د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

عبدالقدیر فطرت وتښتېد که ځان یې بچ کړ!

کمال الدين رنځور 28.06.2011 12:22

 عبدالقدير فطرت چې د افغانستان د مرکزي بانک مشر و د امريکا په ويرجينيا کې اعلان وکړ چې دنده یې پرېښوده. پوښتنه دا ده چې فطرت وتښتېد او که یې ځان بچ کړ ځکه په کابل کې له پښو تر ويښتو په فساد کې ډوب رژيم وايي چې فطرت هم د کابل بانک په لړلې غلا او ډاکه کې ککړ و.

په مافيايي رژيمونو کې همداسې کېږي. يا به تر پايه د مافيا ملګرتيا کوي او که ورسره مخالف شي نو بيا کاغذي څارنوال شته چې محکمې ته یې راکش کړي. د عبدالقدير فطرت قضيه تر دې نوره هم لړلې ده، او هغه دا چې دا ښاغلی سره د دې چې د جمعيت او شورای نظار غړی دی او د افغانستان بانک رياست ورته په ويش کې رسېدلی په دې پوهېږي چې نړيواله ټولنه لږ تر لږه د کابل بانک په رسوايۍ کې څېړنه غواړي. موږ مخکې هم د ټول افغان ډاټ کام په پاڼو ليکلي و چې د کابل بانک رسوايي ښيي چې ټول رژيم فاسد دی. دا فساد په څو ډوله دی: چا په کې له بانکه غلا کړې ده، چا ورسره مرسته کړې ده، او چا پرې سترګې پټې کړي دي او په مقابل کې یې د کابل د رشوت خورو په اصطلاح شيريني هم اخيستې ده.

فطرت د افغانستان بانک مشر و چې د بانک د هېواد مرکزي بانک دی. مرکزي بانک په هېواد کې د بانکونو د تقنینه او تنفيذيه ځواک حيثيت لري. په بله مانا د بانکي سيکتور Regulator دی. هم یې بايد لوايح ترتيت او هم يې بايد پلي کړي.

فطرت، د مرکزي بانک اوسني چارواکي، او د دې بانک پخواني مشران او پخواني چارواکي ټولو دا پورته مسوليتونه لرل. دوی مسول وو چې په افغانستان کې ټول بانکونه وڅاري او قوانين پرې پلي کړي. دوی نه دا چې يواځې پخپلو دندو کې اهمال کړی دی، بلکه زما شخصي او خپاره شوي معلومات ښي چې د نړيوالې ټولنې لخوا په افغانانو تپل شوي بهرني مامورينو او ارګانونو په شمول د مرکزي بانک چارواکو له پيله تر اوسه له هغې وروسته چې د کابل بانک او نورو بانکونو په فساد خبر شوي، خولې یې بندې کړي دي او د غلا مخه یې نه ده نيولې. دا چوپتيا دوه ډوله وه: يو شمېر کسان له ويرې چوپ و ځکه چې زورورو او بدمعاشانو دوی ته د مرګ تهديدونه ورکول، بل ډول چې په هغوې کې فطرت شامل دی د ګوندي او ټلوالۍ د روابطو په اساس په دې کارونو پرده اچوله. له دې برسېره د مرکزي بانک يو شمېر چارواکو د دې چوپتيا په بدل کې شيريني هم اخيستې ده که نه بيا دې په زبات ورسوي چې په دوبۍ او امريکا کې یې د کورونو اخيستلو توان له کومه کړ.

ښاغلی فطرت ځکه تښتي چې په فساد خبر دی، په کې ښکېل دی، پوهېږي چې د کابل بانک غلا د بشريت په تاريخ کې تر ټولو ستره غلا وه، د افغانستان ولس دوه ځلې لوټ شو: يو ځل ترې علي بابا او کابو ۴۰۰ غلو په کابل بانک کې يو بليون ډالر پټ کړل، بيا د فطرت په مشرۍ مرکزي بانک دې بانک ته د ولس ۸۵۰ مليونه ډالر نور ورکړل چې دا بانک بچ کړي. فطرت شايد په دې پوهېده چې شورای نظار او ورسره د کرزي ملګری بانډ شايد دی د قربانۍ ګډوری کړي. نور غله به ازاد ګرځي، په غلا شوو يو بليون ډالرو به علي بابا او ۴۰۰ غله مزې کوي او دی به راونيسي او محاکمه به یې کړي چې دنده یې سمه سرته نه ده رسولې.

فطرت به فکر کوي چې په استعفا او امريکا کې په پاتې کېدو یې ځان له خپل مافيايي بانډ او محاکمې بچ کړ. دولت به اوس وايي چې نورو محاکمو ته اړتيا نشته ځکه چې فطرت مجرم و او وتښتېد.

خو بايد ياد ولرو: افغان ولس ځپل شوی خو ويښ دی، په دې پوهېږي چې فطرت د علي بابا او ۴۰۰ غلو يو دربان و او د دوی پهره یې کوله، اوس که څېړنه کېږي او محاکمې ترسره  کېږي نو علي بابا او ټول غله یې هم بايد محاکمه شي ځکه چې کابل بانک د هغه په ټاکنيز کمپاين ۴ مليونه ډالر مصرف کړي دي، له کابل بانک څخه یې ورور لسګونه مليونه په بډه کړي دي، د مرستيال ورور یې شرکتونه او کانونه د غلا په پيسو اخيستي دي، د پارلمان غړو یې شوکه کړې ده، ټلوالې یې کيسه بري کړې ده.

په افغانستان کې د بانکي رسوايۍ په اړه نورې ليکنې:

د افغانستان بانک ريس فطرت استعفا ورکړه

د کابل بانک ډالۍ ګانې مارشال قسیم فهیم ته

د کابل بانک د رسوايۍ بشپړه کيسه د حج پيسې غلا کول د کابل بانک د غلو اخري ډاکه وه

 محمود کرزی وایی زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم

افغان دولت په يوه مياشت کې مفلسېدونکی دی

افغان دولت کابل بانک ته په پټه ۸۵۰ مليون ډالر ورکړي

 د کابل بانک غلا د بشريت په تاريخ کې ساری نه لري

له کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي

محمود کرزی وایی زه د کابل بانک هیڅ پوروړی نه یم

زوړ کابل بانک که د شمالي ټلوالې مالي بانډ

کابل د کابل بانک پړه ولې په امريکا اچوي!

The Complete Story of Kabul Bank’s Scandal

ژباړه: د کابل بانک رامنځته کېدل

 الکوزى ګروپ وايي چې دوى د کابل بانک د اخيستلو کومه پرېکړه نه ده کړې

  د کابل بانک رسوايي ښيي چې واکمنه شبکه ټوله فاسده ده

 معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان

 کابل بانک څخه د پور اخستونکيو شمېر ٢٠٠ تنو ته رسېږي

له تمې سره سم په امريکا کې د محمود کرزي د محاکمه کېدو په اړ فکر روان دی

د کرزی فرمان د يوبېعقل غله کيسه را ياد کړه

کرزي د کابل بانک په موضوع کې بهرنیان له تحقيق څخه منع کړل

 محمود کرزی په امريکا کې د پيسو مينځلو په تور محاکمه کېدای شي

امنيتي چارواکو د کابل بانک مراجعين په ډنډو ووهل

نوې څېړنه: د کابل بانک د دوبۍ په ملکيتونو کې محمود کرزي ۳ مليونه جېب ته کړي دي

فطرت: کابل بانک په پښو ولاړ دی

د کابل بانک د څښتنانو شتمني کنګل شوه

معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان

په عزيزي بانک کې به هم بدلونونه راشي

د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

 د كابل بانك مسوولين بايد له هېواد نه ونه وځي! 

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!

فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې

د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولول