د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتون خوځښت په کندهار کې بريالۍ غونډه وکړه

خبري څانګه 16.04.2011 15:17

پښتون خوځښت چې د ځوانانو يو ملي او با احساسه خوځښت دی خپله دويمه غونډه په کندهار ښار کې وکړه چې د لوی کندهار ناسته وه د هلمند، نيمروز، زابل، اروزګان او کندهار ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.

د پښتون خوځښت کندهار ناسته د پېنځنۍ په ورځ د اپرېل په ۱۴ د کندهار ښار په نعمت صالون کې د ماسپښين په ۲:۳۰ بجو د قران پاک په څو مبارکو اياتو پيل شوه، په ناسته کې د هلمند، زابل، اروزګان او کندهار استازو ګډون کړی وو، له تلاوت وروسته ټولو ګډونوالو د خپلو ځانونو پېژندګلوي وکړه چې د ازادۍ راډيو او سور غر ويبپاڼې خبريالانو هم پکښې برخه اخيستې وه، په ناسته کې د پښتنو په اوسني حالت، ستونزو، ناخوالو او ورپېښو دسيسو خبرې اترې وسوې،او ملګرو خپل نظرونه وړاندې کړه.
ناسته د مازديګر په وخت ۵:۳۰ بجې پای ته ورسيده.

د پښتون خوځښت يو غړي ټول افغان ته وويل چې په غونډه کې شپيتو تنو ځوانانو برخه اخيستې وه. نوموړي ټول افغان ته وويل چې ((د اپرېل پر څوارلسمه د پښتون جوړونې او پښتون خوځښت ته د ودې په موخه د فيس بوک  او ټولنيزو اړیکو له لورې د لوی کندهار په زړه کې ۶۰ ځوانان راټول شول))

د کندهار غونډه والو په خپلو څرګندونو کې وويل چې ((پښتانه ځوان،نارينه، ښځينه، کوچنی او  زوړ وژل کيږي، په پاکستان او افغانستان کې دپښتنو سره يورنګه چلند کيږي دلته او هلته هر څه یو رنګه دي، هلته هم د دردنو او سوځونو کړی دلته هم، پښتون تروريست نه دی، پښتون مسلمان دی، پښتون انسان دی، پښتون مه وژنی.))

غونډه والو تاکيد وکړ چې ((د پښتون خوځښت مسولیتونه ډیر دي لکه د پښتون سوله، حق غوښتنه، وده، زده کړه، ژبه او پښتون ژغورنه ده. پښتون قوم نه دی، پښتون ملت دی، پښتون اولس دی، پدې لار کښې پښتون خوځښت سره د لوی کندهار ځوانان یو ځای دي، او سپېڅلو موخو ته د رسيدلو دپاره د پښتون خوځښت ملاتړ او دفاع کوي، ژوندي دې وي پښتانه.))

د يادونې وړ ده چې پښتون خوځښت تر دې له مخه په کابل کې هم غونډه کړې وه او راتلونکې غونډه به یې د لوی ننګرهار لپاره د جلال اباد په ښار کې وي.

کندهار

د پښتون خوځښت پېژندنه:

پښتون خو ځښت په سيمه کې د پښتنو د روان سياسي ټولنيز، اقتصادي او ټولو سيمیزو ستونزو په وړاندې د پښتنو د پوه هوښيار مسلکي  او پر اولس مينو او  درديدونکو ځوانانو یو ځای کیدل دي، د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتنې او ارزونې ، دپښتونو  د مختلفو ستونزو د حل، پښتون ژغورنې او پښتون جوړونې  په موخه په ګډې مبارزې سره یو ټولنیز بنسټ په کابل کې کښېښود، چې د ودې په موخه یې په ټولو پښتون ميشتو سيمو کې د ځوانانو همږغي کول دوام لري.

میاشتې  وړاندې، یو شمېر پښتون احساسه ځوانانو د فيسبوک له لوري وکولای شول خپل احساسات یو د بل سره شريک کړي، پښتون خو ځښت پیل، د پښتون جوړونې په لور ګړندي ګامونه واخلي. فيس بو ک په کابل کې ځوانان راټول کړل، په روانو مسایلو پوه ځوانانو په خپلمنځي غونډه کې دخبرو  او ارزونو د پښتنو سياسي پس منظر ته په کتو سره يې هوډ وکړ چي پښتون پوه ځوانان باید د یوې سوليزې مبارزې دپاره یو اساسي بنسټ کښيږدي تر څو په روان بهران کې د پښتون وکالت وکړي.

د پښتون خوځښت په اړه  نور معلومات دلته ولولئ.

په فيس بوک د پښتون خوځښت پاڼه