د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حج پيسې کابل بانک ته سپارل غيرشرعي او له فساده ډکه معامله ده

عبدالحفيظ سمندر 27.07.2010 14:27

د کابل بانک څښتن شېرخان فرنود چې په يوه قمارخانه کې د قمار مېز ته ناست دی.

د افغانستان د ارشاد او حج وزارت ټولو هغو کسانو ته چې غواړي سږه کال حج ته ولاړ شي اعلان کړی دی چې د پچې اچولو لپاره له ثبت نام څخه مخکې دې خپلې پيسې دې کابل بانک ته تحويل کړي. کابل بانک یو سودي بانک دی چې د شرعي سره موافق نه دی. د حج پاکې پيسې او داسې ستر اسلامي عبادت د سود خورو او ورکونکو سره په معامله ککړول یو غير اسلامي او غير اخلاقي کار دی چې د حج او ارشاد وزارت یې ترسره کوي.

په افغانستان کې د حج پروسه هرکال له درغليو او فساد څخه ډکه پروسه ده. داسې هيله کېده چې سږه کال به دا پروسه شفافه او د دې مبارکې فريضې د روحانيت سره منافي کارونه به په کې نه ترسره کېږي. خو ښکاري چې دا هيلې پر ځای نه وې.

د کابل بانک سره – چې په نړيواله کچه په فساد تورن بانک دی – معامله کول شرعا ناروا دي. د کابل بانک څښتن شېرخان فرنود مشهور قمارباز دی چې د قمار خانو په ويبپاڼو کې یې انځورونه هم خپاره شوي دي چې په ډېره خوښۍ او فخر سره قمار وهي. واشنګټن پوسټ هم پرې مقاله ليکلې وه چې شېرخان او کابل بانک د خلکو په پيسو په دوبۍ او نورو ځايونو کې املاک اخيستي دي او شېرخان پرې قمار کوي.

سږه کال که یو لک کسان د حج په پچه کې برخه واخلي نو د ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ مليونه ډالره بايد د کابل بانک سره په حسابونو کې واچوي. کابل بانک تر دې مهاله ټول له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ مليونه ډالره ډيپازيټ (يانې دخلکو پيسې) له ځانه سره لري. د حج پيسې لاسته راوړل د فرنود خان لپاره یو داسې قمار دی چې د امريکا د لاس ويګاس په قمارخانو کې یې هم نه شو ګټلی خو د افغانستان د حج وزارت (از برای خدا د حج، دبل شي وزارت هم نه) ورسره دا قمار وهلی دی.

په افغانستان کې د حج په پروسه کې په ۲۰۰۲م کال کې د هر حاجي د قربانۍ سل ډالره چې ټولې ۳ مليونه ډالره کېدلې د شورای نظار عطاالرحمان سليم پټې کړې چې وروسته په همدې تور څو کاله په بند محکوم شو او بيا د ولسمشر کرزي په فرمان له زندانه خوشې شو. په ۲۰۰۷م کال کې د کاسکو په نامه یوې کمپنۍ پنځه لکه ډالر واخيستل او تری تم شول. په ۲۰۰۸م کال کې ناس اير او ګلوبال کمپنيو لس مليونه ډالر واخيستل او تری تم شول. په ۲۰۰۹م کال کې د محمد صديق چکړي په مشرۍ کې د وزارت مامورين د لکونو ډالرو سره په داسې حال کې په کابل هوايي ډګر کې ونیول شول چې له سعودي څخه د راستنيدو په مهال ورسره په لکونو ډالر وو. چکړی تورن شو، له هېواده د نه وتلو امر صادر شو خو د کابل د هوايي ډګر له لارې لندن ته ورسېد او مزې چړچې کوي. هر کال لس زره حاجيان شخصي سکتور ته ورکول کېږي چې د یو ځل د وزير حميدالله قادري او بيا د چکړي او د ولسمشر د دويم مرستيال کريم خليلي له خو په ۱۵۰ او ۲۴۰ ډالر هر حاجي خرڅ شو چې مليونونه ډالره کېږي.

اوس په کې د کابل بانک غيراسلامي او غير اخلاقي معامله رامخې ته شوه.  تر کله به د حج د مقدس عبادت سره دا د فاسد دولت غير اخلاقي او غير اسلامي چلند روان وي! تر څه وخته به هر کال د یو لک په شاوخوا کې کورنۍ د فاسد نظام د کړنو له امله په فساد ککړېږي او زورېږي!

اخر د دې حج فايده څه شوه چې خلک به په کې اوس خپلې پيسې سود خورو  او قمار بازانو ته ورکوي. ایا د حج او اوقافو وزارت له دې حديثه خبر نه دی چې (((الربا سبعون حوبا وأيسرها كنكاح الرجل أمه. صحيح الترغيب )). ژباړه: سود اويا ډوله دی او اسانه یې د مور سره د زنا په شان دی.

پخوا د وزارت چارواکو یواځې پيسې پټول او حرام خوړل کول. اوس د حج او ارشاد فاسده اداره غواړي د هېواد په لکونو خلک د خپلو ميندو سره په زنا هم ککړ کړي.