د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملي مبارز شيرين يار يوسفزی د پنجاب له زندانه ازاد شو

خبري څانګه 02.04.2012 21:05

ملي مبارز، شاعر او ليکوال شيرين يار يوسفزی په پنجاب کې د يولسو کلونو بند څخه وروسته نن ازاد شو او د پښتونخوا په صوابۍ کې خپل کلي زروبۍ ته ورسېد. شيرين يار يولس کاله مخکې د پاکستان استخباراتي ادارو په ډول ډول تورونو تورن، په ځانګړې محکمه کې په اعدام محکوم کړ خو له درې وارې ګټلو څخه وروسته یې نن قضيه پای ته ورسېده او هاي کورټ ورته برائت ورکړ.

په زروبۍ کې د کلي مشرانو او وګړو د شيرين يار د هر کلي لپاره د هغه حجرې ته ورغلي وو.

شيرين يار په پنجاب کې ايجنسيانو نيولی و او د پنجاب په صوبايي يا ايالتي محکمو کې یې محاکمه کړ. د قام د ازادۍ په موخه د هڅو له کبله نوموړی د ځانګړې محکمې له خوا په اعدام محکوم شو خو د پنجاب په های کورټ کې د قضيې له ګټلو وروسته یې ازادي ترلاسه کړه.

شيرين يار انقلابي شاعر او مبارز دی چې تل یې د پښتنو د ازادۍ لپاره نه ستړي کېدونکي هڅې کړي دي او په دې لړ کې یې د ازاد پښتونستان خوځښت هم رامنځ ته کړی و.

يوسفزي په زندان کې مايوسه نه شو. خپلې شاعرې ته یې دوام ورکړ، د افغان ګلونه په نامه د تخيلي شاعرۍ کتاب، د اوښکي مشالونه په نامه تفکراتي شاعري، د رنګزنو پيوندونه.موضوعاتي نظمونه، او د تورو، املا، شعري لوازمات او محاسنو يو تحقيقي کتاب وليکل. يو شمېر کتابونه یې لا هاغه مهال چاپ شول چې نوموړي د پنجاب د زندان د تورو تمبو شاته شپې ورځې تېرولې.

په شيرين يار د قلندر مومند دا شعر رښتيا شو چې:

چې په خوشال په رتنبور کې وشوې

هغه کانې په ما لاهور کې وشوې

د رڼا ناوې دغه ټولې کيسې

ما سره ستا د مينې تور کې وشوې