د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

خبري څانګه 02.09.2010 14:13

رپوټونه وايي چې په کابل کې عامو خلکو له کابل بانک څخه د پيسو ويستل پيل کړي دي. دا هغه خلک دي چې د کابل بانک د مالي وضعيت په اړه په نړيوالو او کورنيو رسنيو کې د اندېښنې وړ رپوټونو اندېښمن کړي دي. رپوټونه وايي چې د پخوا په پرتله له بانک څخه پرون او نن خلکو ډېرې پيسې ويستي دي.

اسوشيټډ پرس وايي چې دوی وليدل چې د يو کس په نمبر یې ۹۰۰م نمبر ليکلی و چې مانا یې دا ده چې په سوونو کسانو نن د کابل بانک د شهر نو برانج ته مراجعه کړې ده. د دې نمبر لرونکي ورته ويلي دي چې زه خپلې ټولې پيسې ويستل غواړم. په بانک نور باور نه لرم.

سره د دې چې د افغانستان بانک مشر عبدالقدير فطرت او د کابل بانک چارواکو پرون په يو ګډ کنفرانس کې هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې کابل بانک د مالي ستونزو سره مخ دی او د افغانستان بانک یې له دې امله کنترول په لاس کې اخيستی دی، خو اندېښمنو خلکو له بانک څخه پيسې ويستل پيل کړي دي.

پرون د افغانستان بانک مشر چې په خپله په رسنيو کې په فساد او تعصب تورن دی د کابل بانک د پخواني مشر شېرخان فرنود چې په نړيواله کچه په قمار مشهور دی دا ونه منله چې ګنې کابل بانک خپلو مشرانو او زورواکانو ته د سترو قرضونو ورکولو او د دوی له خوا د بانک په پيسو په دوبۍ او نورو ځايونو کې د مځکو او ودانيو په رانيولو او جوړولو سلګونه مليونه ډالر مصرف شوي دي. فطرت وويل چې دولت د کابل بانک شاته ولاړ دی او کابل بانک ستونزه نه لري.

دا ډول پیسو ويستلو ته په بانکي اصطلاح کې Bank Run وايي چې حساب لرونکي په بانک باور پای ته ورسي او له بانکه ټول خلک په يو ځل د پيسو ويستل پيل کړي او په پايله کې بانک ونه توانېږي د ټولو پيسې ورکړای شي او ديواليه شي.

د بلومبرګ اقتصادي شبکه له کابل څخه رپوټ ورکوي چې په شهر نو کې د کابل بانک برانچ ته د خلکو کتارونه ولاړ دي. يو حساب لرونکي حاجي تميم چې د رغاونې شرکت لري وايي چې ((زه په بانک کې ۱۵ زره ډالر لرم او اوس راته وايي چې پيسې نه لري او يواځې زر ډالر یې راکړل.))

د بلومبرګ د رپوټ له مخې په کندهار، مزار شريف او هرات کې هم د کابل نمايندګيو ته کتارونه ولاړ دي. په مزار کې د کابل بانک نمايندګيو خلکو ته له زر ډالرو ډېر نه ورکول.

کابل بانک د افغانستان تر ټولو ستر بانک او په هېواد کې ۶۸ نمايندګيانې لري. په دې اونۍ کې رپوټونه خپاره شول چې د کابل بانک دوه مشران شېرخان فرنود او خليل الله فېروزي په خپلو کې وران شوي دي او له قانونه سرغړونو خبرونه یې خپاره شوي دي چې په پای کې د دې لپاره چې د افغانستان ټول اقتصادي سيستم ونه نړېږي ولسمشر حامد کرزي د امريکايانو د فشار له امله د کابل بانک مشران ګوښه او د مرکزي بانک مالي امر موسی غازي یې د بانک مشر ټاکلی دی.

په پروني کنفرانس کې فطرت وويل چې دوی د کابل بانک مشران نه دي ګوښه کړي بلکه د يو نوي قانون په ترڅ کې یې له دندو استعغا کړې ده او موسی غازي یې ځکه په خپل ځای ګمارلی دی چې لايقه شخص دی او تجربه لري. فطرت وايي دوه مياشتې وړاندې یې له ټولو بانکونو وغوښتل چې نور یې ځښتنان په اداره کې کار نه شي کولای.

فطرت پرون په کنفرانس کې رسنيو ته وويل چې کابل بانک د پيسو د لرلو ستونزه نه لري او کولای شي د خلکو غوښتنې پوره کړي، نوموړي وويل چې د افغانستان بانک او دولت د کابل بانک تر شا ولاړ دی او پرې به نږدي چې ونړېږي. فطرت دا هم وويل چې کابل بانک به هيڅکه بې پيسو نه شي.

له بلې خوا د امريکا د ماليې وزارت کابل ته يوه ډله لېږلې ده چې د افغانستان بانک سره د کابل بانک د ستونزو په اداره کولو کې مرسته وکړي.

تاسو د کابل بانک سره خپله تجربه دلته د نورو سره د تبصرو د کړکئ له لارې شريکولای شئ: