د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امنيتي چارواکو د کابل بانک مراجعين په ډنډو ووهل

خبري څانګه 09.09.2010 02:10

په ستونزو، فساد او درغليو کې نښتی کابل بانک نن خپل ټولې نمايندګيانې د مراجعينو په مخ تړلې وې او يواځې د کابل ښار مرکزي نمايندګي یې پرانيستې وه. بېروبار پرې دومره ډېر و چې پوليسو او امنيتو کسانو یې په غوصه شوو مراجعينو ډنډې وکارولې او په کوتکو یې ووهل.

مراجعينو ګيله کوله چې پرون د افغانستان بانک اعلان کړی و چې نن به د کابل بانک ټولې څانګې پرانيستي وي خو چې ويني يواځې يوه څانګه یې پرانيستې او نورې بندې وې. خو د کابل بانک ماموريڼو بيا ويلې چې د افغانستان بانک ورته ويلي دي چې پرته له يوې څانګې دې نورې ټولې څانګې وتړي.

داسې ښکاري چې کابل بانک او د افغانستان بانک چې د کابل بانک له درغليو او سرغړونو یې تل سترګې پټي کړي دي او دا مهال یې ترشا ولاړ دی او ګونګوسې دي چې ۳۰۰ مليونه ډالر یې هم ورپمپ کړي کوښښ کوي چې د اختر له رخصتيو ګټه پورته کړي او د خلکو له خوا له کابل بانک څخه د پيسو ويستلو لړۍ ودروي.

کابل بانک تېره اونۍ هغه وخت د مراجعينو له سيلاب سره مخ شو چې د درغليو لوګي يې پورته شول او د افغانستان بانک د امريکايانو د فشار په پايله کې مجبوره شو چې د دې بانک عمومي مشر شېرخان فرنود او اجرايه مشر خليل الله فېروزي له دندو ګوښه کړي.

دې دواړو ښاغلو او د کابل بانک نورو څښتنانو لکه محمود کرزي او د مارشال فهيم ورور حسېن فهيم خپلو ځانونو ته ستر پورونه ورکړي و او په هېواد کې دننه او بهر یې په شخصي او تاواني پروژو کې مصرف کړي و چې د دې بانک وضعيت یې خورا خراب کړ او د افغانستان بانکي سيستم د نړېدو اندېښنې یې راپورته کړې.

د پوليسو له خوا وهل شوو ځينو مراجعينو نن ويلې چې په کابل بانک یې نور باور پای ته رسېدلی او غواړي چې پيسې ترې وباسي او حسابونه بند کړي.

ځينو نورو چې دولتي مامورين و ويلې چې غواړي له اختره مخکې خپل معاشونه واخلي.

په وهل شوو کسانو کې يو د ملي پوليسو افسر هم و چې د خپل معاش د اخيستلو په موخه په اوږ کتار کې ولاړ و خو د هرج مرج په مهال د امنيتي ځواکونه له خوا په کوتکو ووهل شو.

د هوايي ځواکونو يو افسر چې حميد اقبال نومېده رويترز ته ويلي دي چې دوی ويلې چې ټولې څانګې به پرانيستي وي خو درواغ یې ويل. موږ اړ يو چې اختر ته کالي، مېوه او ډوډۍ راونيسو. ده ويلې چې زه ډېر زيات په غوصه يم.

امنيتي چارواکو چې د ملي امنيت کسان هم په کې وو ژورناليستان هم وګواښل چې که چېرې انځورونه اخيستل ونه دروي نو کيمرې به یې ورماتې کړي. يو ژورناليست مخکې له دې چې څپېړه وخوري په ګاډي کې ځان واچاوه او وتښتېد. 

يو مشر پوليس افسر عبدالحنان وويل چې دا د شرم خبره ده چې کشران پوليسان راپاڅېږي او په کتار کې له دوی څخه په رتبه کې پورته پوليس افسران چې د خپلو معاشونو د اخيستلو لپاره راغلي دي وهي. عبدالحنان د خپل ۴۵۰ ډالر د معاش د اخيستلو لپاره کابل بانک ته ورغی و. نوموړي ويل چې موږ تعليميافته خلک يو، څاروي نه يو. موږ اړ يو چې خپلې تنخواوې واخلو.

د کابل بانک مامورينو رويترز ته ويلي دي چې دا پرېکړه مرکزي بانک کړې ده چې ټولې څانګې بندې کړي، مرکزي بانک مخکې ويلي و چې دوی د کابل بانک اداره په خپل لاس کې نه ده اخيستي.

په افغانستان کې د بانکونو په مساله کې د افغانستان بانک چې مرکزي بانک دی له پوره شفافيت څخه کار نه اخلي. هغه خبره چې رد کړي څو ورځې وروسته پرې په زبات ورسېږي چې د دوی دا چلند دافغانستان په بانکي سيستم د خلکو باور زيانمنوي خو د مرکزي بانک مشر عبدالقدير فطرت چې د شورای نظار غړی دی او دا منصب په غنيمت وررسېدلی دی فکر کوي چې د حقيقت په پټولو به خلک وغولوي.

د کابل دوه نيم لکه مراجعين دولتي مامورين، د ملي اردو او ملي پوليسو افسران دي چې په تېرو دوه اونيو کې یې له ډېرو ستونزو او تکليفونو له امله د اسمان ستوري په رڼا ورځ وليدل. په لسګونو زرو کورنۍ د خپلو سپما کړو پيسو په اړه له تشویشه ډکې شيبې تېروي، په داسې حال کې چې مرکزي بانک جدي نه دی چې د کابل بانک په فساد کې بشپړه څېړنه وکړي ځکه چې پخپله د ولسمشر حامد کرزي ورور او ولسمشر د مرستيال مارشال قسيم فهيم ورور حسين فهيم هم په سرغړونو او فساد کې لاس لري.

بلکه ويل کېږي چې کابل بانک د ولسمشر حامد کرزي په ټاکنيز کمپاين کې کابل بانک له دوی سره د ولس پرتې پيسې چې لسګونه مليونه ډالرو ته رسېږي لګولي دي چې له امله یې پخپله په ولسمشر حامد کرزي شک کېږي چې قصدا او د زړه له خلاصه د کابل بانک په فساد کې پخپله ککړ دی.

ايا همدا لامل دی چې ولسمشر، د ماليې وزير، او د افغانستان د بانک مشر ټول په يو غږ د کابل بانک د ستونزو په نه شتون  تاکيد کوي او له دې بانک څخه د ملاتړ اعلان کوي!

په افغانستان کې د بانکي رسوايۍ په اړه نورې ليکنې:

د کابل بانک د دوبۍ په ملکيتونو کې محمود کرزي ۳ مليونه جېب ته کړي دي په عزيزي بانک کې به هم بدلونونه راشي
طرت: کابل بانک په پښو ولاړ دی د کابل بانک د څښتنانو شتمني کنګل شوه
معضلۀ کابل بانک ، موجی از امواج بحران اقتصادی جهان په عزيزي بانک کې به هم بدلونونه راشي

د افغانستان بانک له بهره خپلې پیسې راغوښتل پيل کړل

 د كابل بانك مسوولين بايد له هېواد نه ونه وځي! 

له کابل بانک څخه اوس هم خلک لګيا دي پيسې وباسي. انځوريز رپوټ

((زه د کابل بانک راتلونکې ښه نه وينم))، د کابل بانک د مشرانو تازه اقرار

ګارډيان: افغان دولت د کابل بانک د پاکولو مخه نيسي

د اوباما اداره: د کابل بانک د ژغورلو پلان نه لرو

محمود کرزی: د کابل بانک د ژغورنې لپاره دې امريکا مداخله وکړي

له کابل بانک څخه خلکو پيسې ويستل پيل کړل، برانچونو ته یې کتارونه ولاړ دي

فطرت د کابل بانک په اړه خپاره شوي خبرونه ناسم وبلل

د افغانستان بانک د کابل بانګ کنترول په لاس کې واخيست

د کابل بانک د شېرخان او فېروزي د ګوښه کېدو اوازې دي

 د افغانستان اساسی او که د عبدالقدیر فطرت قانون؟!
فطرت د امارت تذکرې ناچله کړې د کابل بانک او حج او ارشاد د فساد په اړه ليکنه دلته ولولئ.