د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډګروال عبدالقدوس رحیمي په حق ورسېد

خبري څانګه 27.01.2013 19:27

دافغانستان د وسله وال پوځ پخوانی افسر ډګروال عبدالقدوس رحیمي دورپېښې ناروغۍ له امله، پرون دجنورۍ په ۲۶مه، خپله سا د حق څښتن (ج) ته وسپارله .

 انا لله وان الیه راجعون .

عبدالقدوس خان رحیمي په ۱۹۵۵ز.کال دهرات ولایت په شېنډڼډ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې .
لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه ، منځنۍ یې په حربي ښوونځي او لوړې یې په حربي پوهنتون او دپخواني شوروي اتحاد په پوځي اکاډیمۍ کې ترسره کړې وي .

دزده کړو تربشپړېدو وروسته يې دملي دفاع وزارت په بېلابېلو جزوتامونو او ادارو کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده .  

نوموړي سپینزړی ، سپینژبې او زړورشخصیت درلود ، هیواد اوولس يې دمرګ په شېبو کې هم دفکراووینا مضمون و . بې له شکه چې مړینه يې دهیواد او ولس د خواخوږوروښاندو له پاره ستره او نه جبیره کېدونکې تشه ده . 

 روح دې يې ښاد او یادونه دې يې تاند وي .

 

د ارواښاد ډګروال عبدالقدوس رحیمي د جنازې او فاتحې خبرتیا

دوسله پوځ پخواني افسر ډګروال عبدالقدوس رحیمي دورپېښې ناروغۍ له امله دجنورۍ په ۲۶مه دسویډن ـ مالمو په روغتون کې ،خپله سا دحق څښتن ته وسپارله . انا لله وانا الیه راجعون .

په دې وسيله ټولودرنو دوستانواودارواښاد د شخصیت مینه والوته خبر ورکول کېږي چې دارواښاد جنازه دراتلونکې سې شنبې په ورځ ، دروانې جنورۍ میاشتې په ۲۹مه ، دماسپېښین په یوه بجه ، په مالمو کې دروزنګوټ جامع جومات نه اخیستل کېږي او په همدغه ښار کې دمسلمانانو په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي .

دنارینه او ښځینه و دفاتحې او دعا مراسم په همدغه ورځ او نېټه ، دارواښاد دکورنۍ او دوستانو له خوا، د مازديګر له دوه نیمو تر څلورو بجو دافغانانو په جومات کې ترسره کېږي .

دجنازې  لمونځ او تدفین مراسم په دې پته ترسره کېږي :

Moskén
Islamic Center i Malmo

Jägersrovägen 90 
(Jaagersrovaagen 90)

21237 Malmo - Sweden

 Här hittar du oss

 

 اود فا تحې او دعا مراسم په دې پته :

Lantmannagatan 59A

21448 Malmo

داړتیا پر وخت لاندې ټېلفون شمېرو ته زنګ ووهئ :

+46737801303
+46702018349
+46707949223
+46704136043