د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!

احمد ولی افغان دوست 31.08.2010 15:49

دافغانستان بانک په کال ۱۹۳۹ په رسمی ډول په کار پیل کری او د ګران هیواد ۲۰۰۴ اساسی قانون  ۱۲ ماده  داسی وایی:  "د افغانستان بانک ددولت مرکزی بانک دی. د پیسو نشرول او مراقبت او د هیواد د پولی سیاست طرح او تطبیق د قانون د حکمونو سره سم د مرکزی بانک صلاحیت دی او ددی بانک تشکیل او د کار ډول د قانون له لیاری تنظیمیژی."

خو د ازاد بازار په نتیجه کی په افغانستان کی د تیرو څو کلونو راهیسی مختلف تجارتی بانکونه منځ ته راغلل نو همدا وه چی د افغانستان بانک د پورتنیو دندو سره سره دوه نوری عمده دندی هم په غا‌‎ ړ ه واخیستی چی عبارت دی د تجارتی بانکونو ته جواز ورکورل او د قانون د حکمونو سره سم د هغوی څارنه کول. 

په کلی ډول سره ویلی شو چی د افغانستان بانک د افغانستان د مالی سکتور ډیره مهمه برښه ده او مالی سکتور د افغانستان د اقتصاد د پرمخ بیولو لویه وسیله ده نو همدا ده چی د افغانستان بانک د دولت د مهمو ادارو څخه یوه اداره ده . په ټولو اداره کی او بیا په خاصه توکه په داسی اساسو ادارو کی دولت ته لازمه ده چی داسی کسان په کار و ګماری چی واقعآ افغان واوسی د افغانستان لپاره د قانون د حکمونو سره سم خدمت وکری چی د اساسی قانون د دواویایمه ماده د لور پوری چارکواکو د مقرری په برشه کی    داسی وائی:
۱: د افغانستان تبعه وی                                                                                                                
۲: تحصیل ، تجربه او ښه شهرت ولری
۳: عمر ئی تر ۳۵ کلونو کم نه وی
۴: هیج ډول جرم او جنایت یی کری نه وی

ګرانو دوستانو د افغانستان تبعه نه ځما برداشت دادی چی لمړی افغان وی، دوهم مسلمان ویَ دریم د ټول هیواد نماینده کی وشی کولیَ ، څلورم د هیواد ملی ګټو ته وفادار وی نه داچی په افغانیت کی یی شک موجود وی، نه داچی د ملی ګټو پر ضد کار کویَ, نه داچی یوه ځانګری ډلی، ژبی، سمت او یا هم د بهرنیو جاسوس واوسی خو له بده مرغه د ځینو مصلحتونو په اساس ځینی داسی کسان په لورو چوکیو ګمارل شوی چی نه پکی د افغان نښی لیدل کیژی ، نه پکی د انسان نښی لیدل کیژی، نه پکی د مسلمان نښی لیدل کیژی چی د همدی ډلګی څخه یو یی هم عبدالقدیر فطرت دی چی تقریبآ ۲ کاله وړاندی د مصلحت په اساس ملی شورا ته معرفی شو او د هغه ځایه څخه یی د باور رایه واخیسته چی د هماغی ورځی څخه یی په بانک کی غیر قانونی ، غیر انسانی، غیر افغانی، او غیر مسلمانی انقلاب راوست چی د بانک د کارکوونکو په وینا فطرت نه آفت دی.

ګرانو لوستونکو، فطرت د شمس محمد زوی چی په کال ۱۳۴۲ کی د بدخشان په بهارک ولسوالی کی نړی ته سترگی پرانیستی. د ځوانی په مرحله کی یی د جمعیت د ستمی ډلی غړیتوب واخیست او بیا د دولسم ټولګی د فراغت څخه روسته د پاکستان په یوه مدرسه کی طالب وء چی بیا د ربانی لخوا د جمعیت د ستمی ډلی په مالی مرسته د اسلام اباد اسلامی پوهنتون کی د اقتصاد پوهنڅی ولوسته چی بیا د هماغه څخه روسته د جمعیت ګوند په اقتصادی برښو کی مصروف شو او د انارشی او د نوی دولت په پیل کی یی حینی دولتی دندی مخ ته بیولی. اوس مهال د ده کورنی په امریکا کی اوسیژی چی دده په شمول ټوله کورنی یی دوه ګونی تابعت لری. ګرانو دوستانو، ددغه بدی څیری غیر قانونی، غیر اسلامیَ، غیر انسانی، غیر افغانی کړنی په لاندی ډول دی: 

۱: فطرت او د هیواد رسمی ژبی

د اساسی قانون د ۱۶ ماده په بنست ددولت رسمی ژبی پښتو او دری دی چی ددوی پراختیا ددولت مکلفیت دی خو له بده مرغه فطرت په دی مادی باندی ډیری ملنډی وهی. مثلا، لمړی، فطرت د نوو کارکوونکو استخدام او انټرویو په انګلیسی ژبه اخلی، دوهم، د افغانستان بانک انټر نیت پاڼه د څو کلونو د تیریدو سره سره اوس هم په انګلیسی ژبه ده، دریم، د بانک مجله کی تقریبآ ۸۵ فیصده مضامین په دری ژبه دی دا پدی معنی نده چی پشتانه لیکنی نه  ورکوی بلکه د نشراتو د ډیپارتمنت د ځینو کسانو د وینا له مخی چی فطرت دوی ته آمر کری چی ددری فیصدی باید همدومره وی او داسی هم شوی چی که چا پښتو مضمون ورکړی نو په یوه صفه کی تقریبآ ۱۰ غلطی یی راو ستی چی د لیکوالو ز ړه یی د لیکنو څخه تور کری.


۲: فطرت او قومی تعصب

د افغانستان د اساسی قانون د څلورمی ماده په اساس افغان ملت داسی تعریف شوی:" افغان ملت د هغو ټولو افرادو څخه چی د افغانستان تابعت ولری عبارت دی او په شپژمه ماده کی داسی راغلی چی "دولت باید د قومونو اوقبایلو سره د مور او میری چلند ونکړی او هم د ۲۲ ماده په ساس  د افغانانو ترمنځ هر راز تبعیض منع دی او د افغانستان اتباع د قانون پر وراندی مساوی حقوق او وجایت لری او هم د ۸۰ ماده له مخی ددولت لوړ پوړی چارواکی نشی کولی چی د خپل کار په دوران کی له خپل مقام څخه په ژبنیو، سیمه ایزو قومی او ګوندی ملحوظاتو ګټه واخلی خو ددی ټولو قانونی حکمونو سره سره فطرت په ډیره سپین سترګی قومی ، ژبنی او سیمه ایز تعصبات کوی مثلآ، لمړی، کله چی فطرت بانک ته راغی نوفیروز نومی هلک چی د پولی سیاست معاون وو د خپلی کورنی سره امریکا ته د ماستری لپاره ولیژه بغیر د کومی قانون پروسی څخه دا ځکه چی فیرور بدخشی وء او هم د جمعیت د ستمی ډلی غړی ؤ. دوهم ,داچی د افغانستان بانک ټول ۱۳ عمومی ډیپارټمنټونه لری خو ددی ښاغلی راتګ سره د عمومی مدیرانو انتخاب داسی وشو:

۱: مطیع الله فایق د پولی سیاست عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی ډلی غړی او بدخشی ( دری ژبی )
۲: پا چا خان مومنزاده دداخلی تفتیش عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی ډلی غړی ( دری ژبی )
۳: محمد قسیم رحیمی د عمومی مالی نظارت عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی ډلی غړی ( دری ژبی )
۴: احمد عصمتی د ای تی عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی ډلی غړی او بدخشی ( دری ژبی )
۵: نجیب الرحمن د مالی خطراتو عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی ډلی غړی او بدخشی ( دری ژبی )
۶: غلام محمد فایز د اسناد او ارتباط عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی ډلی غړی ( دری ژبی )
۷: عبدالصمد یادګاری د خدماتو عمومی مدیر، د جمعیت د ستمی دلی غری ( دری ژبی )
۸: الهام الله صدیقی د بیمه عمومی مدیر، ډلی سره تړاو نلری( دری ژبی )
۹: عسکر زی د پیسو د نشر او مراقبت عمومی مدیر، پخوانی دولت دکارکوونکی د جمله څخه ( دری ژبی )
۱۰: زرمینه صمدی د بشری منابع عمومی مدیره، د جمعیت د ستمی ډلی غری ( دری ژبی )
۱۱: مسعود موسی غازی مالی آمر د نجات د ډلی غړی ( پښتون)
۱۲: واحد جبارخیل د بانکی عملیاتو مدیر، ډلی سره تړاو نلری ( پښتون)
۱۳: رحیم الله ذاکر د عملیات بازار مدیر، ډلی سره تراو نلری (پښتون )

دریم, دده د سکرتر د وینا له مخی چی ریس صاحب ما ته ویلی چی که چیزی زما لیدلو ته زما خپل خلک یعنی بدخشانیان راتلل نو بغیر د کومی خبری ورته اجازه ورکوه او که چیری نو په خاصه تو گه پشتانه راتلل نو وخت ورته اخله او تا لاشی ئی هم سخته کوه ځکه چی دوی ټول تروریستان دی داسی نه چی ما ته کوم خطر پیش کړی. 

۳: فطرت او د کارمندانو معاش یا تنخوا

ګرانو دوستانو د افغانستان بانک معاش د ګرید په اساس دی یعنی د ۱ څخه تر ۱۳ پوری چی د ۱ نه تر ۷ پوری ۲۰۰۰افغانی معا ش دی  او د ۸ نه تر ۱۳ پور د څلویښت زرو افغانیو حڅه شروع تر ۷۰۰۰۰ زره افغانی چی په سلو کی تقریبآ ۹۰ فیصده دری ژبی په ځانګری توکه جمعیتیان او بدخشانیان ۸ ګرید لری او ددی ترڅنګ ورته نور اضا فی معاش هم ورکول کیژی د بیلګه په توګه نجیب الرحمن چی 1۳ گرید لری او ددی معاش ترڅنگه 3000  زره افغانی اضافه معاش اخلی او داسی نور ډیر ستمیان هم. 


۴: فطرت او انسانی ازادی

د اساسی قانون څلویښتمه ماده داسی وایی چی ازادی د انسان طبعی حق  دی دولت د انسان د ازادی او کرامت په درناوی او ساتنه مکلف دی او همدا شان څلو دیرشمه ماده وایی چی هر افغان حق لری چی د وینا، لیکنی او د نورو وسیلو له لاری څرګندوی وکری او د خپلو حقوق څخه دفاع وکړی خو فطرت په بانک کی یو ه دیکتاوری فضا راوستی مثلآ یوه کارکوونکی چی عرفات نومیګی اختار تر لاسه کوه بغیر د کوم موجب څخه خو صرف دا چی پښتون وو خو کله چی هغه د خپل حق غوښتنه وکره نو منفک شو او همدا شان څه موده وړاندی د بشری منابع کارکوونکوی او د مالی محاسبی کارکوونکو د ټیت ګرید د وچتیدو غوښتنه وکره خو هغوی ټول د فطرت لخوا و غوښتل شول او ډیر حقیر یی کرل او اخطار یی ورکړ که بیا مو خپل اواز اوچک کړه نو د یوه سر نه به مو منفک کړم او ددی ترڅنگ به مو څارنوالی ته معرفی کړم. خو پوشته دا پیداکیری چی فطرت د کوم قانون او منطق په اساس دا کسان منفک کوی او بیا ئی څارنوالی ته معرفی کوی؟!؟

۵: فطرت او د معلوماتو محرمیت

 د اساسی قانون ۳۷ ماده داسی وایی:" د اشخاصو د مخابری او لیکونو ازادی او محرمیت که په لیکلی ډول وی یا د ټیلفون او تلګراف او یا د نورو وسیلو له لاری د تیری څخه خوندی دی  خو له بده مرغه دده ډله یعنی ستمی ډله چی احمد عصمتی یی په راس کی دی د ټولو کمپوترونه هګ کوی په ځانګړی توګه د پښتنو او بیا ټول معلومات یی فطرت ته وړی. مثلا د احمد کاکر او د سید خان ټول معلومات د عصتی دفتره څخه لاس ته راغلی او هم د  دفطر دفتر څخه. 

۶: فطرت او د افغانانو معنوی حقوق   

                                                                                       
نه تنها داچی د پښتنو مادی حقوق تر پښو لاندی شوی بلکه معنوی حقوق یی هم پیمال شوی. مثلآ کله چی فطرت بانک ته راغی ۱۵ بدخشی محافظین یی بانک ته راوستل چی بانک ته د ننوتو په وخت کی د تالاشی په مهال د پشتنو سره ډیر بد څلوک کوی او په سو سو وار یی تا لاشی کوی. مثلآ ظفر الله فقیری عبید الله عبیدی د ایتی دیپارتمنت څخه او داسی ټول پشتنو سره بد څلوک او چلند کوی. 

۷: فطرت او د پرمختگ معیار

 د کارکوونکو د ارتقا معیار دری ژبه، د ستمی ډلی غریتوبَ او یا هم د بدخشان اوسیدونکی توب دی. مثلآ عبدالوهاب چی د مدرسه څخه فارغ شوی بغیر د کوم امتحانه د افغانستان بانک د ریزرف مدیر شو چی تقریبآ ۴ ملیارده ډالرو معامله کوی. او همدا شان د بانک د عامل هیت د تصویب له مخی چی شمیره یی ۱۳۳ ده او تاریخ یی ۴/ ۱۱/ ۱۳۸۸ داسی کاګی هغه کسان چی تحصیلی اسناد یی مکمل کری نوی د معاش د اخیستلو حق نلری یعنی هیچ رسمی کارمند نه ګڼل کیژی خو ددی تصویب پر خلاف فطرت د خیل تعصب له امله خپل کسان نو ته نور هم امتیاز ورکوی او پښتانه ځوانان یو پر بل پسی د بانک څخه  باسی. مثلا محمد قسیم رحیمی چی اوس د مالی نظارت عمومی مدیر دی د پورتنی تصویب د ضمیمه له مخی هیچ اسناد نلری حتی د دولسم ټولګی خو دعوه یی د ماسټری کړی خو بیا هم د مالی نظارت عمومی مدیر ټاکل کیژی یعنی د محمد ظاهرپر ځای دا پدسی حال کی چی ظاهر د ۲ ماستریو خاوند دی او هم ټول اسنادیی مکمل کړیدی خو صرف دا چی پشتون دی .ځه هیڅ نه پوهیژم چی داسی کار به کو وجدان ومنی خو ولی د فطرت وجدان یی منی؟؟!!  

۸:فطرت او خارجی جاسوسی

 ډیر دوستان به خبر وی چی پدی روستیو کی د افغانستان مالی او بانکی انستیتوت په کار پیل کړی چی په راس کی یی د افغانستان بانک دی . دوستانو د دی انستیتوت د امریت پوست اعلانیژی او د افغانستان د قوانینو سره سم باید افغان یی مسول وی. دوستانو دی پوست ته ۲ کسه درخواست ورکوی چی دواړه د افغانستان امرکایی پوهنتون پروفیسوران دی چی یو یی امرکای او بل یی افغان چی زده کری یی په لندن کی کړی او د کڼر ولایت اوسیدونکی دی چی فرید ماموند زیی نومیژی. فطرت دا امریکایی چی اندری هوک نومیژی په دیارلس زره ډالر معاش مقرروی خوولی فرید ته وایی چی که په 1000 دالرو کار کوی وکره او که نه مونژ تا نه انتخابوو. ښاغلی فرید هیچ ګناه نه درلوده صرف دا چی پښتون وو دفطرت له لوری ردیګی اوس نو تاسو خپله فکر وکړی چی د افغان وجدان لاڅه د روسی وجدان به دا ومنی؟؟؟                           

۹: فطرت او د ملی ویاړونو سره دشمنی

کله چی د کرکټ ملی لوبډلی هیواد ته اتلولی و ګټله نو د بانک ځینو کارکوونکو پدی کار شروع کړی وه چی دا قهرمانه ډله بانک ته میلمنه کړی او فطرت په پیل کی موافقه وکړه خو روسته یی بیا وویل چی مخکی د میلمستیا څخه ما ته د کرکټ د ملی لوبډلی لست راوړی چی زه یی وګورم چی څوک دی نو کله چی ورته لست راورل کیژی په ډیر قهر او تعصب سره لست شکوی او وای چی پدی کی خو زیات پښتانه دی نو هیڅکله امکان نلری چی دا ډله میلمنه شی.    

۱۰:  فطرت او د هیواد ملی زیان او تاوان

کله نه چی فطرت ریس ټاکل شوی دده د ضعیفه اداره او تعصب له امله د افغانستان بانک ریزرف او کپیټال نوټ کی ۱۲۰ میلونه افغانی تاوان شوی نو همدا باعث دده شو ه چی  محمد ظاهر او رحیم الله ذاکر استعفا ورکړه خو ولی د فطرت لخوا په هماغه وخت کی ددوی استعفا ونه منل شوه.


۱۱: فطرت او د بیلانس نوی شکل

د مالی محاسبه د آمریت څخه د لاسته راغلو معلوماتو له مخی د افغانستان بانک کلنی بیلانس د ۱ میلیارده افغانی  په تفاوت امضا کیژی دا پداسی حال کی چی د افغانستان بانک  قانو 102 ماده داسی وائی:" دافغانستان بانک مکلف دی د بیلانس شیټ، د ګټی او تاوان د حساب د صورت او نورو حسابونو د صورت په کډون د خپل هرمالی کال د حساب صورتونه برابر او ترتیب کړی. 

۱۲: فطرت او سیاسی کړنی 

                                                                                        
فطرت د لمړی ورحی حخه را پدیخوا په بانک کی د جمعیت د ستمی ډلی په پلوی سیاسی فعالیتونه کوی چی دا په ښکاره د افغانستان بانک قانون سره په ټکر کی دی. د افغانستان بانک قانون12 ماده داسی وایی:" د افغانستان بانک د ټولو ریس لومړی مرستیا او د عالی شوری نور غړی له لاندی عواملو څخه د یوه له مخی ددولت دریس لخوا معزول یا یی عهدی د تعلیق په حالت کی قرار نیسی.  ۸ فقره, د عالی شورا د غړیتوب په وخت کی سیاسی فعالیت وکری یا په اداره کی له قانونی مکلفیتونو څخه د ‎څرګندو او مهمو سرغرونو یا بد رفتاری مرتکب شی چی د دافغانستان کټو ته شدید زیان باعث وګرځی خو ولی فطرت په ډیره سپین یترګی سیاسی فعالیتونه کوی.

۱۳: فطرت او د نور خان حیدری تقرر

د افغانستان بانک د قانون له مخی هر هغه څوک چی دتجارتی بانکونو څارنه کوی نشی کولی چی د بانک د پریښدو روسته تجارتی بانکونو کی تر یوه کاله پوری وظیفه واخلی دا ځکه چی د ټولو تجارتی بانکونو محرم اسناد دوی سره وی نو کله چی هلته لارشی نو د ټولو بانکو نو راز یوه بانک ته څرګندیدی. خو د مالی خطراتو د مدیریت عمومی مدیر چی نور خان حیدری نومیژی د عزیزی بانک سی او یعنی ریس ټاکل کیژی دا په داسی حال کی چی د افغانستان بانک قانون 22 ماده لمړی فقزه داسی وایی:" د افغانستان بانک مسولین او کارکوونکی نشی کولای د بانک د پریشودو روسته تر یوه کاله پوری د هغه بانک یا مالی موسسی چی څارنه یی د دافغانستان بانک په غاره ده،  استخدام یا کریدت تر لاسه کړی . او همدا شان هغه سرکولر چی پدی روستیو کی د مالی نظارت او هم د خطراتو مدیریت ته سپارل شوی ناظر کارکوونکو ته تر دوه کاله پوری په تجارتی بانکونوکی د وظیفه اخستلو اجازه نشته خو حیدری د فطرت له لوری په ډیره سپین سترگی او ماهرانه توگه د عزیزی بانک سی او ټاکل کیژی.

۱۴: فطرت او تجارتی بانکونو سره معامله

دوستانو پوّهیژی چی حیدری ولی هلته مقررشو؟ دا ځکه چی کله د افغانستان انکشافی بانک له منځه ولاړ نو نور خان حیدری او فطرت د یوه معامله په اساس دا بانک په عزیزی بانک خرڅ کړوچی په بدل کی یی فطرت ته پیسی ورکول کیژی او هم حیدری ریس ټاکل کیژی.

۱۵: فطرت او رشوت

د بانکونو د قانون له مخی هر هغه بانک چی ۳ کاله مسلسله په گټه کی وی بیا کولی شی چی ښآری ځانګه پرانیزی او یا بل بانک واخلی خو له بده مرغه د باختر بانک  د وجود دری کاله پوره شوی ندی خو تر اوسه پوری یی فطرت ته د رشوت په ورکولو سره ۱۸ شاری ځانګی پرانیستی. 

۱۶: فطرت او دتجاری بانکو د څارلو ترازو

ګرانو دوستانو لکه څنګه می چی مخکی وویل د افغانستان بانک یوه عمده وظیفه د بانکو نو څارل دی چی په نتیجه کی یی درجه بندی کیژی یعنی چی کوم اول دوم او همداسی نور خو دنظارت د مدیریت د اسنادو نو په ساس کله چی عزیزی بانک د افغانستان انکشافی بانک اخلی په ډیره ټیته درجه کی قرار لری چی د بانک د قوانینیو له مخی نشی کولی چی بل بانک واخلی خو د معامله په صورت یی دا بانک واخیست داده د فطرت قضا؟!

۱۷: فطرت او افغان غریب ولس سره جفا

د هغه لیکنی په اساس چی عنوان ئی دی " د کابل بانک شیرخان د کپټلیزم ښه ملګری چی په 22 فبروری د واشنګتن پوست په اخبار کی لیکل شوی  داسی راغلی: کابل بانک ۱۵۰ میلیونه ډالر په دوبی کی سرمایه ګذاری کری. گرانو دوستانو دا پسی د چا دی؟ واضح ده چی دا پیسی د بخت حساب په نامه د غریب افغان ولس د جیبونو څخه دی او ددی څارنه د افغانستان بانک مکلفیت دی همدا ده چی د افغانستان بانک قانون ۸۳ ماده داسی وایی د افغانستان بانک د بانکونو د جواز د صادرولو، څارنی او د هغو دد سمبالولو مسول دی خو فطرت د خپلو معاملو په صورت کی داسی جنایتونه کوی نو پوشتنه دا پیداکیژی چی دفطرت دومره خیانتد افغان ولس سره مونژ څنګه فطرت ته افغان ویلی شو؟!؟  

د فطرت ددی ټول غیر اخلاقی, غیر اسلامی, غیر افغانی, غیر قانونی کړنو په نظر کی نیولو سره دفطرت باید څارنوالی ته معرفی او محکمه شی چی تر څو افغان ټولنه دداسی بی شرمه او فاسدو کسانو څخه پاکه شی خو ولی له بده مرغه د بانک د ریاست دنده پرمخ بیایی چی دا کار په اساسی قانون باندی ملنډی وهل او دفطرت قانون ( غیر اسلامی، غیر افغانی، غیر انسانی، غیر قانونی ) ته درناوی دی .