولسمشر وېره لري چې په اسلامي نړۍ کې یو لړ بريالي او روان ولسي پاڅونونه امکان لري افغانان هم وهڅوي چې عام او تام پاڅون وکړي.

 د سرچينې په وينا ولشمسر کرزی او په ګل خانې ماڼۍ کې ملګري یې باور لري چې ((حالات ښه نه دي او ولس کېدای شي پاڅون وکړي)).

 ولسمشر کرزي په دې اړه د خپلو نږدو کړيو سره بحثونه هم کړي دي او له یو شمېر شنونکو او د مصر د پاڅون په اړه له باخبرو کسانو څخه یې په دې اړه ويناوې او شننې هم اورېدلي دي.

 د ولسمشر کرزي وېره دا ده چې ګنې په مصر کې پاڅون امريکایانو هڅولی او د امريکا په مرسته ترسره شوی دی خو ملګرو شنونکو ورته ويلي دي چې د مصر په پاڅون کې امريکا لاس نه لرلو او ولسي پاڅون و چې د ظلم د پاي ته رسولو په موخه ترسره شوی دی.

 ولسمشر کرزی او ملګري یې وېره لري چې کېدای شي امريکايان افغانان وهڅوي چې د ده د رژيم پر ضد پاڅون وکړي، خو شنونکي په دې باور دي چې که پاڅون کېږي نو موخه به یې عامه وي چې په افغانستان کې شته فساد، بهرنی ښکېل، او د طالبانو په شمول د ټولو جنګي ډلو جنايتونو او ګاونډيو هېوادونکو ته د کار کونکو دسيسو ته پای کېږدي او يو سوچه په افغاني فکر جوړ چې د افغانانو ګټې او خپلواکي ورته له هر څه زیات اهميت لري رامنځ ته کړي.

 شنونکی کمال الدين رنځور  - چې د مصر او تونس پاڅونونه یې له نږدې څارلي دي او د ليبيا او يمن پاڅونونه له نږدې څاري - په دې باور دی چې په دې هېوادونو کې ولسونه له ظلم او فساد څخه تنګ شوي نو ځکه غواړي د خپلې خوښې داسې نظام رامنځ کړي چې د رایې د ازادۍ او شريفانه ژوند تر څنګ فساد له رژيم څخه ورک کړي. د رنځور په باور پارېدلي ولسونه له احترام ډک او سرلوړی ژوند غواړي او د هر ډول فساد او ظلم له منځه وړل غواړي.

 کمال رنځور وايي چې هغه فساد چې په تونس، مصر، ليبيا، يمن او نور هغه هېوادونو کې ترسره شوی چې ديکتاتوران پرې حاکم دي، په افغانستان کې د هغې څو چنده فساد په تېرو دوه لسيزو کې شوی. د نوموړي په باور د تېرو دېرشو کلونو په دوره کې په افغانانو دومره ظلم شوی دی چې په يادو شوو هېوادونو کې یې ساری نه لېدل کېږي او که افغانان پاڅون کوي نو يواځې د کرزي، جنګسالارانو، او په اشغال په ضد به نه وي، بلکه د طالبانو او ټولو هغو ډلو په ضد به هم وي چې د افغانانو په زورولو او ځپلو کې په يو يا بل ډول لاسر لرلی دی او اوس یې هم څپي.

 د رنځور په باور په افغانستان کې د پاڅون په مخ کې ستر چيلنج دا دی چې افغانستان د قومونو په منځ کې همغږي نشته او حاکم جنګسالاران ډېر بې رحمه دي او تمه لري چې که هر پاڅون وشي نو امکان لري د جنګسالارانو د نفوذ په سيمه کې لکه د ليبيا د برخليک سره مخامخ شي چېرته چې پارېدلی ولس په ډېره بې رحمۍ وژل کېږي. خو نوموړی وايي چې بهرنيو قواوو ته به د بې وسلې پارېدلي ولس سره چلند کول چيلنج کونکی وي او وبه نه شي کړای پر ضد یې وسله وکاروي.